تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان له دوو کلونو وروسته ټېسټ لوبه کوي
د افغانستان کرېکټ بورډ له بنګله دېش سره د یوې ټېسټ لوبې، درو یو ورځنیو او دوو شل اوریزو سیالیو مهال وېش اعلان کړی دی.
د افغانستان کرېکټ بورډ وايي، د جون پر ۱۴مه به له بنګله دېش سره ټېسټ لوبه کوي.
دا به له ۲۰۲۱ کال راهیسې لومړی ځل وي چې افغانستان د پنځه ورځنیو لوبو لپاره میدان ته کوزېږي.
افغانستان به په بنګله دېش کې درې یو ورځنۍ او دوې شل اوریزې لوبې هم کوي.
له بنګله دېش سره د افغانستان له ټېسټ لوبې وروسته نژدې دوې اوونۍ په مهال وېش کې تشې دي. له هغه وروسته درې یو ورځنۍ لوبې د جولای په څلورمه نېټه پلان شوي دي.
داسې رپوټونه دي چې له بنګله دېش سره تر ټېسټ لوبې وروسته ښايي افغان لوبډله هند ته لاړه شي چې هلته درې یو ورځنۍ لوبې وکړي.
افغان لوبغاړو په وروستي ځل د ۲۰۲۱ کال په مارچ کې ټېسټ لوبه کړې وه چې له زمبابوې یې ګټلې وه.
په هغه لوبه کې حشمت شهیدي لومړنی افغان شو چې په ټېسټ سیالیو کې غبرګه سلیزه وکړه.
افغان لوبډلې له بنګله دېش سره تر اوسه یوه ټېسټ لوبه کړې چې د افغانستان په بري پای ته رسېدلې وه.
که څه هم افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د ټېسټ لوبو دریځ خپل کړی دی خو په دې دومره موده کې یې یوازې شپږ ټېسټ سیالۍ کړي چې په درېیو کې یې ماتې خوړلې او په همدومره نورو کې یې بری خپل کړی دی.
د افغانستان لومړنۍ ټېسټ لوبه د ۲۰۱۸ کال په جون کې وه چې د هند په بنګلور کې وشوه او هندۍ لوبډلې په دوو ورځو کې بری وموند.
د افغانستان دویمه ټېسټ لوبه له ایرلنډ سره وه چې افغان لوبغاړو په کې خپل لومړنی ټېسټ په بري پای ته ورساوه.
افغان لوبغاړو له ویسټ انډیزه یوازینۍ ټسټ لوبه وبایلله او له زمبابوې سره یې هم لومړۍ ټسټ لوبه کې بری ونه موند، خو زمبابوې ته یې په دویمه ټسټ کې ماته ورکړه.
د کرېکټ لوبې مخکېني لوبغاړي او پوهان په دې باور دي چې د افغان لوبغاړو د تخنیکي وړتیا پیاوړتیا لپاره لا ډېرې ټسټ لوبې باید پلان شي. خو د کرېکټ د نړیوالې شورا بوخت مهالوېش ته په پام، ډېرې لوبډلې نورو ټسټ لوبو ته وخت نه مومي.
د افغانستان کرېکټ بورډ وایي، د ای سي سي په نوي مهال وېش کې چې له ۲۰۲۴ کاله پیلېږي، افغانستان په لسګونو ټسټ لوبې په پلان کې لري.