له افغانستانه تر ایران پورې، ایا د امریکا پوځي مداخلې کامیابې شوې؟

    • Author, نوربیرتو پاریدیس
    • دنده, بي بي سي - میونډو

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېره مې میاشت کې د امریکا پر مخکینیو ولسمشرانو په نورو هېوادونو کې د مداخلې پالیسیو له کبله نیوکې وکړې او دې چارې ډېر خلک حیران کړل.

ده ویلي و: ''او په پای کې دې تش په نامه ملت جوړونکو له هغو زیات ملتونه ویجاړ کړی، چې دوی جوړ کړي وو.'' د ټرمپ دا خبره په ۲۰۰۳ کال کې د عراق ناندریزې مداخلې ته څرګنده اشاره بلل کېده. ښاغلي ټرمپ زیاته کړې وه: ''او مداخله کوونکو په داسې پېچلیو ټولنو کې مداخله کړې وه، چې دوی پرې پوهېدل هم نه.''

ټرمپ دا څرګندونې د سعودي عرب پلازمېنه ریاض کې کړې وې او د ده له دې خبرو ځینو شنونکو داسې انګېرله چې لږ تر لږه د ولسمشر ټرمپ حکومت په دویمه دوره کې به په نورو هېوادونو کې د امریکا مداخله یوازې د تېرو وختونو کیسه وي.

خو ایله یوه میاشت تېره وه، چې امریکا د ایران پر درېیو اتومي تاسیساتو بریدونه وکړل او واشنګټن د اسرائیل او ایران تر منځ کړکېچ کې ښکېل شو.

اسرائیل او امریکا له دې بریدونو سره د ایران اتومي پروګرام له منځه وړل غوښتل.

پر ایران د امریکا له بریدونو لږ وروسته ټرمپ په دې هکله وویل: ''زموږ هدف دا و، چې د یورانیمو بډای کولو په تړاو د ایران وړتیا له منځه یوسو او هغه تر ټولو لوی ګواښ ختم کړو، چې په نړۍ کې د یوه دولت ملاتړ لرونکي ترهګرۍ له لوري دی.''

تاریخ بیا دا راښيي، چې کله هم لوېدیځوالو په بهر کې د ستونزې ''هواري'' لپاره مداخله کړې، پایلې یې له پلان سره سمې نه وې.

د لندن اقتصاد او پولیټیکل ساینس پوهنځي کې د نړیوالو اړیکو او منځي ختیځ سیاست لبناني الاصله امریکايي پروفیسر فواز ګرجیز وايي، د منځني ختیځ نړیوالو اړیکو کې د امریکا مداخله له ۱۹۴۰ راهیسې روانه ده.

''په منځني ختیځ کې د دیموکراسۍ ناکامي: تېروتنه چېرې وشوه'' نومي اثر لیکوال بي بي سي ته وویل: ''پر ایران د امریکا وروستي بریدونه د دې پالیسۍ یوه بله خورا څرګنده بېلګه ده.''

نو، د امریکا نورې مداخلې چېرې وې او پایلې یې څه وې؟

په ایران کې کودتا

۱۹۵۳ کال کې ایراني پوځیانو په یوه کودتا کې د لومړي وزیر محمد مصدق حکومت نسکور کړ، چې د خلکو د رایو پر بنسټ ټاکل شوی جمهوري حکومت و او له کودتاچیانو سره بیا د امریکا او برېتانیا ملاتړ ملګری و.

مصدق له هغې کودتا ایله دوه کاله مخکې له هغې ژمنې سره واک ته رسېدلی و، چې د ایران د تېلو پراخې زېرمې به په ملي ملکیت کې اخلي.

په لومړي سر کې هغه هر څه داسې ښوول کېدل، چې ګواکې د پاچا رضا شاه پهلوي بیا واکمنېدو لپاره یو پاڅون شوی، خو دا چاره د امریکايي او برېتانوي څارګرو ادارو په مرسته کېده.

له هغې موضوع سره د کمونیزم یو ګواښ هم مل و، چې په واشنګټن او لندن کې یې له دې کبله اندېښنې راپورته کړې وې، چې له نړیوالې جګړې وروسته یې پر ایراني تېلو تکیه خورا زیاته شوې وه.

په ۲۰۰۰ م کال کې بیا د امریکا هغه وخت بهرنیو چارو وزیرې مادلین البرایټ په هغه کودتا کې د خپل هېواد د رول حال بیان کړ.

په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا هغه مهال ولسمشر باراک اوباما هم د مصر په قاهره کې د خبرو پر مهال په هغه ټوله موضوع کې د واشنګټن رول ومانه.

