میشل اوباما، امل کلون‍‍ي او ملینډا ګېټس: مونږ کولی شو د کم عمره نجونو د ودولو دود ختم کړو

women

د عکس سرچینه، THE OBAMA FOUNDATION

د عکس تشریح، د نړۍ درې تر ټولو با نفوذه ښځې د خپلو کارونو په اړه له بي بي سي سره غږیدلي

د نړۍ درې تر ټولو با نفوذه ښځو بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، دوی غواړي په یوه نسل په اوږدو کې د کم عمره نجونو ودولو ته د پای ټکی کېږدي.

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن میشل اوباما، د بشري حقونو وکیله امل کلوني او د خیر ښیګڼو د کارونو فعاله ملینډا ګیټس له تېر کال راهیسې په کم عمر کې د نجونو ودولو د مخنیوي هڅې پیل کړې.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د کم عمره نجونو د ودولو اوسنۍ کچې ته په کتو داسې ښکاري چې دا ستونزه تر راتلونکو ۳۰۰ کلونو هم نه ختمیږي.

خو د امریکا لومړۍ مېرمن اوباما بي بي سي سره خبرو کې ویلي: "دا مسله همدا سبا هم حل کېدونکی ده."

دغه درې ښځې مالاوي او سویلي افریقا ته د خپل سفر په ترڅ کې د بي بي سي سل ښځو ځانګړې خپرونې سره غږېدلي دي.

۲۶ کلنې لوسي چې په ډېرې سختۍ یې خپلې اوښکې درولې وویل: " زه بښنه غواړم، نه شم کولی خپل احساسات قابو کړم."

لوسي کم عمر کې د نجونو د ودولو له امله له زدکړو د هغوی د بې برخې کېدو په اړه خبرې کولې، چې په عمر کوچنۍ نجلۍ پوخ عمر سړي ته ودېږي او بیا له زدکړو بې برخې پاتې کېږي، ځکه خو به په خبرو کې احساساتي شوه.

پر میز د نړۍ درې با نفوذه ښځې، میشل اوباما، امل کلوني او ملینډا ګیټس خاموشه ناستې وې او د هغې کیسه یې اورېده.

د "ناوې نه، وړې ماشومې" په نوم د یوه نادولتي بنسټ د شمېرو له مخې، مالاوي هېواد په ختیځه او سویلي افریقا کې د کم عمر نجونو د ودولو تر ټولو لوړه سلنه کې ځای لري ، د رپوټونو له مخې دلته ۴۲ سلنه نجونې تر اتلس کلنۍ کم عمر کې واده کېږي.

د یوه رپوټ پر بنسټ مچینجې سیمه کې چې د لودزي نجونو ښوونځی پکې دی ۳۳ سلنه کم عمره نجونې ۱۸ کلنۍ ته له رسېدو مخکې میندواره کېږي او ښوونځی پرېږدي.

women

د عکس سرچینه، OBAMA FOUNDATION

لوسي هم ښايي د دغو نجونو په ډله کې وای. هغه ۱۴ کلنه وه چې پلار یې غوښتل واده یې کړي، خو لوسې مبارزه وکړه او وروسته بیا د خپل کلي لومړۍ نجلۍ شوه چې پوهنتون ته یې لار ومونده.

هغه اوس له پوهنتون فارغه ده او د "ناوې نه، ماشومه" په نامه بنسټ له بنسټګرانو ده. دا بنسټ د مالاوي زیانمنو نجونو ته چې منځنۍ زدکړې پکې وړیا نه دي د زدکړو بورسونه ورکوي. لوسي یو مهال د همداسې یوه بورس زدکوونکې وه چې اوس د ځان په څېر نورو نجونو سره په دې برخه کې مرسته کوي.

لوسي وویل چې مور یې د هغې په بریالیتوب ډېره خوشاله ده، که څه هم پلار یې پرې خوښ نه و. پلار یې اوس هم د هغې ملاتړی نه دی. لوسي چې کله کیسه کوله نو احساساتي شوه او ستونی یې راډک شو.

د امریکا پخوانۍ لومړۍ مېرمن میشل اوباما چې د لوسي کیڼ اړخ ته ناسته وه وویل: "آیا ته کولی شې خپل پلار ته زما یو پیغام واستوې؟ بل ځل دې چې ولید ورته ووایه چې میشل اوباما او بارک اوباما دواړه په تاسو ډېر ویاړي."

لوسي سترګې پورته کړې او په خندا شوه، د بشر حقونو یوه نړیواله وکیله کلوني چې د لوسي ښي خواته ناسته وه ویې ویل: " هغه ته ووایه چې ته اوس وکیله هم لرې."

تېر کال د کم عمره ماشومانو د ودولو پر وړاندې د مبارزې لپاره دې درېواړو ملګرتیا اعلان کړه، له هغې وروسته میشل، کلوني او ملینډا په ګډه دې برخه کې نا دولتي بنسټونو د کار د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره مالاوي او سویلي افریقا ته سفرونه وکړل.

