له جنسي تېري راوتې د ژیزل پلیکو ملاتړ: ''ته یوازې نه یې''

د عکس سرچینه، AFP
- Author, ماریا زکارو
- دنده, د بي بي سي سل ښځې
د سولې نوبل جایزې ګټونکې نادیه مراد ته هغه شېبې ښې یاد دي چې وپوهېده د جنسي تېري قرباني فرانسوۍ ژیزل پلیکو ته څه ورپېښ شوي.
هغه وايي، ''زه له شخړې سره تړلي د جنسي تېري په هکله یوې غونډې ته د وینا لپاره الوتکې ته ختلم.''
دا وایي، کله چې پوهه شوه د اغلې پلیکو پخواني مېړه ډومینیک پلیکو هغه نشه کوله او بیا یې جنسي تېری پرې کاوه او همدارنګه لسګونو نورو کسانو ته یې هم د کلونو لپاره پر نوموړې د تېري بلنه ور کوله، نو ''غوسه او ناروغه شوه.''
د بشري حقونو فعاله مراد وايي، له ډېرو کلونو راهیسې د جنسي تېري ډېرو قربانیانو ورته ویلي چې ''له شرم او پېغور سخته وېره لري.''
د مېرمن مراد په باور ''کومو کسانو چې له ژېزل پلیکو سره دا بوږنوونکې چارې کړې وې د شرم او پېغور له امله د ژېل پلیکو په چوپتیا ډاډه وو، خو پیلکو دا کار و نه کړ او دا بې سارې زړورتیا غواړي.''
''بې سارې زړورتیا''

د عکس سرچینه، Nadia's Initiative
د اغلې پلیکو په څېر مېرمن مراد هم چې پر ۲۰۱۴ کال د ایزدیانو د توکموژنې پر مهال داعش وسلوالو نیولې او جنسي تېری یې پرې کړی و، فیصله وکړه چې عدالت ته د عاملانو د را کشولو د هڅې په توګه خپله پېښه ډاګیزه کړي.
نوموړې وايي: ''زه په دې درد پوهېږم چې د جنسي تېري اړوند کیسې ډاګیزولو سره ستاسو څېره څنګه مشهورېږي.''
مراد زیاتوي: ''ډېری کسان ښايي ستاسو ارزښت تر همدې کیسې را ټیټ کړي.''
خو نوموړې ټینګار کوي چې مېرمن پلیکو په دې پرېکړې سره د جنسي تېري او شرم ترمنځ اړیکه له سره تعریف کړه چې د ناشنا پاتېدو له حق یې سترګې پټې کړې او د محکمې بهیر یې له ولس او رسنیو سره شریک کړ.
هغه وايي، نوموړې د خپلې کیسې شریکولو او دې ټینګار سره چې شرم د دې نه دی، نورې ښځې هم له ورته بار خلاصې کړې.

