ډاکټر تېتسو ناکامورا؛ د افغانانو خواخوږی خدمتګار

ناکامورا

د عکس سرچینه، AFP

    • Author, ډاکټر فضل هادي وردګ
    • دنده, لندن

په تېرو شلو کالو کې په ننګرهار کې د ډاکټر تېتسو ناکامورا په هڅو د اوبو لګولو پروژې او له کونړ سېنده د مرواريد کانال په نامه د ګمبيري دښتې ته د اوبو رسولو له کاره ډېری خلک خبر دي خو د تېرې پېړۍ په وروستيو دوو لسيزو کې د نورو ناروغيو تر څنګ د جذام د ناروغانو په موندلو، درملنې او بېرته د ټولنې برخه جوړېدو او بسياينې په لړ کې د هغه هڅې چا ته دومره نه دي جوتې.

د ناکامورا ژوند

ډاکټر ناکامورا په ۱۹۴۶ کال د جاپان په فکوکا ښار کې وزېږېده، په ۱۹۷۳ کال د طب پوهنتون تر بشپړولو وروسته يې هلته د نيورالوجي په برخه کې نورې زدکړې او بېلابېلو روغتونونو کې کار وکړ. ده په ۱۹۸۴ کال د بريتانيا د لېورپول سکول آف ټراپيکل ميډيسن نه د انتاني ناروغيو او پاکۍ په برخه کې ډيپلومه هم وکړه.

ډاکټر ناکامورا چې لا يې هم په يوه جاپاني روغتون کې کار کاوه، اول وار سيمې ته په ۱۹۷۸ کال د غره ختونکيو ډلې د ډاکټر په توګه چې د پښتونخوا په شمالي سيمو کې د هندوکش د غرونو د لړۍ په ننداره پسې راوتي وو ملګری شو.

پښتونخوا ته د ناکامورا راتګ

د سيمې خلکو به چې د غره ختونکيو په ډله کې د يوه ډاکتر د شتون اوازه واورېده نو له ده به يې د طبي مرستو او مشورو غوښتنه کوله. دی هلته د خلکو بد حالت او د روغتيايي اسانتياوو نشتوالي ډېر اغېزمن کړ خو له دوی سره يې د مرستې وس نه درلود. څو کاله وروسته يې چې د پېښور په مشن روغتون کې د يوه ډاکټر د اړتيا په اړه واورېدل نو پرېکړه يې وکړه چې د هغو بېوزله خلکو خدمت ته راشي.

ناکامورا په ۱۹۸۴ کال له خپلې مېرمنې او ماشوم سره پېښور ته راغی او په ډېرو کمو وسايلو او امکاناتو يې د ډبګرۍ په مشن هسپتال کې د جذام د ناروغانو درملنه پيل کړه. هغه مهال په لکونو افغانان چې د کډوالو په توګه په کمپونو کې پراته وو مرستو ته ډېره اړتيا درلوده.

ده په ۱۹۸۶ کال د افغان کډوالو په کمپونو او سختو سيمو کې د ناروغانو درملنې او په ځانګړي ډول د جذام د ناروغانو تداوۍ چې هغه مهال نسبتاً عامه وه ډېره پاملرنه وکړه او ګڼ ناروغان يې تشخيص او تداوي کړل. په ۱۹۹۱ کال يې د ننګرهار په دره نور کې لومړنی کلينيک جوړ کړ.

کله يې چې په مشن روغتون کې ده ته ستونزې او خنډونه جوړ کړل، نو هغه ځای يې پرېښود او د پېښور په يونيورسټي ټاون کې يې يوه ودانۍ په کرايه ونيوه.

ده غوښتل چې خپل يو روغتون، مرکز او دفتر ولري، په پام کې وه چې دغسې يو روغتون په کابل کې جوړ کړې خو له بده بخته چې د ډاکټر نجيب حکومت له پرځېدو وروسته په کابل کې د تنظيمونو او جنګسالارانو تر منځ خونړي جنګونه پیل شول او د نويو ودانيو جوړول خو څه کوې چې روغ کابل هم پر کنډواله بدل شو.

