بایډن د ایران احتمالي برید پر وړاندې اسرائیل سره د "اوسپنیز ملاتړ" ژمنه وکړه

د امریکا ولسمشر جو بایډن ژمنه کړې چې د ایران د احتمالي برید پر وړاندې به له اسرائیل سره کلک ملاتړ کوي. ایران ګواښ کړی چې د سوریې پلازمېنه دمشق کې د دوی پر کونسلګرۍ د مرګوني هوايي برید غچ اخلي.

په دغه برید کې د سپاه پاسداران د ۷ مهمو قومندانو په ګډون ۱۳ کسان وژل شوي وو.

اسرائیل رسمآ د ایران پر کونسلګرۍ د برید مسوولیت نه دی منلی،‌ خو رد کړی یې هم نه دی.

د ایران ستر مذهبي مشر 'ایت الله علي خامنه‌اي' همدا تېره ورځ (چارشنبه) یو ځل بیا وویل چې اسرائیل به د دغه برید سزا خامخا وګوري.‌

هغه زیاته کړه چې دی دمشق کې پر کونسلګرۍ برید د ایران پر خاوره برید ګڼي.

هممهاله د امریکا ولسمشر جو بایډن بیا وايي، چې د اسرائیلو د امنیت خونديتابه لپاره به هر هغه څه وکړي چې وس یې لري.

ښاغلي بایډن ويلي "څرنګه چې مې لومړي وزیر نتنیاهو ته ویلي، د ایران او د هغه د نیابتي ډلو له اړخه د پېښو ګواښونو پر وړاندې د اسرائیل له امنیت سره زموږ ژمنتیا اوسپنیزه ده.‌ اجازه راکړئ بیا یې ووایم، اوسپنیزه."

واشنګټن کې د بي‌بي‌سي خبریال وایي، امریکايي چارواکو ایران ته دا پیغام لېږدولی چې له اسرائیل سره د غزې جګړې په تړاو له اختلافانو سره سره به، پر دغه هېواد د ایران هر ډول برید له پریکنده ځواب سره مخامخ شي.‌

اکسیوس نشریې هم یوه رپوټ کې لیکلي‌ چې د سعودي عربستان، متحدو عربي اماراتو، قطر او عراق بهرنیو چارو وزیرانو چارشنبه له خپل ایراني همپوړي سره تلېفوني خبرو کې هغه ته منځني ختیځ لپاره د جو بایډن د ځانګړي سفیر 'برټ مک‌ګوري' دا پیغام لېږدولی، چې کړکېچ دې نه ستروي.

د سیمي هېوادونو له بهرنیو چارو وزیرانو سره د حسین امیر عبدالهیان د تیلیفوني خبرو رپوټونه ایراني رسنیو هم خپاره کړي‌ دي.‌

د ایران ځوابي ګام به څه وي؟

ایراني چارواکي او رسمي خبري اژانسونه دمشق کې د دغه هېواد پر کونسګرۍ د برید ځواب "حتمي او نږدې" بولي.

خو شنونکي وايي ایران لخوا پر اسرائیل نیغ په نیغه برید به د جګړې د پراخېدو خطر ډېر کړي، داسې حال کې چې ایران د اسرائیل او امریکا سترې مقابلې لپاره کافي پوځي وړتیا نه لري.

دویمه لار د حزب‌الله غورځنګ په څېر د نیابتي ډلو په وسیله پر اسرائیلو برید دی، چې وار له مخې له لبنان د اسرائیل پر شمالي سیمو د توغندیو کوچني بریدونه کوي.

روانه اوونۍ د سپاه پاسدارن مخکیني عمومي قومندان رحیم صفوي وویل چې تر دې وروسته د اسرائیل یو سفارت هم خوندي نه دی.

شنونکي دا هم وايي، چې ایران ښايي پر اسرائیل یوازې سایبري برید وکړي.‌

په هره توګه اسرائیل او په سیمه کې مېشت امریکايي ځواکونه له تېرو څو ورځو راهیسې د تیارسي په حالت کې دي.‌