تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې کونډې ښځې په څنګه وضعیت کې ژوند تېروې؟
- Author, محجوبه نوروزي
- دنده, بيبيسي
ملګرو ملتونو د جون ۲۳مه "د کونډو ښځو نړیواله ورځ" نومولې ده.
ټوله نړۍ کې تر ۲۵۸ میلیونو ډېرې ښځې کونډې دي. سږکال د دې ورځ په مناسبت د ملګرو ملتونو شعار جنسیتي برابرۍ ته د کونډو لاسرسی دی.
په افغانستان کې په ځانګړې توګه وروستیو درېیو کلونو کې د دې ډله ښځو بشري حقونه او بنسټېزې ازادۍ زیانمنې شوې دي.
افغانستان کې د اقتصادي وضعیت خرابېدو، د بېوزلۍ او بېکارۍ د کچې لوړېدو او همدا راز د ښځو پر کار او فعالیت د محدویتونو لګېدو، کونډو او هغو ښځو لپاره ژوند لا ډېر سخت کړی چې د کورنیو ډوډۍ ګټونکې او سرپرستانې دي.
دا ښځې له یو لړ تبعیضي عرفونو او رواجونو سره هم مخامخ دي چې دوی د جسمي، رواني او جنسي ځورونو د بېلابېلو بڼو پر وړاندې زیانګالې کوي.
ملالۍ (مستعار نوم) چې مېړه یې د مخکیني حکومت پوځ کې سرتېری و او درې کاله مخکې په هلمند کې وژل شوی، د خپلې کورنۍ سرپرسته ده.
نوموړې د ۱۱، ۸ او ۵ کلونو درې ماشومان لري او خسرګنۍ یې له کابله کلي ته لېږدولې ده.
دا وايي "لېورونو مې وویل که وږې پاتې کېږې هم دا ښه ده چې په کلي کې وږې پاتې شې، د خلکو په کورونو کې کار بدنامي راوړي. هغوی کلي ته راوستم. اوس په کلي کې کار نشته. په روژه کې یو څه خیرات او صدقه ترلاسه کېده، خو اوس هغه هم نشته."
ملالۍ زیاتوي چې اوس وخت ناوخت په کروندو کې کار کوي.
د دې کورنۍ یوازنی نارینه د ملالۍ یوولس کلن زوی دی.
دا وايي "زوی ته مې ژاولې او پلاستیکي کڅوړې ورکوم چې په ښار او بازار کې یې وپلوري او د کورنۍ اقتصاد سره مرسته وکړي."
تر څلورو لسیزو اوږده جګړه او ناامنۍ د دې لامل شوې چې افغانستان د نړۍ په هغو هېوادونو کې راشي چې کونډې پکې ډېرې دي.
شمیم (مستعار نوم) د پاخه منګ ښځه ده. نوموړې وايي له ۴۰ کلونو ډېره موده کېږي چې خاوند یې تریتم دی، خو دا لا هم ورته سترګې په لاره ده.
شمیم زیاتوي "مېړه مې د حفیظالله امین د حکومت پر مهال، چې لور مې لا شپږ کلنه وه، ونیول شو او د څرخي پله زندان ته واچول شو. کلونه کلونه منتظره وم او هره ورځ مې فکر کاوه چې راوبه ګرځي."
خو د شمیمې مېړه بېرته راونه ګرځېد.
دا وايي، "لس کاله پاکستان کې وم او کله چې راستنه شوم، کور مې نه درلود. کله مې له یوه او کله له بل ورور سره اوسېدم. لور مې واده وکړ، دا ټول کلونه یوازې وم او تر اوسه هماغسې بېکوره او بېسرپرسته پاتې یم."
ټولنپوه فاطمه سرکش وايي، دغو ښځو ته په ټولنه کې د خلکو سترګې ډېرې ور اوړي.
هغې وویل "ښځې چې کله کونډېږي، پر دې سربېره چې د مړونو د مړینې پر غم اخته شي، دې ته هم مجبورېږي چې ټولنیز فشارونه هم وزغمي. دوی د ټولنې تر ذرهبین لاندې وي، ځکه ټولنه فکر کوي هره ګړۍ دا امکان شته، چې دغه ښځې دې د کوم ناروا عمل مرتکبې شي. دا یو رواني او ټولنیز فشار دی چې پر کونډو تپل کېږي."
شمیم وايي هغه ناڅیزه مرسته هم اوس پرې بنده شوې، چې په تېر حکومت کې یې ترلاسه کوله.
ملالۍ هم، چې مېړه یې د طالبانو خلاف جګړه کې وژل شوی، د دوی له حکومت هېڅ ملاتړ نه ترلاسه کوي.
د اغلې سرکش په وینا، ښځو مخکې لږترلږه یو څه کار او مصروفیت موندلی شو، خو اوس ترې دغه فرصت اخیستل شوی دی.
نوموړې وايي "هغه مهال لږترلږه یو ملاتړی سیستم موجود و، ښځو ته د کار زمینه برابره وه او هغوی کولی شول د خپل ژوند په اړه پرېکړه وکړي. خو د طالبانو له حاکمیت راوروسته کونډو لپاره دا امکان نشته. دا چې کونډې ښځې نه پخپله کار لري او نه هم ملاتړ ته څوک لري، نو له خواشینوونکي وضعیت سره مخامخ دي."
د طالبانو مشر مولوي هبتالله اخوندازده د تېر اختر په مناسبت خپل پیغام کې وویل، د طالبانو حکومت د کونډو، یتیمانو، معلولانو او بېوزله خلکو د حقونو تامین ته ژمن دی.
په ترکیه کې د پوهنتون استاده منیژه رامزي پر دې باور ده چې کله په افغانستان کې کومه ښځه کونډېږي، نو له رواني، ټولنیز او اقتصادي درېیو اړخونو نه جبرانېدونکی زیان ګوري.
نوموړې وايي "مخکې هغو ښځو لپاره چې نالوستې وې او کار یې نه کاوه، ژوند ګران و. خو د جمهوریت له پرځېدو راوروسته لوستو او نالوستو دواړو ښځو لپاره د ژوند شرایط سخت شوي دي. اوس دواړه ډلې ښځې کار نه شي کولی، نشي کولی خپله نفقه وګټي، نو تر رواني او اقتصادي فشارونو لاندې دي."
اغلې رامزي زیاتوي، ښځې چې کله د خپلو کورنیو نفقه ګټونکي چې غالبآ نارینه وي له لاسه ورکړي، ټول ژوند یې بل مخ اوړي.
په افغانستان کې د هغو ښځو کره شمېر او نور مالومات نشته چې د کورنیو سرپرستانې دي.
تېر کال د طالبانو حکومت د شهیدانو او معلولینو وزارت اعلان وکړ چې د خدماتو برابرېدو په هدف یې د کورنیو د ۸۰ زره سرپرستو ښځو نومونه لیکلي دي.
خو څارونکي وايي د دا وړ ښځو اصلي شمېر د دې څو برابره لوړ دی، ځکه د افغانستان ډېرو سیمو کې د ځايي دودونو او رواجونو له کبله د کونډو ښځو مالومات هېڅکله نه ثبتېږي.
اغلې رامزي وايي، دغو ښځو ته په افغانستان کې باید په ځانګړې توګه د مدني ټولنې سازمانونو لخوا یو ملاتړی سیستم رامنځته شي.