له هغه وروسته بیا په ۲۰۱۳ کال کې د امریکا څارګرې ادارې سي ای اې د هغې کودتا اړوند اسناد خپاره کړل او لومړی ځل یې پکې برالا توګه خپل رول ومانه. د ملي امنیت ارشیف اسنادو یوه ماهر په دې هکله وویل:

''پوځي کودتا... سي ای اې د بهرنۍ پالیسي په توګه د دې (کودتا) لارښوونه کړې وه.''

پروفیسر ګرجیز ادعا کوي، چې د ایران او امریکا تر منځ اوسنی کړکېچ هم اصلا په هماغه پټه مداخله کې ریښې لري.

دی وايي: ''ایرانیان په دیموکراتیکه توګه د یوه ټاکل شوي قانوني لومړي وزیر لېرې کول او د یوه ظالم او ټولواک پاچا ځاي پر ځای کول نه هېروي. په ایران کې نننی امریکا ضد فکر د سیاسي اشرافیه له هغې انګېرنې سرچینه اخلي چې پر امریکا د ایراني سیاست تګلارې بدلون تور پورې کوي.''

پروفیسر ګرجیز دغه راز فکر کوي، چې متحدو ایالتونو د مصري ولسمشر جمال عبدالناصر پر پالیسیو هم د اغېز کولو هڅه کړې، د هغه په خپل هېواد کې یې د هغه ملتپالو پروژو بدلولو کوښښ کړی، خو ډېره بریا یې نه ده په برخه شوې.

په افغانستان کې له اسلامپالو سره د امریکا ملاتړ

په ۱۹۷۹ کې شوروي ځواکونه افغانستان ته ننوتل، چې د یو کال مخکې رامنځته شوي کمونیست حکومت چې ټوټه- ټوټه کېدونکی و، ملاتړ وکړي. خو شورویان په افغانستان کې خورا ژر د هغو اسلامپالو له وسله وال مخالفت سره مخامخ شول، چې د مجاهدینو په نامه یادېدل.

دې وسله والو ډلو کې هغه اسلامپال سخت دریځي جهادیان راټول شوي وو، چې له کمونیست حکومت سره یې مخالفت کاوه او د ځینو نورو هېوادونو تر څنګ یې د امریکا، پاکستان، چین او سعودي عرب حکومتونو ملاتړ له ځان سره درلود.

په سړه جګړه کې امریکا هغه هېواد و، چې افغانستان ته یې تر ټولو ډېرې وسلې د دې لپاره واستولې، چې هلته د شوروي هدفونو مخه ونیسي.

په څو کلونه وروسته افشا شویو اسنادو، ژورنالیستیکو څېړنو او اعترافونو کې معلومه شوه، چې امریکا غوښتل شورویان په داسې یوه تمبلۍ (دلدل) کې ایسار کړي، چې د سر او مال زیان ورته اوړي، لکه څنګه کې د ویتنام په جګړه کې امریکايي پوځیان پکې ایسار شوي وو.

هغو عملیاتو ته د سمندري بوړبوکۍ نوم ورکړل شوی و او په معاصرو رسنیو کې ''د سي ای اې تاریخ تر ټولو ستر سري یا پټ عملیات'' وبلل شول.

د هغه مهال ولسمشر رونالډ ریګن ان په سپینه ماڼۍ کې د جهادي مشرانو هرکلی هم کړی و.

په ۱۹۸۸ کال کې له جنېوا هوکړې ورسته چې د اشغال نژدې یوه لسیزه پورې کېده، شوروي مشر میخایل ګورباچوف له افغانستانه د شوروي پوځیانو ایستل پیل کړل او وروستی شوروي پوځي په ۱۹۸۹ کال کې له افغانستانه ووت.

له هغه څه موده وروسته افغان حکومت چې د شوري ملاتړ ورسره نه و، نسکور شو او ورسره سملاسي کورنۍ جګړه پیل شوه. د هماغې کورنۍ جګړې له منځه د طالبانو تحریک راووت، چې پلویان یې د اسلامي شریعت سخت تعبیر ته ژمن وو.

د دوی ډېری مشران د شوروي یرغل په مقابل کې د مجاهدینو لیکو کې جنګېدلي وو او امریکايي او نورې وسلې یې ترلاسه کړې وې.

همداسې چې افغان شوروي جګړه پای ته ورسېده، د افغانستان جګړې ځینې ګډونوالو القاعده جوړه کړه، چې اسلامي مقاومت له افغانستانه بهر هم خپور کړي.

طالبانو د القاعده غړو او مشر اسامه بن لادن ته خوندي پټنځایونه ورکړل، چې خپل عملیات وکړي او پر امریکا د ۲۰۰۱ کال سپتمبر ۱۱مې بریدونه پلان کړي.