د عکس سرچینه، AFP
ارجنټاینۍ ممثله او د جنسي تېري قرباني تلما فردین وايي، مېرمن پلیکو په دې خبرو سره د قربانیانو حیثیت پر ځای کړ چې په ټینګار سره یې ویل، شرم د جنسي تېري د عاملانو دی.
د روان کال لومړیو کې فردین په قانوني جګړه کې ممثل خوان دارتېس ته ماتې ور کړه چې پر ۲۰۰۹ کال پر نوموړې د جنسي تېري د تور له امله مجرم بلل شوی و. هغه وخت دواړو یوه تلوېزوني پروګرام ته ګډ کار کاوه.
د جنسي تېري پر مهال فردین ۱۶ کلنه او دارتېس چې دا تور یې رد کړی و، هغه وخت ۴۵ کلن و.
اغلې فردین وايي، د دې او د مېرمن پلیکو دوسیې وښودله چې د تېري ډاګیزوونکي د تېري کوونکو له سزا د خوندیتوب سره مبارزې ته لار جوړوي.
هغه زیاتوي: ''موږ دا ښیو چې ژوند مو ښه کېدلی شي، عدالت پرځای کېدلی شي. دا انقلاب دی.''
فردین وايي، کله چې اول ځل د مېرمن پلیکو له دوسیې خبره شوه، نو نه یوازې دې پېښې وبوږنوله، بلکې د هغې له زړورتیا هم اغېزمنه شوه.
فردین د بي بي سي سل ښځو خپرونې مسوولینو ته وویل: ''له دې سره دې پوهېدلو ته اړه شوم چې که څه هم کلتور او نسل مو سره متفاوت دي او ان دا چې دوسیې مو توپیر لري، خو یو څه مو سره شریک دي چې یوې لارې ته مو رسوي او هغه د قربانیانو د شرم بدلولو اراده ده.''
''ځنځیري اغېز''
د جنسي تېري ښکار شوې الین وېلسن په دې کې شک نه کوي چې مېرمن پلیکو به د ناشنا پاتې کېدو حق باندې سترګو پټولو او له عوامو سره د خپلې پېښې په شریکولو نړۍ کې میلیونونو ښځو ته الهام ورکړي.
هغه زیاتوي: ''زه دې زړورتوب کې ځنځیري اغېز وینم.''
د ګلاسګو اوسېدونکې وېلسن له هغه وروسته د ناشنا پاتې کېدو له حقه تېره شوه چې خپل پخوانی ملګری یې پرې د جنسي تېري له امله مجرم وپېژندل شو او په پنځه کاله بند محکوم شو.
نوموړې خپل دستکول یا بکس کې خپل موبایل ریکارډ ته برابر کړی و اوله دې لارې یې په پټه په جرم د خپل ملګري اعتراف ترلاسه کړی او دا دوسیه یې محکمې ته رسولې وه.
په ۲۰۲۲ کې د محاکمې له پای ته رسېدو را هیسې هغې د نوې پالیسۍ لپاره بریالی کمپیان کړی او په خپله قضیه کې یې د محاکمې بهیر کې د پوښتنو د ډول له امله له مدافع وکیل خپل شکایتونه هم ګټلي دي.

مېرمن وېلسن وایي، ولس ته د کیسې ویل یې اسان نه و او له ګواښ او ځور سره مخ شوې ده، خو له دې سره یې د خپلې کیسې ویلو له امله خپل ځان بیا وموند.
مېرمن وېلسن وايي، مېرمن پلیکو له جنسي تېری د داسې قرباني ښځې په توګه پېژني چې ''خپله کیسه یې بیا ولیکله''، هغسې چې دې دا کار وکړ.
هغه وايي ''په دې کې شک نه لرم چې داسې خلک به وي چې د پولیسو مرکزونو ته به ځي، رسنیو ته به زنګ وهي، د ښځو ملاتړو مرکزونو ته به ور ګرځي او دوی به وايي، ژیزل پلیکو الهام را کړ.''
د نوموړې په خبره ''هیڅوک به هم هغه سړي په یاد ونه ساتي چې د هغې له خبرولو پرته یې پرې د تېري پرېکړه وکړه، خو دوی به ژیزل او د نوموړې ښودلی ځواک په یاد ساتي.''

ژیزل ته د نادیه مراد پیغام
زه ستا زړورتیا ته حیرانه یم. ته یوازې نه یې. د مخ ته راتلو لپاره ستا شجاعت نه یوازې عدالت ته د تېري کوونکو په راوستلو کې مرسته کوي، بلکې هغو بې شمېره ښځو ته الهام ورکوي چې د شرم او پېغور له وجې خاموشې دي. تاسو هرځای کې د جنسي تېري قرباني ښځو ته هیله ور کوئ او نړۍ ته ریښتونی قدرت ښیئ. ستاسو له بې ساري زړورتوب مننه.

