پاکستاني محاکمو کې د جنسي تېري له قربانیانو سره وضعیت

تصویر کې یوه ځپل شوې مېرمن ښکاري چې مخ یې د کوټې پردې پلو دی او تصویر له شا لورې اخېتسل شوی دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د جنسي تېري قرباني شوې مېرمنې بي بي سي ته کیسه کوي چې محکمه کې څه ډول پوښتنې ترې وشوې

خبرداری: په دې راپور کې ځینې داسې جزییات دي چې شاید تاسې خپه کړي.

''د سحر څه حیثیت دی چې ما ته به نه وایي؟

د ټوکو، خندا، غوسه کولو او جنسي تېري ترمنځ توپیر وي.

سحر طلاق اخیستی دی، هغه اوس پیغله نه ده.''

د پورته ویل شویو جملو په ځواب کې د سحر وکیله وايي، تورن کامران او د هغه وکیل د ټولو طلاق شویو ښځو شخصیت تر پوښتنې لاندې راولي او دوی هغه چل کوي چې عموماً د جنسي تېري د قضیو د ثبت د مخنیوي لپاره کارول کېږي، دوی هڅه کوي چې په دې خبرو اغېزمنه شوې مېرمنه محکمې ته د تګ جرئت ونه‌ کړي.

دا پورته جملې د جنسي تېري پر یوې قضیې د جوړ شوي تلویزیوني سریال 'نهم نمبر قضیه' له ځینو صحنو اخیستل شوې دي.

په "جیو انټرټېنمنټ" خپرېدونکي دغه سریال کې د محکمې په یوه کوټه کې د جنسي تېري د یوې قضیې په اړه پوښتنې، ګروېږنې کېږي.

په سریال کې د اغېزمنې ښځې سحر وکیله د سترې محکمې د قاضۍ عایشه ملک د پرېکړې حواله ورکوي او وايي: ''د قربانۍ ښځې د کردار، یا د دې پوښتنې چې هغه پیغله وه او که نه، یادول دا نه ثابتوي چې پر هغې جنسي تېری نه دی شوی. بلکې دا کار د تورن پر ځای د جنسي تېري د قربانۍ د شخصیت محاکمه ده. که یو انسان له څو کسانو سره جنسي اړیکې هم لرلې وي، بیا هم هغه د جنسي تېري مستحق کېږي نه.''

په ځواب کې د تورن کامران وکیل وايي، دلته پر یوه بې‌ گناه سړي د داسې کرغیړن جرم، یعنې جنسي تېري تور لګېدلی نو د سحر د شخصیت په اړه به خامخا پوښتنې کېږي.

په سریال کې که څه هم د محکمې چاپېریال ښایسته ښودل شوی خو د پوښتنو پر مهال د تورن کامران د دفاع وکیل ټولې پوښتنې، اشارې او چلند بالکل هغه دي چې ډېرې اغېزمنې ښځې په حقیقي عدالتونو کې ورسره مخ کېږي.

دغه سریال په ټولنیزو رسنیو کې نوي بحثونه راپورته کړي دي. ځینو کسانو د دې سریال معلومات ګټور بللي خو د ځېنو نورو په باور، د سختو پوښتنو کول د پاکستان د عدالتي بهیر عادي برخه ګڼلې ده.

د جنسي تېري عریضې او د پاکستان عدلي نظام

ښه، اوس له هغې محکمې چې په سریال کې ښودل شوې وه، اصلي محکمې ته راځو؛ هغه چې دهلېزونه یې له خلکو ډک وي او په کوچنیو کوټو کې د درېدو ځای هم نه وي.

د جنسي تېري قربانې شوې هره مېرمنه په حقیقي ژوند کې هم د محکمې دننه او د باندې له سختو حالاتو سره مخامخ کېږي.

مهوش (مستعار نوم) ادعا کوي چې پرې جنسي تېرې شوی دی او د هغې قضیه دا مهال د پاکستان په یوه محکمه کې روانه ده.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل، د قضیې د اورېدو په جریان کې څو ځلې ډېرې عجیبې او دردونکې شېبې تجربه کړې.

