روسیې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

روسیې په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې او ویلې یې دي چې غواړي راتلونکي کال د روسیې افغانستان د دوستۍ په نامه یو کنفرانس هم جوړ کړي.

د روسیې د ولسمشر سلاکار او د داغستان پخواني مشر رمضان عبداللطیفوف ویلي روسیه د افغانستان د اوسپنې پټلۍ پروژو په ځانګړې توګه افغان ټرانس پروژې کې چې منځنۍ اسیا له سوېلي اسیا سره نښلوي پانګونې ته لېوالتیا لري.

ښاغلي عبداللطیفوف دغه خبره د طالبانو په حکومت کې د اوسپنې پټلۍ د ادارې د مشر ملا بخت الرحمان شرافت په مشرۍ روسیې ته د ورغلې پلاوي سره په لېدنه کې کړې ده.

په افغانستان کې د طالبانو په حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې مشر چې د روسیې په رسمي بلنه روسیې ته په سفر تللی دی ښاغلي عبداللطیفوف ته ډاډ ورکړی چې روسي پانګوالو ته به په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

دغه راز د روسیې د ولسمشر سلاکار ویلي چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د پانګونې د لا ښې همغږۍ لپاره باید د سیمې د هېوادونو یوه ګډه کمېټه جوړه شي چې افغانستان په کې دایمې استازولي ولري او هره میاشت پر انلاین غونډه ترسره کړي.

دغه راز په پام کې ده چې روسیې ته ورغلی افغان پلاوی د استراخان نړیواله ناسته یا فورم کې هم ګډون وکړې چې افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه جلب کړي.

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي د اوسپنې پټلې په برخه کې نړیواله پانګونه د اوسپنې پټلې له پراختیا سره مرسته کوي او دا پراختیا به د سیمه ییزې پراختیا او اقتصادي غوړېدو لامل شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې ترکیې او ایران هم د افغانستان د اوسپنې پټلۍ په پروژو کې همکارۍ ته لېوالتیا ښودلې وه.

د اوسپنې پټلۍ په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته یوه عایداتي سرچینه ده چې د طالبانو د حکومت په وینا، په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې ۴،۶ میلیونه مرټیک ټنه انتقالات شوي.

د طالبانو حکومت کې د اوسپنې پټلۍ ادارې ویلي وو چې تېر کال ددې ادارې لخوا شاوخوا درې میلیارده افغانۍ عاید راټول شوی چې د وړم کال پرتله ۲۲ سلنه ډېروالی ښيي.

په افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ طرحه که یوه پېړۍ وړاندې جوړه شوې وه، خو ایله د افغانستان د تېر جمهوري دولت په وروستۍ یوه لسیزه کې د شاوخوا دوه سوه کیلومتره رېل‌لارې څښتن شوی و چې اوس کارېږي او هر کال يې د عوایدو کچه هم لوړېږي.