ډاکتر ناکامورا مجبور شو دغسې يو روغتون په پېښور کې جوړ کړي، له سپينې وړۍ سره نژدې پاوکه کې يې د روغتون لپاره يوه ټوټه ځمکه له ځايي خلکو په بيه واخيسته او په دې ډول يې په ۱۹۹۸ کال د اويا بسترو يوه ښایسته درې پوړيزه ودانۍ بشپړه کړه چې والي يا ګورنر يې پرانيسته وکړه.

د لېپروسۍ يا جذام پر وړاندې د ناکامورا مبارزه

ناکامورا او اشرف غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، پخواني افغان ولسمشر محمد اشرف غني ناکامورا ته د هغه د فعالیتونو له کبله د افغانستان افتخاري تابعیت ورکړی و

دې روغتون لس دوولس کاله افغان کډوالو او د شاو خوا کليو بېوزله خلکو ته وړيا خدمتونه وړاندې کړل. هلته د اېکسرې، لېبارټرۍ، الټراسونډ او اېنډوسکوپي په ګډون ګڼ سهولتونه موجود وو.

پر دې سربېره يې د جذام يا لېپروسي ناروغانو ته يوه برخه ځانګړې کړې وه او د دې سپېشل يونټ مشري د ډاکټر سيد محمد پر غاړه وه چې په دې برخه کې يې د کراچۍ په ميري اېډيلډ کې ځانګړې زدکړې کړې وې.

ډاکټر سيد محمد او ناکامورا به په عمليات خونه کې په ساعتونو د دغسې ناروغانو د زخمونو په توږلو، ګنډلو او اړتيا په صورت کې پرې کولو بوخت وو. په داسې حال کې چې د ډاکټرانو په شمول ګڼو طبي کارکوونکيو د جذام له ناروغانو سره له تماس نه ډډه کوله.

يو وخت مهالوېش داسې جوړ شو چې د روغتون هر ډاکټر به په نوبت سره يوه مياشت له ډاکټر سيد محمد سره د دغه ډول ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي. د يوې ځايي ډاکټرې چې دا نوبت راورسېد نو په همغه ورځ يې کار پرېښود او په سرو سترګو له کاره کور ته ستنه شوه.

ډاکټر ناکامورا د سيمې د خلکو د دود، دستور او کلتور په هکله پوره مطالعه درلوده، او دا به يې هر وخت ويل چې کله هم د چا پر دودونو او کلچر انتقاد مه کوئ او د هغوی د انګېرنو درناوی په کار دی. يوه ورځ يې ويل چې تر بيمارستان، شفاخانه ښايسته نوم دی. په ننګرهار کې د اوبو کانال ته د مرواريد نوم هم ده خوښ کړی و.

د ناکامورا مشري، کارکوونکو او ناروغانو سره چلن

په روغتون کې بستر ناروغانو او د جاپانيانو په شمول ټولو کارکوونکيو له يوه دېګه ډوډی خوړه، داسې چې اول به يې ناروغانو ته ووېشله او بيا به سټاف خوړله.

د افغانانو په چم د ناکامورا دفتر ته له پايزار سره ننوتل منع وو او پر دړه يې ليکلي وو چې (لطفاً بوټونه مو وباسئ)، يو ځل چې په اسلام آباد کې د جاپان سفير يې ليدو ته راته نو دا خبره له ده سره شريکه شوه چې ګني سفير به هم بوټونه وباسي؟ ده وویل چې رول او قانون بايد د ټولو لپاره يو شی وي.

ناکامورا به له ناروغانو سره پښتو خبرې کولې او ترجمان يا ژباړن ته يې چندان اړتيا نه درلوده. کله به چې په تعليمي دوره راغلي خيبر مېډيکل کالج د کميونيټي مېډيسن محصلينو ته د لېپروسي په هکله په انګرېزۍ لېکچر ورکاوه نو په منځ کې به يې د ناروغ او ډاکټر مکالمه په پښتو ويله، ده به ويل چې د جذام د تشخيص لپاره خاصو ټسټونو ته اړتيا نشته.