دوی پلان لري چې، هغو نجونو او ښځو سره وګوري چې ژوند یې ډېر اغېزمن شوی دی.

د"نجونو لپاره د فرصتونو ائتلاف" په نامه د مېرمن اوباما د زدکړو بنسټ له دې وړاندې موندلې وه چې،‌ د نړۍ په کچه نجونې کم عمر کې د ودېدو او میندواره کېدو له امله له زدکړو بې برخې کېږي.

مېرمن کلوني هڅه کوله ځان په دې ډاډه کړي چې لیري پرتو سیمو کې نجونې له خپلو حقونو خبرې دي او د مېرمن فرنچ ګیتس ډېرې طرحې پر دې وې چې د میندوارۍ له امله کم عمره نجونو ته د بېلابېلو نورو ناروغیو په ګډون نور روغتیايي پاملرنې څنګه په ښه بڼه ترسره کېدای شي.

دا درې ښځې د ښځو حقونو دفاع او ملاتړ ته لېواله دي، د دوی تر منځ ګډ کار مناسب او دې برخه کې طبیعي چاره ده.

مېرمن کلوني د بشر حقونو نړیوالې وکیلي د بي‌ بي‌ سي سل ښځو ته ځانګړې شوې خپرونې ته ویلي: "دا زمونږ تر منځ ډېره طبیعي ملګرتیا او همکاري ده."

رپوټ: نړۍ کې ۶۵۰ میلیونه نجونې له ۱۸ کلونو په کم عمر کې واده شوي

women

د عکس سرچینه، OBAMA FOUNDATION

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق(یونسېف) د رپوټ له مخې، په نړۍ کې ۶۵۰ میلیونه نجونې له ۱۸ کلونو په کم عمر کې واده شوي او له ۱۲ میلیونه ډېرو نجونو د واده پر مهال قانوني عمر نه دی پوره کړی.

هر کاله د کم عمره نجونو ودولو برخه کې سویلي اسیا او تور پوستي افریقايي هېوادونه په نړۍ کې لویه سلنه کې ځای لري. خو دا مسله یوازې د سویلي هېوادونو لپاره نه ده ځانګړې، بلکې د امریکا په پنځو ایالتونو کې هم د واده لپاره چې د مور او پلار پکې خوښه وي عمر نه ټاکل کېږي.

ځینې هیوادونه لکه مالاوي پرمختللي قوانین لري چې د ۱۸ کلونو کم عمره نجونې ودول پکې ناقانونه دي،‌ خو دا قوانین ډېر کله له کلتوري ننګونو سره مخ دي.

تر اوسه په دغه برخه کې د قانون ماتوونکي او سرغړونکي ډېر لږ محاکمه شوي.

د آغلې کلوني په باور، د دې ستونزې د حل یوه لار د عامه پوهاوي لوړول دي.

بي بي سي مچنجي ولسوالۍ پوه یوه کلي کې په یوه لنډمهالې خیمه کې له جوړ شوي حقوقي کلینیک لیدنه وکړه. په هغه کې له زرو ډېر مراجعین وو چې ډېرې یې ښځې وې، ځينو میندواره تنکیو نجونو غوښتل پوه شي چې له زیږون وروسته باید څه وکړي چې ښوونځیو کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.

women

د عکس سرچینه، NEIL RASMUS

مېرمن اوباما د بي بي سي سلو ښځو خپرونې ته وویل: "زه خپل ځان د هغو نجونو په ډله کې وینم چې مونږ ورته مبارزه کوو، زه په دغو نجونو کې خپلې لوڼې وینم."

له دې ټولو سره دا اندېښنه پخپل ځای ده چې په کم عمر کې د نجونو ودول به په لنډ وخت کې ونه درول شي.

یونسیف یا د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې د روان کال لومړیو کې په خپل یوه رپوټ‌ کې ویلي و، د کم عمره نجونو ودول د ټولو ودونو ۱۹ سلنه جوړوي، چې یوه لسیزه مخکې دا شمېر ۲۳ سلنه و. دا رپوټ همدا راز زیاتوي چې د دې دود بشپړ ختمول به ۳۰۰ کلونه وخت ونیسي.

اغلې اوباما وویل: "دا یوه بېړنۍ موضوع ده. مونږ یې له دې امله له پامه نه شو غورځولی چې ګڼي د بې وزلۍ، جګړې او اقلیمي بدلون په څېر نورو مسلو کې به پرمختګ وکړو. دا هغه ستونزه ده چې پنځوس سلنه خلک اغېزمنوي."

نوموړې زیاته کړې :"دا هغه مسله ده چې همدا سبا هم حل کېدی شي. که د نړۍ مشران سره راټول شي او دې کار ته لومړیتوب ورکړي د حل لپاره به ۳۰۰ کلونه وخت و نه نیسي، دا به د یو نسل څخه په کم وخت کې حل شي."

women