تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هندي ميلیاردر اوږد واده؛ "میلیونونه خلک له فقر سره مخ دي، دومره لګښت ولې وشي؟"
دا واده بيخي ډېر اوږد نه شو؟
دا هغه پوښتنه ده چې ډېری هندیان یې پوښتي، ځکه چې د اسیا د تر ټولو شتمن سړي د کشري زوی د واده مراسم له تېرو څو میاشتو راهیسې روان دي او اوس په وروستي پړاو کې دي.
تمه دا ده چې دا واده به د همدې اوونۍ تر پایه راټول شي؛ داسې چې د هندي ميلیاردر موکېش امباني کشری زوی اننت امباني به د یوه بل سوداګر لور رادیکا مارچنټ په ټيکري پورې د خپل څادر پيڅکه غوټه کړي.
کابو څلور میاشتې شوې چې د دغه لګښتي واده لپاره بېلابېل مراسم روان دي. ګرانبیه کاليو او ګاڼو نه راونیسه د سيمې تر سينګارولو او د نړۍ د بېلابېلو هنرمندانو تر نندارو پورې، د خلکو پام پر دې واده ورټول دی.
هندۍ ناول لیکونکې شوبا دي وايي، "دا تر یوه شاهي واده کم نه دی. زموږ میلیاردران د هند نوي راجاګان دي. د ګټې شریکان یې د ډېر زیات مصرف تمې نه پرته بله توقع نه ترې لري"
شوبا همدا راز زیاتوي چې د هندیانو خوښېږي چې "تل د انګرېزانو غوندې ځانښودنه وکړي او خپل شان و شوکت نندارې ته وړاندې کړي. امباني سره همدومره شته چې باید مصرف یې کړي."
د خلکو نیوکې
خو دې واده ګڼ خلک قهرولي هم دي.
دوی د هند په ټولنه کې د شتمنۍ دا ډول نندارې ته وړاندې کولو باندې نیوکه کړې چې لسګونه میلیونه خلک پکې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او د ګټې وټې نابرابري پکې په لوړه کچه شته.
لیکوال او ویناوال سنتوش ډېسای بيبيسي ته وویل، "دا واده نه بلکې مسخرې وهل دي او یو ډول د دغه هېواد پر حقیقي ژوند سترګې پټول دي. په تېره یوه لسيزه کې هند کې ودونه عجیب او افراط او اسراف پکې ډېر شوی دی."
ښاغلی سنتوش زیاتوي، "یو ستر بدلون رامنځته شوی. یو دوه نسلونه پخوا به خلکو خپله شتمني پټه ساتله او په اړه به یې ډېر څه نه ویل. خو نن سبا باید شتمني څومره یې چې وس رسېږي په هماغومره لوړ غږ باید ځان ښکاره کړي. هغه مهال داسې بې چتې واده هېڅ د چا په فکر کې هم نه ګرځېده."
د امباني د سوداګرۍ امپراتوري
د امباني کورنۍ د شتمنۍ امپراتوري د تیلو له سوداګرۍ، مخابراتي شرکتونه، د کیمیاوي موادو تولید، ټېکنالوژيکي وسایلو، د سينګار او خوراکي توکو له کاورباره جوړه ده. سوداګري يې په ټول هند کې خپره ده نو له همدې کبله د ډېرو عامو خلکو هم ورپام دی.
د ښاغلي امباني شخصي شتمني ۱۱۵ میلیارد ډالره اټکل شوې او د 'ریلانس انډسټريز' په نوم د خپلې سوداګریزې امپراتورۍ مشر دی.
۲۹ کلن کشری زوی اننت یې د دغه شرکت د مدیره پلاوي مشري کوي.
د رپوټونو له مخې امباني او د ده همکار سوداګر ګاتم اداني د هند اوسني لومړي وزیر نریندرا مودي ته ډېر نږدې کسان دي. د همدې له کبله یې مخالف ګوندونه تورنوي چې ګواکې د دغو دواړو سوداګرو په ګټه کړنې ترسروي. خو هم حکومتي ادارې او هم دغه دواړه تجاران دا تورونه ردوي.
که څه هم په هند کې د امباني کورنۍ له پخوا راهیسې مشهوره وه چې څومره شتمنه ده خو تر دغه واده مخکې ښايي په بهرنۍ نړۍ کې به ډېر څوک یا پخوا خبر وو او یا نه.
ډېر خلک هله خبر شول چې په تېره مارچ میاشت کې د خپل کشري زوی ته تر واده مخکې یوه درې ورځنۍ غونډه ونیوه.
دغه جشن د هند په لویديځ ایالت ګجرات کې د امباني په پلرني ټاټوبي جمنګر کې جوړ شوي وو.
دا هغه سیمه ده چې د امباني د تېلو د چاڼ سیمه ده او په نړۍ کې د تېلو د تصفيې تر ټولو لوی مرکز بلل کېږي.
په دې مېله کې د فېسبوک د مشر مارک زوکربرګ او د مایکروسافټ مشر بېل ګېټس په ګډون ۱۲ سوه مېلمنو ګډون کړی و.
امریکايۍ سندرغاړې ريحانه پکې سندرې وبللې چې د امباني کورنۍ هم پر سټېج ورسره ونڅل او ویډيو یې ډېره مشهوره شوه.
سلګونه بهرني مېلمانه په الوتکو کې ورغلل او تود هرکلی یې وشو.
د هندي سینما ستوري او د لوبو له ډګره هم ګڼ کسان وربلل شوي وو.
تېره جمعه هم د اننت امباني او د راديکا مارچنټ د واده چمتووالي ته یوه سندرغونډه جوړه شوې وه چې د امیتابچن، شاه روخ خان او عام خان په ګډون ګڼو کسانو پکې ګډون کړی و.
پر دې شاهانه واده دومره ډېر لګښت وشو چې لا یې هم سر او پای نه دی معلوم.
دا ځل پکې په خپله د هندي سندرغاړو اودېت ناراین او راهول ویدیا په ګډون کاناډایي پاپ سندرغاړی جسټن بيبر، امريکايۍ کيټي پيري او اېټالوی اینډریا بوچيلي هم خپل هنر نندارې ته وړاندې کړی دی.
پر خواله رسنیو پر امباني کورنۍ له دې کبله هم نیوکې کېږي چې ګواکې هر هنرمند ته یې سلګونه زره ډالر ورکړي چې د واده په مېله کې يې هنر ونمايي. خو په خپله د امباني کورنۍ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.