د الاباما پوهنتون د سیاسي علومو په څانګه کې د منځني ختیځ مطالعاتو پروفیسر ولید حزبون وايي، د سړې جګړې پرمهال، په سیمه کې د امریکا ډېری مداخلې د "توازن هڅې" بلل کېدای شي.

نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل: ''دوی د هره هغه سیاسي قوت د مخنیوي هڅه کړې چې د امریکا او متحدینو د ګټو مخالف وو.''

پروفیسر حزبون وايي، د ۱۹۹۱-۱۹۹۰ خلیج جګړه کې د امریکا په مشرۍ مداخله یې یوه بېلګه ده:

''دا پر کویت د عراق یرغل مخنیوي هڅه وه. د کویت خپلواکي بېرته پر ځای شوه. له سړې جګړې وروسته د امریکا پالیسۍ چمتو کوونکو او په سیمه کې د مشرانو تر منځ د ګډو امنیتي اړتیاوو په هکله خبرې او بحثونه شوي وو.''

د پروفیسر حزبون په باور د کلنټن د ادارې پر وخت کې بله تګلاره پلې شوه. دی وايي: "هدف دا و چې یو امنیتي جوړښت تنظیم شي چې د متحده ایالاتو ګټو او سیمه ییز نظم نظریې ته ګټه وکړي."

"په دې کې، یو لور د سولې پر پروسې او د عرب-اسرائیلي اړیکو پر عادي کولو باندې تمرکز شامل و، چې ټول عربي هېوادونه وکولای شي ځانونه د متحده ایالاتو او اسرائیل سره همغږي کړي، خو د پوځي او بندیزونو له لارې ایران او عراق هم کنټرول کړي."

په ځینو مواردو کې، د امریکا له مداخلې سره د اسرائیل ملاتړ هم یو ځای شوی، چې امریکايي مشران یې "غیر مشروط او ثابت" بولي.

په ټول کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته اسرائیل تر ټولو ډېرې امریکایۍ مرستې ترلاسه کړې دي، چې کچه یې هر کال میلیاردونو ډالرو ته رسېږي.

افغانستان ته په طالبانو پسې بیا ورتګ

د ۲۰۰۱ کال په اکتوبر کې امریکا متحدو ایالتونو په افغانستان کې د یوې مداخلې مشري کوله.

دوی ویل، هدف یې د طالبانو شړل، د جمهوریت ملاتړ او د سپتمبر له بریدونو وروسته د القاعده ګواښ له منځه وړل و.

امریکايي ځواکونو په چټکۍ سره کابل ته ورسېدل. له ۲۰۰۳ وروسته د افغان ځواکونو روزنې او جګړیزو ماموریتونو لپاره ناټو ځواکونه هم هلته وو. درې کاله وروسته یو نوي افغان حکومت واک سمبال کړ، خو د طالبانو خونړي بریدونه روان وو.

په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا هغه مهال ولسمشر باراک اوبا په افغانستان کې د پوځونو شمېر ډېرولو اعلان وکړ، چې طالبان یې یو څه په شا وتمبول، خو تر ډېره یې دوام و نه کړ.

په ۲۰۱۴ کال بیا چې له ۲۰۰۱ وروسته د جګړې تر ټولو خونړی کال و، ناټو ځواکونو خپل ماموریت پای ته ورساوه او د امنیت چارې یې افغان ځواکونو ته وسپارلې او له دې سره طالبانو نورې سیمې لاندې کړې.

له دې کال وروسته د طالبانو ځواک زیات شو او د ځانمرګي بریدونو یوه لړۍ پيل شوه، دوی په کابل کې د پارلمان پر ودانۍ د برید او د کابل هوايي ډګر ته نژدې یې د یوه بل برید مسوولیت ومانه.

د امریکا په مشرۍ افغانستان کې د دې مداخلې له پیله نژدې شل کاله وروسته بالاخره د جو بایډن حکومت د ۲۰۲۱ په اپریل کې له افغانستانه د پوځونو ایستلو خبره وکړه.

دا یوه ناندریزه پرېکړه وه، چې ترې سملاسي وروسته په چټکۍ سره کابل د طالبانو لاسونو ته ولوېد او داسې پېښې رامنځته شوې، لکه په ۱۹۷۵ کې چې په سویلي ویتنام کې رامنځته شوې وې.

جمهوري غوښتونکې کانګرېس غړې ایلیس سټیفانیک په دې هکله پر خواله رسنیو یوه پیغام کې وویل: "دا د [امریکا د ولسمشر] جو بایډن سیګون دی، په نړیوال سټیج یوه ویجاړونکې ناکامي چې هیڅکله به هیره نه شي."

د یوه پخواني افغان چارواکي په وینا چې له بي بي سي سره یې د نوم نه څرګندولو په شرط خبرې کولې، دې سره طالبانو پوځي تجهیزات ترلاسه کړل، چې ډېری یې د امریکا لخوا تمویل شوي وو.

