'افغانستان کې د تاوتریخوالي له کبله بې ځایه کېدل کم شوي، خو د طبیعې پېښو له کبله د بې ځایه شویو کچه خورا زیاته شوې'

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

په هېواد کې دننه د بې ځایه کېدنو نړیوال مرکز وايي، په افغانستان کې د جګړې له امله د بې‌ځایه کېدنو له کمېدو سره اوس هلته د طبيعي ناورینونو له امله بې‌مېنې کېدل ډېر شوي او یوازې په تېر کال کې له یوه مېلیون زیات کسان بې‌مېنې شوي.

ملګري ملتونه وايي، په تېر یوه کال کې له ګاونډیو هېوادونو هم شاوخوا یو ميلیون وګړي ورستانه شوي چې هلته شته بشري ناورین يې لا پراخ کړی.

ملګرو ملتونو تازه خبرداری ورکړی چې د وچکالۍ او سېلابونو دوام او هلته د خدماتو محدودیت حالت لا ترینګلی کړی او له بېړنۍ نړیوالې مرستې پرته دا ناورین جدي پړاو ته ننوځي.

افغانستان د تېرو جګړو او تاوتریخوالي له امله لا هم په نړیواله کچه د لوړ شمېر یا څه باندې څلورو ميلیونو بې‌ځایه شویو کور دی چې دا بې‌ځایه شوي له ډول ډول کړاوونو سره مخ دي.

د طبيعي پېښو له امله ریکارډ کچه بې‌مېنې کېدل

له ۲۰۱۰ کال راهیسې چې د بې‌ځایه کېدنو نړیوال مرکز د افغانستان اړوند شمېرې ثبتوي د تېر ۲۰۲۴ کال شمېرې یې د طبيعي ناورینونو له امله د بې‌ځایه کېدنو ریکارډ کچه لوړوالی ښيي.

په دغو ناورینونو کې ډېری یې د سېلابونو له امله وو چې د اپرېل او اګست میاشتو تر منځ یعني پسرلي او اوړي کې يې د افغانستان درېیمه برخه ولایتونه سخت وځپل. بدخشان، بغلان او تخار تر ټولو ډېرو اغېزمنو شوو کې وو.

په ځینو ځایونو کې سړکونه او لویې لارې ونړېدې او روغتيايي او نورو خدماتو ته يې د دغو بې ځایه شوو لاسرسی سخت کړ.

دغه راز د زرګونو بې ځایه شوو کورنیو کروندې اغېزمنې شوې او له لس زرو هکتارو ډېره ځمکه یې وېجاړه شوه.

د طالبانو حکومت کې طبيعي پېښو ته د چمتووالي اداره که څه هم د کورنیو بې‌ځایه شوو اړوند معلومات او شمېرې نه لري خو وايي، نړیوالو مرستو ته جدي اړتیا لري.

له جګړو د بې‌ځایه کېدنو ریکارډ کچه ټيټوالی

د کورنیو بې‌ځایه کېدنو نړیوال مرکز د تېر ۲۰۲۴ کال رپوټ چې د سږ ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې خپور شو وايي، د جګړې او تاوتریخوالي له امله د بې‌ځایه کېدنو شمېر د دغو بې‌ځایه کېدنو له ثبت راهیسې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی.

د دغه مرکز د رپوټ له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې ډېورنډ کرښې ته څېرمه د طالبانو د حکومت د ځواکونو او پاکستان تر منځ د نښتو له امله ګڼې کورنۍ بې‌ځایه شوې چې د ټولو بې‌ځایه شوو شمېر ۳۲۰۰ ته رسېږي او ډېری یې په خوست ولایت کې وو.

په دغه رپوټ کې همداراز راغلي، چې له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د جګړې او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه کېدنو کې لوی کمی راغلی او په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۲ کلونو کې له څلور نیم مېلیونو ډېر افغانان خپلو مېنو ته هم ستانه شول.

پراخېدونکی ناورین

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د تېر ۲۰۲۴ کال تر پایه په افغانستان کې ټول ۱۳۰۰ زره وګړي بې‌کوره وو. پر دغو بې‌ځایه کېدنو له پاکستان او ایرانه سږ کال د یو مېلیون نورو ور زیاتېدل د بیا راستنېدونکو فشار هم له پاسه شو.

ملګرو ملتونو تازه ویلي، افغانستان له یو مخ پر زیاتېدونکي بشري ناورین سره مخ دی، ځکه سږ کال تر یو میلیون ډېر افغانان داسې هېواد ته ستانه شوي چې لا دمخه د اقلیمي اغېزو او محدودو بنسټیزو خدماتو له امله تر فشار لاندې دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستیال ځانګړي استازي او بشري همغږي کوونکي ایندیریکا رتواتي ویلي، اوسنۍ بشري مرستې یوازې د اړمنو کسانو یوه کوچنۍ برخه پوښي.

هغه افغانستان د نړۍ یو خورا پیچلی بشري چاپیریال بللی چې نازک، له جګړې وروسته وضعیت يې د اقلیم بدلون او ډله‌یيزې بېځایه کېدنې له لسیزو سخت حالت سره مخ کړی.

اوس، له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو بهیر شته سرچینې او امکانات له حده زیات بوخت کړي. ملګرو ملتونو په یوه بیان کې ویلي، ډېری راستنېدونکي له کومو شتمنیو، خدماتو ته محدود لاسرسي، او د دندې له فرصتونو پرته رارسیږي، چې د نورې بې ثباتۍ خطر زیاتوي.

تر اوو میلیونو ډېر افغانان لا هم په بهر کې ژوند کوي، چې په ډېری په پاکستان او ایران کې دي.