که ناروغ پر پوستکي يا څرمن له داغ سره حاضر شي چې ويې پوښتې دا کله نه دی، وايي به ډېرې مودې نه دی. درد کوي؟ نه، خارښت کوي؟ نه، نو که د کاغذ يوه وړه ټوټه راواخلې، هغه ځای پرې وسولوې او ويې پوښتې چې پوهېږې؟ هغه به وايي نه پوهېږم. نو پوه شه چې دا جذام يا لېپروسي ده.

ده نه يوازې د دارو درملو په واسطه د دغسې ناروغانو تداوي کوله، بلکې بېرته يې په ټولنه کې د هغوی د ورګډېدو او کار زمينه هم برابروله. څو کسه له دې ناروغۍ اغېزمن کسان يې پخپل روغتون کې په مختلفو دندو لګولي وو. د لېپروسي جراثيم د پښو او لاسونو عصبي رګونه بې حسه کوي او بنده بيا په درد نه پوهېږي چې په نتيجه کې يې څپلۍ او بوټونه په پښو کې زخمونه جوړوي.

دا زخمونه اکثر انفکشن يا التهاب اخلي چې بيا هډوکي ته رسېږي. پخپل روغتون کې يې دوه کسه موچيان برتي کړي يا په کار ګومارلي وو چې د دې ډول ناروغانو لپاره به يې ځانګړې څپلۍ يا پایزارونه جوړول چې بيا به يې وړيا هغوی ته ورکول.

يو څه چې د روغتون عملې یا سټاف ترې سر ټکاوه هغه د کار او حاضرۍ په هکله سخته پاليسي وه. په اول کې خو لکه د افغانستان په دفترونو کې چې رواج دی، د حاضرۍ په کتاب کې لاسليک کېده خو لکه چې چا په دې لړ کې دوکه کړې وي، نو بيا يې د حاضرۍ کتاب ايسته کړ او نور به هر سهار د کار تر پيل مخکې او مازيګر د کار تر پای ورورسته د ټلۍ يا زنګ له غږ سره سم ټول کلينيکل او نان کلينيکل سټاف څنګ تر څنګ په کتارونو کې د روغتون په چمن کې راټولېده او منېجر به يې لکه د مکتب د زد کوونکيو حاضري اخيسته.

بل دا چې که به ناروغ ته د وينې ضرورت و نو اول بايد د ډاکټر په ګډون د روغتون سټاف وينه ورکړې وای.

"هلته به خدمتونه رسوو چې مرستو ته اړتيا وي"

ناکامورا

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د مرکزي روغتون تر څنګ يې واخان ته نژدې د چترال په يارخون لشت، د نورستان په وامه، د کونړ په پېچ دره او ننګرهار دره نور کې د کلينيکونو لپاره ودانۍ جوړې کړې، چې کلونه يې د سيمې خلکو ته طبي خدمتونه وړاندې کړل. کال دوه يې له سوات نه پورې کوهستان او کابل ښار درې کلېنيکونه هم د درملو، مالي او لوجېسټيکي پلوه سپورټ او وچلول.

د ده شعار و چې:

موږ پتېيلې هغو ځايونو ته به نه ځو چېرته چې هر څوک غواړي ولاړ شي، بلکې هغو ځايونو ته به خپل خدمتونه رسوو چې مرستو ته په کې ډېره اړتيا وي او بل څوک هلته د تلو زړه نه ښه کوي.

ډاکټر ناکامورا په ۲۰۰۳ کال د رامون مګسېسې جايزه چې د آسيا نوبل جايزه بلل کېږي تر لاسه کړه. د ډاکټرۍ تر څنګ دی يو ليکوال هم و، د شلو په شاو خوا کې کتابونه يې چاپ شوي او په اخبارونو کې يې مقالې هم خپرې شوې دي.