دا وايي، له سړیو ډکه محکمه کې داسې پوښتنې ترې کېدې چې هغه یې ډېره ځوروله او ځپله.

مهوش وویل: ''نارینه وکیلان ډېر سپکاوی کوي، دومره ناوړه او بې‌ حیا پوښتنې کوي چې انسان یې په ځوابولو شرمېږي … لکه پرتوګ دې چا ایسته کړ او کمیس چا وشکاوه…''

هغې زیاته کړه: ''دا خو د جنسي تېري قضیه ده، تاسو دا هرڅه څنګه پوښتلی شئ؟ انسان مخکې له مخکې خپه وي چې عزت یې ختم شوی او بیا د همدغو پوښتنو له لارې پرې نور فشار هم اچول کېږي.''

وکیله فرح خان وایي، د جنسي تېري په قضیو کې د ځپل شویو ښځو وکالت کوي.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل چې په محکمه کې د جنسي تېري قرباني شویو ښځو باندې ډېر فشارونه وي. د هغوی د خویونو، د تېر ژوند او د جنسي تېري د پېښې په اړه د تورن د وکیل پوښتنې هره ښځه ځپلی شي.

د وکیلې فرح خان په خبره، ډېری دفاع وکیلان د دغو پوښتنو له لارې هڅه کوي ثابته کړي چې اغېزمنه مېرمنه خراب کردار لري او ګواکې موکل د بدنامولو هڅه کوي.

هغې زیاته کړه، د تعلیم کموالی، وروسته پاتی وضعیت او نرواکه ټولنه کې ښځې ډېری وختونه د سړیو پرتله کمې او بې ارزښته ګڼل کېږي.

د نړیوال اقتصادي فورم د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې پاکستان د نړیوال جنسیتي توپیر په درجه‌بندۍ کې د ۱۴۶ هېوادونو له ډلې ۱۴۵م مقام لري.

په پاکستان کې له ښځو سره د جنسیت له مخې ښه چلند نه کېږي، همدارنګه د غیرت په نوم وژنې، جنسي تاوتریخوالی او د جنسي تېريو پېښې هم ډېرې دي.

تصویر د هغه سریال دی چې د جنسي تېریو په اړه دی او پر یوه پاکستاني تلویزون خپرېږي.

د عکس سرچینه، Geo Entertainment

په پاکستان کې ولې د جنسي تېري پېښې نه راپور کېږي؟

د بشري حقونو فعالان وايي، جنسي تېری داسې جرم دی چې مجرم په هغه کې د خپلې برلاسۍ یا واکمنۍ څرګندولو هڅه کوي.

د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د نوې راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې ۴۱۷۵ د جنسي تېري او ۷۳۳ د ډله‌ییز جنسي تېري پېښې ثبت شوې دي.

پاکستان په وروستیو کې د "د جنسي تېري د مخنېوي قانون-۲۰۲۳" منظور کړی چې پکې د جنسي تېري اغېزمن کس ته د دولتي وکیل د برابرولو ترڅنګ دا لارښوونه هم شوې چې عدالت باید دا ډول قضیه په څلورو میاشتو کې پای ته ورسوي.

قانون کې د 'رضایت' مانا په وضاحت تشریح شوې خو حقوقي کارپوهان وايي چې پولیس، وکیلان او محکمه ډېری وختونه د اغېزمنو شویو ښځو احساسات او حالت سم نه شي درک کولی.

فرح خان وايي، د جنسي تېري د ښکار شوې ښځې ذهني ځپل هغه وخت پیلېږي چې د شکايت (FIR) تر ثبت وروسته په سرکاري روغتون کې د طبي معاينې پړاو راځي.

هغې وویل، د طبي قانوني چارواکي (Medical Legal Officer) لپاره یوه بشپړه طبي "کېټ" شته چې د معاینې پر وخت ترې کار اخلي، پکې د بدن له بېلابېلو برخو او په ټوله کې د بدن تفصیلي معاینه کېږي.

