په هند کې پر اسرائيلۍ سيلانۍ ډله‌ييز جنسي تېری: سلګونه بهرني سيلانیان ترې روان دي

هند

د عکس سرچینه، PTI

د عکس تشریح، پېښه هغه وخت رامنځ‌ته شوه چې سېلانیانو د سيند کانال تر څنګ چکر واهه
    • Author, عمران قریشي
    • دنده, بي‌بي‌سي هندي،‌ بېنګلورو

د هند په جنوب کې د یونیسکو له لوري د تاریخي میراث په توګه پېژندل شوي سيلځي نه په تېرو څو ورځو کې سلګونه بهرني سيلانیان وتلي دي. هلته پر یوې اسرائيلۍ سيلانۍ او هغې ته په کرایه د ورکړي کور څښتنې باندې ډله‌ييز جنسي تېری شوی او یو سړی هم وژل شوی دی.

ځايي پولیسو ویلي چې دغه کسان تېره پنجشنبه (مارچ ۶مه) له دوو نورو سيلانیانو سره د کرناټکا ایالت هامپي سيمې ته نږدې په چکر روان وو چې درو کسانو د پیسو پر سر تر جنجال وروسته برید پرې وکړ.

په پېښه کې ټول ښکېل شکمن کسان نیول شوي‌ دي.

دا پېښه په چټکۍ سره د نړیوالو خبرونو سرټکی وګرځېده چې د سيلانیانو تر منځ یې وېره خپره کړې او هند یې هيښ کړی دی.‌

هامپي ته ولې سيلانیان ورځي؟

هامپي سيمه یو وخت د هندوانو د 'ویجیانګارا' واکمنۍ پلازمېنه وه او د 'تونګابدرا' سيند پر غاړه یو سرلوڅی موزیم لري چې د لرغونې زمانې کنډوالې پکې ولاړې دي.

په ۱۹۸۶ کې د ملګرو ملتونو یونیسکو سازمان دا ځای د نړۍ د تاریخي میراث په توګه اعلان کړ.

د تېرې پنجشنبې ورځې پېښه د هامپي له اصلي کنډوالو شاوخوا ۲۸ کیلومتره لرې په ساناپور کلي کې شوې ده.

د رام اراسیدي په نوم د پولیسو یو ځايي افسر وايي چې دا کلی د هامپي سیند پورې غاړې ته پروت او یوه "ډېره جلا او څنګ ته سیمه ده." ډېری هغه سېلانیان چې په ځانګړي ډول له اسرائيلو او اروپا هامپي ته سفر کوي نو په ساناپور کې پاتې کېږي چې د لوړو کنډوالو تر څنګ د هندوانو یو مشهور مندر هم پکې دی.‌

د کارناټکا د سيلانیانو د لارښود ادارې مشر ویروپاکاش وايي چې، "هر کال په ټولییز ډول نږدې ۱۰۰ زره بهرني سېلانیان د دې سیمې کتو ته په چکر ورځي."

خو اوس تر دې پېښې وروسته ګڼو سيلانیانو دغه ځای ته خپل سفر لغو کړی او وار د مخه تللي کسان هلته له لا ډېر پاتې کېدو تېر شوي دي.

هامپي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، هامپي په ۱۹۸۶ کې د ملګرو ملتونو یونیسکو سازمان د نړۍ د تاریخي میراث په توګه اعلان کړ چې د هندوانو د یوه مندر تر څنګ لرغونې کنډوالې پکې ولاړې دي.

د سيلانیانو یو لارښود سید اسماعیل بي‌بي‌سي هندي ته ویلي، "کم زیات ۹۰ سلنه سيلانیان چې ډېری یې اسرائيلیان دي، د پنجشنبې ورځې له پېښې وروسته له خپلو مېشت‌ځایونو وتلي او سیمه یې پريښې ده."

دی زیاتوي، ځینې هغه کسان چې لا هم په سیمه کې پاتې دي، هغوی ته مشوره ورکړل شوې چې یوازې نه بلکې په ډله کې وګرځي او لرې پرتو سیمو ته له تګه دې ډډه وکړي.