(په افغان وطن کې) د ډاکټر ناکامورا په لاس ليکلي د هغو رېپوټونو لړۍ ده چې د ۲۰۰۹ کال د می له ۲۵مې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر تر دويمې نېټې د جاپان د فکوکا ښار په ځايي ورځپاڼه کې خپاره شوي چې بيا انګريزۍ ته هم ژباړل شوي دي.

ادبياتو او طبیعت سره د ناکامورا مينه

د ناکامورا جنازه

د عکس سرچینه، AFP

ناکامورا پخپله وروستۍ ليکنه کې چې د ۲۰۱۹ کال د سپټمبر پر دويمه نېټه خپره شوې او عنوان يې دی (له ګلونو او شاعرۍ سره مينه)، يو ځای داسې ليکي:

"افغانان له ګلونو او شاعرۍ سره مينه لري، خلک د هېواد له ګوټ ګوټه په مېموريل پارک کې د ګلونو سيل ته راځي. ګلاب، ياسمين، انار او نور ډېر دا ډول ګلونه ماهرينو يا متخصصينو نه دي خوښ کړي او نه يې اېښي دي بلکې د پي اېم اس سټاف او کارکوونکيو هر يوه يو بوټی راوړی دی. د پارک شاوخوا د نارنجو دېرش زره ونې دي. د پسرلي په سر کې د نارنج د سپينو غوټيو وږم او خوشبويي درسته سيمه په سر اخلي.

په افغانستان کې د دوديزې شاعرۍ بنډارونه عامه خبره ده چې شاعران راټوليږي او په ترنم کې د موسمي ګلونو په ستاينه کې نغمې غږوي. په دې لړ کې په سوېل کې د کندهار انار او ختيځ کې د جلال اباد نارنج خورا مشهور دي. له پخوا زمانو د ژوند په هر ډګر کې له بزګرانو نيولې تر شتمنو پورې شاعران موندل کېږي. له طبقاتي او قومي توپيرونو پرته دوی يو ځای سره را ټولېږي. دلته شاعري تر ډېره تقريري بڼه لري، مشهور شاعران دي چې ليک او لوست نه شي کولای. ان چې د بېسواده يا نالوستيو مزدورانو په منځ کې هم که دوه درې کسه سره يو ځای شي نو دا به د حيرانتيا خبره نه وي چې دوی به پخپل منځ کې له نغمو، ټپو او بدلو خوند اخلي.

د ۲۰۰۰ کال ځپونکې وچکالۍ د افغانستان په ختيځ کې د نارنجو او مالټو ونو ته هم ډېر زيان واړاوه، چې ورسره د نارنج ګل د دوديزې کلنۍ مشاعرې برخليک هم دغسې شو. خو اوس چې څوک د ګمبيري په مېموريل پارک کې د نارنجو خوش بويه هوا راکاږي نو د دغې تاريخي دستورې د بيا غوړېدو خوبونه يې هم رښتيا کېږي.

د پي اېم اس د زرغون ډاګ پروژه نه يوازې د زراعتي توليد او پيداوار زمينه برابروي بلکې دوديز او تاريخي کلتور هم تقويه کوي. کله چې د زدکړو پر ارزښت ټينګار کوو، موږ هغه بډايه کلتور چې په سيمه کې ژورې رېښې لري له پامه غورځوو. لکه څنګه چې د سواد او نومليکنې له کچې د کلتور اندازه نه شي لګېدی، دغسې مالي يا مادي بېوزلي يا غربت د روحاني بېوزلۍ معنا نه لري. زه که نور څه نه شم کولای خو دومره باور لرم چې يو وياړ او جرات دا غږ بدرګه کوي چې: اوس موږ ژوند کولای شو!".

له بده بخته چې د افغانانو دغه خواخوږی او خدمتګار پخپله هم چا ژوند ته پرېنښود او د سولې، آبادۍ او انسانيت دښمنانو له خوا د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر پر څلورمه په جلال آباد کې ووژل شو.