سږ کال تر اوسه ۲۸۲,۰۰۰ څخه ډېر افغانان له پاکستان څخه راستانه شوي دي – ۲۲سلنه یې ښځې او ۵۷ سلنه یې ماشومان دي، چې ډېری یې د لومړي ځل لپاره خپل پلرني وطن ته سفر کوي. ۱۷سلنه راستنېدونکې کورنۍ له پاکستان څخه د ښځو لخوا اداره کېږي.

کلي په ډاګونو بدلېږي

ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې له څلوېښت سلنو ډېرې وچې اوس په ډاګونو اوښتې چې له درې مېلیاردو ډېر وګړي يې زیانمن کړي او د اقلیم د بدلون اغېزې لا بدترېږي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې که دا بهیر دوام وکړي د حالت بدلون ته باید تر ۲۰۳۰ کاله له یو نیم میلیارد هکتاره ډېره ځمکه بېرته ښېرازه شي.

افغانستان له هغو هېوادونو دی چې ډېره کچه ځمکه پکې په ډاګونو اوښتې.

په دې وروستیو کې هلته پرله‌پسې سېلابونو او وچکالیو ګڼ کلي په بشپړه له ژوند او استوګنې تش کړي او د ځمکې لاندې اوبه هم پکې ښکته تللې.

د بي بي سي یما بارز هلمند ته په یوه سفر کې دغسې یوې سیمې ته ورغلی چې رپوټ یې دلته لوستلی شئ.

په نړیوال کچ يې هم بې‌مېنې کېدل په لوړېدو دي

افغانستان

د عکس سرچینه، Getty Images

د بې‌ځایه کېدنو د نړیوال مرکز شمېرې ښيي چې په تېر ۲۰۲۴ کال کې په ټوله نړۍ کې نږدې ۸۳نیم مېلیونه وګړي بې‌مېنې وو.

د دغه مرکز د ۲۰۲۵ کال ریپوټ یې لاملونه جګړه، بې‌‌وزلي او د اقلیم بدلون یو ځای شوي اغېزونه بولي.

په نړیواله کچه د کورنیو بې‌‌ځایه کېدنو تقریبا نوي سلنه یا ۷۳نیم مېلیونه وګړي د جګړو او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه شوي چې په تېرو شپږو کلونو کې اتیا سلنه ډېروالی ښيي.

د کورنیو بې‌ځایه کېدنو مرکز د ۲۰۲۵ کال ریپوټ یې لاملونه جګړه، بې‌‌وزلي او د اقلیم بدلون یو ځای شوي اغېزونه بولي. په نړیواله کچه د کورنیو بې‌‌ځایه کېدنو تقریبا نوي سلنه یا ۷۳نیم مېلیونه وګړي د جګړو او تاوتریخوالي له امله بې‌ځایه شوي چې په تېرو شپږو کلونو کې اتیا سلنه ډېروالی ښيي.

دغه مرکز وايي، چېرې چې جګړه، بې‌وزلي او د اقليمي بدلون اغېزې سره یو ځای شوې هلته په کور دننه بې‌ځایه کېدنې پراخې شوې او دغه زیانمنونکي یې سخت ځپلي.

دغه مرکز ویلي چې د کورنیو بې‌مېنې کېدو پراخوالی نه یوازې بشري ناورین دی بلکه داسې جدي سیاسي ننګونه ده چې تر پخوا ډېر کلک پام غواړي.

په ۱۱۷ هېوادونو او سیمو کې د ننه د بې‌ځایه کېدنو شمېرې په تېرو لسو کلونو کې په دوامدار ډول ډېرې شوې او د تېر ۲۰۲۴ کال تر پایه څه باندې دري-اتیا مېلیونو ته رسېدلې.

د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، لبنان، فلسطين، سوډان او اوکرایین په څېر هېوادونو کې د جګړو ډېرېدل یې د شمېر د لوړېدو لوی لاملونه بلل شوي دي.

په سودان کې له یوولس-نیم میلیونو ډېر خلک بېځایه شوي چې دا پر نړیوال کچ په یوه هېواد کې د کورنیو بې‌ځایه کېدنو تر ټولو لوړ شمېر دی.

دغو جګړو په مخکې کلونو کې وار له مخه د افغانستان، کولمبیا، سوریې او یمن په څېر هېوادونو کې د بې‌ځایه کېدنو شمېر لوړ کړی و.

په سوریه او کولمبیا کې له اوو-اوو میلیونو ډېر، په کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې څه باندې شپږ میلیونه، په یمن کې نژدې پینځه میلیونه او پاتې څه باندې شپږ-دېرش مېلیونه خلک په نورو هېوادونو کې د جګړو له امله بې‌مېنې شوي دي.

د طبيعي ناورینونو له امله تر ټولو لوړ شمېر یعني ۱.۳ مېلیونه په افغانستان، ۱.۲ مېلیونه په چاد، یو میلیون په فیليپین او پاتې کابو شپږ مېلیونه په نوره نړۍ کې بې‌ځایه شوي دي.

کورنۍ بې‌ځایه کېدنې د ګڼو لپاره ډېرې سختې هم وې لکه په غزه کې چې خلک د کال په اوږدو کې څو ځله له خپلو مېنو بې‌ځایه شول.

د کورنیو بې‌ځایه کېدنو د نړیوال ریپوټ له مخې، دغه ستر ناورین ته چمتووالی او په اړه یې کوټلي ګامونه هم لا کمېدونکي دي چې بې‌مېنې وګړي يې درنه بیه پرې کوي. د دغه مرکز مشرې الېکساندرا بېلاک پر نړۍ غږ کړی چې د بې‌ځایه کېدنو د مخنيوي او د اغېزمنو شویو خلکو د لاسنیوي لپاره بې ځنډه اغېزناک ګامونه واخلي.