دا پړاو د ذهني ځپل شویو ښځو لپاره ډېر سخت وي.

د فرح خان په وینا، کله چې همدا طبي راپور د اورېدنې پر مهال عدالت ته وړاندې شي، د دفاع وکیل د پوښتنو پر مهال داسې چلند کوي لکه د پېښې تکرار چې روان وي، همدا د اغېزمنو ښځو لپاره ډېر دردوونکی حالت وي.

هغې وویل، د طبي راپور تر وړاندې کېدو وروسته، کله چې د اغېزمنې ښځې کالي د ثبوت په توګه عدالت ته راوړل کېږي، د دفاع وکیل دغه کالي او له کالیو لاندې لباسونه خلکو ته ښيي او پر بسنټ یې له اغېزمنې ښځې پوښتنې کوي.

فرح خان د بېلګې په توګه د یوې بلې قضیې په اړه وویل چې یوه اغېزمنه ښځه د طبي معاینې لپاره روغتون ته تللې وه خو هغه مهال یې میاشتنی ناروغي روانه وه، نو ډاکټر هغې ته ویلي وو چې څو ورځې وروسته دې معاینه وشي.

هغې زیاته کړه: 'کله چې طبی راپور محکمې ته وړاندې شو، د دفاع وکیل له اغیزمنې ښځې وپوښتل چې د پېښې پر وخت ستاسو میاشتنی عادت و نو دغه مهال اړیکه څنګه ممکنه وه؟ او د جنسي تېري پر وخت ستاسو د میاشتني عادت څوومه ورځ وه؟'

فرح خان زیاتوي، جنسي تېری یو کرغیړن او ظالمانه جرم دی او کوونکي دا نه ګوري چې ښځې ته میاشتنی عادت دی که نه.

هغې وویل، په بله قضیه کې د دفاع وکیل له اغېزمنې ښځې پوښتلي وو چې: ''ایا د جنسي تېري پر مهال تاسو کوم ډول جنسي خوشحالي یا احساس تجربه کاوه؟''

د فرح په وینا: ''دفاع وکیل هڅه کوي چې اغېزمنه ښځه مغشوشه کړي، د هغې تمرکز ګډوډ کړي او دا وښيي چې ګواکې هغه تور لګوي.''

تصویر کې لارینوال غوسه ښکاري او "جنسي تېري‌کوونکي په دار کړئ" شعار لیږدوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون وایي، په ۲۰۲۴ کال کې ۴۱۷۵ د جنسي تېري او ۷۳۳ د ډله‌ییز جنسي تېري پېښې ثبت شوې دي.

دفاع وکیل له اغېزمنو ښځو د هغوی د تېر ژوند، خویونو او جنسي تېري په اړه 'ځوروونکې' پوښتنې کوي

د جنسي تېري د مخنېوي قانون په اوومه ماده کې ویل شوي چې د جنسي تېري په قضیه کې د اورېدنې قاضي مسوول دی چې د اورېدنې پر مهال اغېزمن کس خوندي وساتلی شي او په ځانګړې توګه د پوښتنو، ګروېږنو په وخت کې د ښځې د تېر ژوند، کړو وړو او عمر په اړه د هغو پوښتنو مخه ونیسي چې د سپکاوي یا تاوتریخوالي نیت لرلو له امله کېږي.

خو په محکمه کې دا کار ډېر کم عملي کېږي، ځکه دفاع وکیلان هڅه کوي خپل موکل یا هغه تورن کس چې دی یې د دفاع لپاره ګمارلی وي، بې‌ګناه ثابت کړي.

وکیل محمد بلال رشید چې د جنسي تېري په قضیو کې د دفاع د وکیل په توګه حاضرېږي، وايي: ''د جنسي تېري په ځینو قضیو کې کله ناکله یوازې اغېزمن کس ته له کتلو سره، ځینې خلک اټکل کوي چې جنسي تېری شوی دی او که نه.''