د عکس سرچینه، AFP

د نورو لپاره بېلګه
''د بېجنګ برابرۍ'' نادولتي ادارې بنسټګره فنګ یوان باوري ده چې د پلیکو کیسه په نړۍ کې ''مانادار بدلون'' رامنځ ته کوي.
مېرمن فنګ چې کلونه په چین کې د جنسیت له مخې تاوتریخوالي سره مبارزه کړې ده، وايي د فرانسې د محکمې دوسیې په ټول هېواد کې زنګ کړنګولی.
د ملګرو ملتونو د رپوټ له مخې، په چین کې ۳۹ سلنه ښځې په خپل عمر کې د خپل ژوند د شریک له لاسه له جسمي یا جنسي تاوتریخوالي سره مخ کېږي.
یوان وايي ''موږ پلیکو ستایو هغه د ښځو لپاره بېلګه یا اولګو ده.''
د روغتیا نړیوال سازمان د رپوټ له مخې، په نړۍ کې له ۱۵ د ۴۹ کلونو په منګ دریمه برخه ښځې، چې د ګډ ژوند تجربه لري، په یو نه یو ډول یې د خپل ژوند له شریک نه جسمي یا جنسي تاوتریخوالی ویني.
په کراچۍ کې د پولیسو مخکښه جراح ډاکتره او پاکستان کې د تېري کړکېچ د لومړني مرکز مشره ډاکټره سمیه طارق سید وايي، د خپل ژوند له شریک د تاوتریخوالي تجربه ''په ټولو هېوادونو کې رېښه لري.''
هغه وايي، د پلیکو دوسیې سره دې ته لار جوړه شوه چې په ټوله نړۍ کې د جنسیت له مخې تاوتریخوالي سره د مقابلې لپاره د مخنیوي ماډل په رامنځ ته کولو کې مرسته وشي.
مېرمن سید زیاتوي ''موږ باید دا دوسیه پاڼه په پاڼه وارزوو. په دې دوسیه کې باید د هر مرتکب شهادت کره و ارزوو، ځکه دا شاهدۍ د هغو کسانو د ذهن په هکله مالومات راکوي چې په ښکاره بې خطره مالومېږي.''
د نوموړې په خبره، د مېرمن پلیکو دوسیې په پاکستان کې د تېري په هکله د کیسو بدلون ته لاره هواره کړې ده.
''دې مسلې ته باید بې غوره ونه ګورو، موږ باید له دې کېس وروسته ټکي په ټکي تحلیل وکړو او وپوهېږو چې دا پېښه په څو نورو ځایونو کې هم پېښېږي.''
''هغه بدلون چې موږ یې باید رامنځته کړو''

د عکس سرچینه، M. Sven Torfinn
په کېنیا کې د ''تیروپ پرښتو''ټولنې یوه بنسټګره او د جنسي تېري قرباني جون چلیمو ملي وايي، پلیکو د هغه بدلون سمبمول دی چې موږ یې باید رامنځ ته کړو.
کېنیا کې زېږېدلې د رومانیا دا لوبغاړې وايي د دوی سازمان له جنسیتي تاوتریخوالي سره مبارزه کوي، ځکه به د پلیکو کیسه د پوهاوي زیاتولو لپاره خلکو ته ورسوي.
نایجریا کې د زیانګالو مېرمنو د ملاتړ نړیوال بنسټ یوه بنسټګره ډاکټره کمي دسیلوا ایبرو هیلمنه ده چې ډېرې ښځې به له پلیکو نه په الهام ګام پورته کړي.
''د هغې زړورتیا د پوهاوي اور ته بیا پکی وواهه او د مسوولیت منلو، د جنسي تېري د قرباني ښځو د ملاتړ او سیستماتیک سمون بحثونه یې رامنځ ته کړل.''
په داسې حال کې چې د فرانسې په اوینیون کې د تېري محکمه پای ته رسېدلې، ټولې ښځې په دې سره په یوه خوله دي چې پلیکو خپلې زړورتیا سره د بدلون سپرغۍ بله کړه او اوس ''په هغې پسې د ښځو لښکر دی.''











