چترال کې پر پوځي پوستو برید: ځايي‌ خلک څه وايي؟

د پاکستان او افغانستان ترمنځ ډېورنډ کرښې ته څېرمه کیلاش سیمه کې پر پاکستاني طالبانو د پاکستاني پوځ له عملیاتو وروسته لا هم د ډزو غږونه اوریدل کېږي، خو چارواکي ادعا کوي، چې حالات یې کابو کړي او هیڅ ګواښ نه شته.

بي بي سي ته رسېدلي معلوماتو ښيي، چې د چترال په کیلاش دره او نژدې سیمو کې یې له ۵۰۰۰ نه زیات امنیتي کسان ځای په ځای شوي او له ۲۵ نه ډېرې امنیتي پوستې جوړې شوي دي.

سربېره په کیلاش ټول چترال کې امنیتي خبرداری خپور شوی.

ځاي چارواکي محمد علي بي بي سي ته وویل: "تېره ورځ (جمعه) هم د پاکستان او افغانستان ترمنځ د کرښې په اوږدو کې ډزې وشوې، خو حالات زموږ په کنټرول کې دي."

پاکستاني چارواکي د ټولنېزو رسنیو هغه رپوټونه ردوي، چې وايي، طالبانو د پاکستان امنیتي سرتېري نیولي دي.

د یادونې ده، چې د سپټمبر په شپږمه نېټه د پاکستان پوځ اعلان وکړ، چې چترال کې له ډیورنډ کرښې سره څېرمه سختدریځو وسله والو دوه ځایه پر امنیتي کسانو برید کړی و چې له کبله یې څلور پوځيان او دولس وسله وال وژل شوي دي.

دا دوه ځایونو چې پاکستاني پوځ یاد کړي په استوئي او جنجیرت کې پراته دي او هلته د پاکستان د پوځ پوستې هم شته دي.

"طالبانو زموږ پر ځای عسکر په نښه کړل"

د ځايي سرچينو په وينا، د سرتېرو ورتګ له سهار پیل شوی وو او د پوځ لسګونه موټر کیلاش درې په هغې وروستۍ غرنۍ برخه کې ځای په ځای شوي وو، چې د ورتګ لپاره درې څلور ساعته پیاده لار ده.

بي بي سي په چترال ښار او د کیلاش دره کې له ځايي خلکو او یو شمېر حکومتي چارواکو سره خبرې کړې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې کیلاشیان د جګړې د اور ښکار کېږي. له دې مخکې په ۲۰۱۸ کال کې هم دغه غرني څړځایونه د طالبانو له لوري په نښه شوي وو.

د څړځایونو یوه خاوند بي بي سي ته وویل، طالبانو پخوا موږ او زموږ څړځایونه په نښه کول، خو دا ځل یې موږ ته هیڅ ونه ویل، بلکې زموږ تر څړځایونو لاندې یې پوځي پوستې په نښه کړې.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ فرضي کرښې سره څېرمه، چې د پاکستان پوځ عملیات تر سره کړي، کومه ابادي نه شته، خو تر دې سیمې لاندې په سلګونه کیلاشي کورنۍ مېشته دي، چې په داسې حالاتو کې ځانونه ډېر ناامنه ګڼي.

د څړځای څېښتن وايي، چې د پوځ او پاکستاني‌طالبانو تر منځ له جګړې دوه ورځې وړاندې په څړځای کې زما ورور او عزیزانو ته ویل شوي وو، چې له څارویو سره ښکته لاړ شي، ځکه چې په وینا یې غره ته خلک راختلي دي.

د څړځایونو د څېښتن په خبره، استوئي سیمه کې چې پوځي پوسته په نښه شوې، له دې پوستې پورته ځایه کې د خلکو څړځایونه، رمې او شپانه دي.

یاد کس زیاتوي، زموږ په څړځايونو او نورو هغو کې خلک له خپلو څارويو سره د پوځ له پوستو لېرې ښکته خوا ته راغلل.

"دوی هلته یوه ورځ تېره کړه خو هلته هیڅوک نه وو. ورته ویل شوي وو چې بېرته خپلو څړځایونو ته لاړ شئ خو کله چې دوی بېرته تللي وو طالبانو د پوځ په پوستو برید کړی وو."

د څړځایونو مالک بي بي سي ته وویل، د څړځایونو خلکو هغه شپه په ځنګل کې پټه تېره کړه.

"جګړه او ډزې د شپې ۲ بجې پيل شوې او د ورځې له یوې بجې ور هاخوا هم روانې وې. "

دوی وايي، لا هم هالته ګڼ شمېر پوځي سرتیري موجود دي او موږ ځايي خلکو له پوځ سره وسلې او سامان پورته راوړ.