د تالي زیلبر په نوم یوه ۲۱ کلن اسرائیلي سيلاني اینډين اېکسپرېس ورځپاڼې ته ویلي، "دې پېښې سخت وېرولي یو او خپل امنیت ته اندېښمن یو. زموږ پلان و چې د هندوانو هولي جشن پورې دلته پاتې شو خو اوس مو له مجبورۍ پلان بدل کړی او راجستان ته روان یو."

ښاغلي زیلبر تېره یکشنبې هغه مېلمستون پرېښود چې ده له پنځو نورو ملګرو سره کرایه کړی و.

د یاد ایالت وزیر شیوراج ټنګاډاګي هم خلکو ته په دې سیمه کې د شپې ناوخته سفر نه کولو سپارښتنه کړې ده.

پېښه څه ډول رامنځ‌ته شوه؟

د پېښې یوه قرباني ویلي چې دوی د هندوانو د یوه مندر تر څنګ روان وو چې درې موټرسایکل سپاره ورغلل او ویې پوښتل چې پېټرول به چیرې پیدا کړي.

دوی لار ورښودلې خو موټرسایکل سپرو سل هندي روپۍ ترې غوښتې دي.

دوی هغوی ته د پیسو له ورکولو انکار کړی خو له ډلې یې یوه سيلاني شلګون ورکړی چې ورپسې موټرسایکل سپرو جنجال ورسره پیل کړی دی.

ښاغلی اراسیدي وايي چې بریدکوونکو لومړی د هغې ډلې درې نارینه سيلانیان د سیند او کانال خوا ته راکښلي دي او ورپسې یې په ګډه پر ښځو جنسي تېری کړی دی.‌

‌له درو نارینه سېلانیانو یې دوه په لامبو له سینده پورې وتلي دي خو یو ډوب او مړ شوی دی.‌

پولیسو ویلي چې د ژوندیو وتلو سيلانیانو اعتراف ته په کتو یې د تېريګرو پر ضد د وژنې د هڅې، شوکې او جنسي تېري قضیه ثبت کړې ده.

د تېريګرو له ډلې یې دوه د تېرې شنبې پر ورځ نیول شوي او درېیم هغه یې په ګاونډي ایالت تامېل ناډو کې د یکشنبې پر ورځ تر لاس ته ورغلی او کرناټکا ته یې بېولی دی.‌

په یوه کال کې د جنسي تېري ۳۲ زره پېښې

هند

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ۲۰۲۴ کال په اګست کې ټول هند کې لوی شمېر ډاکټرانو پر یوې ډاکټرې د جنسي تیري او وژنې له کبله ملي کاري اعتصاب وکړ او ګڼ احتجاجونه وشول.

په هند کې پر سختو قوانینو سربېره بیا هم د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جنايي پېښې کېږي.

په ۲۰۱۲ کې په پلازمېنه نوي ډيلي کې د طب پر یوې زدکوونکې د ډله‌ييز جنسي تېري او بیا د هغې د وژلو پېښې په نړیواله کچه د خلکو پام دغه هېواد کې له ښځو سره روان وضعیت ته ورواړاوه چې وروسته یې پراخ احتجاجونه وپارول.‌

هغې پېښې په ۲۰۱۳ کې د جنسي تېري اړوند قوانینو لا سختېدو ته لار هواره کړه.‌ خو اوس هم هر کال د داسې زرګونه پېښو رپوټونه ورکول کېږي.

د جرایمو د ثبت ملي ادارې د معلوماتو له مخې، په ۲۰۲۲ کال کې په هند کې د جنسي تېري نږدې ۳۲ زره پېښې ثبت شوې دي.

خو کارپوهان وايي چې د جنسي تېري ډېرې پېښې په هندي ټولنه کې د شته ټولنیزو ستونزو، د پولیسو ناغېړۍ او پر عدلي نظام د خلکو د بې باورۍ له کبله پټې پاتې کېږي او څوک یې اړوند ادارو ته خبر نه ورکوي.

په ۲۰۲۳ کې هم د هند په یوه بل ایالت جارکنډ کې پر یوې برازیلۍ-اسپانوۍ سيلانۍ د ادعا شوي ډله‌ييز جنسي تېري د خلکو غوسه را پارولې وه. د هغې پېښې قربانۍ ښځې له خپل مېړه سره په ګډه پر انسټاګرام خپله تجربه شریکه کړې وه خو وروسته یې خپل پوسټونه لرې کړل.‌