هغه وویل، محکمې ته وړاندې شوي شواهد، لکه طبي راپور، شاهدان او د پولیسو راپور په لیدلو سره دفاع وکیل ډېر وخت درک کوي چې رښتیا څه دي او خپله قانوني تګلاره هم پر همدې اساس جوړوي.

دفاع وکیل بلال رشید وویل: ''زموږ په ټولنه کې ډېر کله داسې وي چې اصلي شخړه بله وي خو تور د جنسي تېري لګېږي، او بیا هر څوک د ښځې خوا نیسي.''

هغه زیاته کړه چې د دفاع وکیل اصلي دنده دا ده چې د خپل تورن کس په حق کې د قاضي نظر ښه پلو ته واړوي.

د قانون له مخې وکیل هر ډول پوښتنې کولی شي

د جنسي تېري د قضیې د اورېدنې پر مهال د دفاع د وکیل له لوري له اغېزمنې ښځې د سختو پوښتنو په اړه، وکیل محمد بلال رشید وویل، په پاکستان کې د شهادت قانون له مخې د ګروېږنو پر وخت دفاع وکیل ته د هر ډول پوښتنې کولو اجازه ورکول شوې ده.

هغه روښانه کړه: ''که د اغېزمنې ښځې کردار ډېر ښه نه وي، نو وکیل حق لري چې د هغې د کردار او تېر ژوند په اړه پوښتنې وکړي.''

بلال رشید زیاته کړه، طبي راپور هغه ثبوت دی چې عدالت ته وړاندې کېږي او د دفاع وکیل کولی شي د همدې راپور پر بنسټ له اغېزمنې ښځې پوښتنې وکړي.

د بلال رشید په وینا، د پاکستان د جرمونو او سزاګانو قانون او شواهدو قانون هغه بنسټیز قوانین دي چې د پاکستان عدالتي نظام پرې ولاړ دی او د همدې قانون له مخې د دفاع وکیل صلاحیت لري چې د حقیقت د را سپړلو لپاره له اغېزمن کس څخه هر ډول پوښتنه وکړي.

د هغه په وینا: ''د دفاع وکیل اختیار لري، داسې پوښتنه او یو څه وکړي چې اغېزمن کس مجبور شي هماغه کلمې تکرار کړي چې مدافع وکیل یې غواړي.''

هغه وویل، که څه هم د جنسي تېري ضد قانون جوړ شوی خو د ټولو قوانینو اساس بیا هم د پاکستان د تعزیراتو قانون (د پاکستان د جرمونو، سزاګانو او شواهدو قانون) دی او هېڅ قانون ترې انحراف نه شي کولی.

له جنسي تېري اغېزمنې ښځې مهوش بي‌بي‌سي ته وویل، کله چې په محکمه کې ترې داسې پوښتنې کېدې نو ډېره خپه کېده.

''قاضي صاحب د دفاع وکیل ته وویل چې لږ احتیاط دې وکړي خو بیا هم پوښتنه وشوه چې د بدن پر کومه برخه نښې شته؟ ان تر دې چې له شاهدانو هم وپوښتل شول چې تاسې کومې نښې لیدلې؟''

د بشري حقونو فعالان، وکیلان او نادولتي سازمانونه په دې باور دي چې جنسي تېري ضد قانون له مخې اغېزمن کس ته ډېرې اسانتیاوې برابرې شوې، لکه د دوی د هویت د پټ ساتلو اجازه، د دولتي وکیل برابرول او همدا د دې سبب شوی چې اوس د جنسي تېري د ډېرې پېښو راپورونه ثبتېږي او تر محکمو رسیږي.

وکیله فرح خان وايي، د جنسي تېري ضد قانون له جوړېدو وروسته د عدالت په نظر کې د اغېزمن کس تصویر بدل شوی او قانون د کوچنیو جزئیاتو په تشریح سره محکمې ته ډېرې پټ اصطلاحات هم روښانه کړې دي.