"د اوس لپاره، پوځ اجازه نه ورکوي چې له پوستو څخه پورته څړځایونو ته لاړ شو. د پوځ او طالبانو د ډزو په پایله کې زموږ وزو او ځايي خلکو ته کوم زیان نه دی رسېدلی، خو وزې له یوه ځایه بل ځای ته تښتېدلې دي. "

"له پنجاب څخه اضافي پرسونل راغوښتل شوي"

یوه حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته تایید کړه، چې له افغانستان سره کرښې ته څېرمه چترال کې د وسله والو د تګ راتګ خبرداری پنځه ورځې مخکې ورکړل شوی و او درې ورځې وړاندې د نورو پولیسو او امنیتي ځواکونو د ځای پر ځای کولو غوښتنه شوې وه.

یاد کس وويل، له پنجاب څخه هم اضافي پرسونل راغوښتل شوي وو، ځکه د خيبرپښتونخوا په قبائيلي سيمو کې هم له مخکې نه امنیتي خبرداری موجود وو.

د پوځ او ادارې له خوا په خپرو شویو بیانونو کې ویل شوي، چې د افغانستان په نورستان او کونړ ولایتونو کې د وسله والو تګ راتګ او خوځښتونو په اړه افغان لوري ته په وخت خبر ورکړلی شوی وو او له همدې کبله پوځي پوستې وار له مخکې چمتو وې.

که څه هم افغان طالبانو په کراتو دا ویلي، هیچا ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد وکارولی شي.

خو د چترال د وضعیت په اړه یوه پاکستاني چارواکي ویلي، چې د کرښې هاخوا طالبان موجود دي او په ډیر کسان یې د پاکستان بېلابېلو سیمو ته دننه شوي دي.

نو دا څنګه کېداى شي، چې د طالبانو حکومت او امنيتي کسان په دې اړه په بشپړ ډول ناخبره وي؟

"ګرځندویانو ته څه مه وایئ، هغوی به وډار شي"

په چترال او په ځانګړي توګه کیلاش کې د امنیت یو لامل د کال په اوږدو کې د لوی شمېر سیلانیانو ورتګ دی.

هالته د خلکو لباس، ژبه، مذهب او کلتور تل د هېواد دننه او بهر د سیلانیانو پام یې ځانته اړولی دی.

د سپتمبر په شپږمه، کله چې پوځيان د روانو سرحدي عملیاتو لپاره له کیلاش څخه تېریدل، یو شمېر بهرني سیلانیان لا هم هلته وو.

یوه پاکستاني سیالني وویل، موږ بېرته هوټل ته ولېږدول شو نو د هوټل مالک موږ ته وویل، چې د نورو سیلانیانو په مخ کې څه مه وایئ، ځکه موږ هغوی ته نه دي ولي، چې پورته عملیات روان دي. دوی بیا ورخطا کېږي.

سکندر په هغه ورځ په کیلاش کې له یوې سیالني ډلې سره و.

ټاکل شوې وه، چې د سپټمبر په شپږمه نېټه سهار اووه بجې اسلام اباد ته ولاړ شي، خو څو ساعته انتظار پاتې شول، ځکه په چترال دره کې د پاکستان امنیتي ځواکونو اضافي پرسونل او وسلې پورته غرونو ته استولې.

نوموړي وویل، "کله چې موږ اووه بجې له هوټل څخه ووتلو، امنیتي پوستې ودرولو او موږ ته وویل شول چې بېرته هوټل ته ستانه شوو."

په چترال کې یوه حکومتي چارواکي بي بي سي ته وویل، دا مهال حالات عادي دي، ټول ښوونځي خلاص دي، کاروبارونه روان دي، خو د طالبانو له راتګ او د پوځ له برید وروسته اوس د کیلاش اوسېدونکي او هالته اسماعیلیه ټولنه لا هم په خطر کې ده.

د دولتي چارواکو دا اندېښنې د ګرم چشمې امنیتي کسان هم تاییدوي او وايي، که څه هم د طالبانو لپاره به دومره اسانه نه وي چې له دغو غرونو څخه ګرم چشمه ته راښکته شي او بیا بېرته وتښتي، خو زموږ غرونه له نورستان سره نښتي دي او په دې وروستیو ورځو کې موږ ته شپنو او استخباراتي سرچینو معلومات را کړي چې طالبان له کرښې را اوښتي دي او دلته لیدل شوي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو چارسبمالي‌ وزیر ویلي و، چې دغه برید په افغانستان د طالبانو له حکومت سره تړاو نه لري خو بیا یې هم په اسلام اباد کې د طالبانو حکومت سفیر پر همدې موضوع او په تورخم د وروستۍ نښتې په تړاو ور احضار کړی و.

پاکستاني چارواکي ډېر وخت په دغه هېواد کې د پاکستاني طالبانو له بریدونو وروسته په افغانستان کې پر اوسنیو واکمنو تور پورې کوي‌ چې پاکستاني طالبان له افغان خاورې ګټه اخلي او په پاکستان کې دننه بریدونه کوي- داسې څه چې افغان طالبان یې بې"ځایه ادعا" بولي.‌