د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳ کال یو راپور ښيي چې طالبانو سیمه ییزو قوماندانانو ته اجازه ورکړې چې د نیول شویو امریکایي وسلو ۲۰٪ وساتي، او پایله کې یې تور بازار وده وکړه.

په عراق کې مداخله

د ۱۹۹۰ دکال په اګست کې د عراق هغه مهال ولسمشر صدام حسین په قومانده د عراق پوځ له پولې واوښت، کویت یې ونیو، سلګونه هغه کسان یې ووژل، چې له دې یرغل سره یې مخالفت کاوه او د کویت حکومت په جلاوطنۍ کې سعودي عرب کې فعالیت پیل کړ.

د ډېرو په اند له دې پېښې سره د منځني ختیځ په تاریخ کې یوه اوږده او ځورونکې دوره پیل شوه.

له څو ځله خبرداري او د ملګرو ملتونو امنیت شورا له یوه پرېکړه لیک وروسته د امریکا په مشرۍ یوه پوځي اتحاد رامنځته شو، چې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته دا ډول تر ټولو ستر اتحاد و او تر ډېره حده پورې د سعودي عرب او برېتانیا ملاتړ هم پکې شامل و، د ۱۹۹۱ کال د جنورۍ پر ۱۷مه له کویت نه د عراقي پوځیانو ایستلو لپاره عملیات پیل کړل.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ۶۸۷ شمېره پرېکړه لیک تصویب کړ، چې پکې ویل شوي وو، عراق باید د پراخ ویجاړي رامنځته کوونکې ټولې وسلې له منځه یوسي.

د ا اصطلاح د ټولو کیمیاوي، بایلوژیکي او اتومي وسلو لپاره کارول کېده، چې د اوږده واټن بالسټیک توغندي هم پکې شامل وو.

په ۱۹۹۸ کې عراق د ملګرو ملتونو د وسلو څارنې له مامورینو سره له همکارۍ ډډه وکړه او پر نړیوال سوداګریز مرکز او پینټاګون له بریدونو وروسته د امریکا هغه مهال ولسمشر جارج بش په عراق کې د مداخلې پلان چمتو کول پیل کړل.

بش پر صدام تور پورې کړ، چې د پراخې ویجاړۍ وسلې یو ځای کوي او عراق یې د شمالي کوریا او ایران په ګډون د شیطنت یو نړیوال ''محور'' وباله.

د امریکا هغه مهال بهرنیو چارو وزیر کولن پاول په ۲۰۰۳ کال کې ملګرو ملتونو ته وویل، عراق د بایولوژیکل وسلو ''ګرځنده لابراتوارونه'' لري.

خو په ۲۰۰۴ کال کې بیا ده وویل، چې ''ثبوتونه دومره کره نه معلومېدل.''

برېتانیا، اسټرالیا او پولنډ له امریکا سره په هغه مداخله کې یو ځای شول، خو د جرمني، کاناډا، فرانسې او مکسیکو په ګډون ډېرو هېوادونو ورسره مخالفت وکړ.

د فرانسې هغه مهال بهرنیو چارو وزیر دومینیک دي ویلیپین ویلي و، ''پوځي مداخله به تر ټولو ناوړه حل وي'' او ترکیې چې د عراق ګاونډی هېواد او ناټو غړی دی، امریکا او متحدینو ته یې د خپلو هوايي اډو کارولو له اجازې ورکولو انکار وکړ.

پروفیسر حزبون وايي، امریکا د رژیم بدلون غوښتنه کوله او په سیمه کې یې د امنیت په تړاو خپله تګلاره عملي کوله.

د بي بي سي نړیوالو چارو مدیر جیرمي بوین وايي، هغه مداخله د عراق او دې هېواد د خلکو لپاره یو ناورین و، چې دغه هېواد یې د لسیزو لپاره ګډوډۍ ته ټېل واهه.

ده په ۲۰۲۳ کال کې د یرغل شلمې کلیزې په مناسبت په یوه شننه کې وویل: "د اسامه بن لادن او جهادي سخت دریځۍ د ایډیالوژۍ له منځه وړلو هاخوا، د ګډوډۍ او وحشت کلونو کې چې په ۲۰۰۳ کال کې پیل شول، جهادي تاوتریخوالی زیات کړ."

د هغې مداخلې یوه بله پیله دا شوه، چې القاعده یو ځل بیا راپیدا شوه او د اسلامي دولت نومې ډلې په بڼه یې ځان بیا منظم کړ.

معلومه نه ده، چې په عراق کې د ۲۰۰۳ کال مداخلې پایله کې څومره عراقیان ووژل شول. د (ای بي سي) نومې پروژې شمېرو له مخې چې له هغې مداخلې وروسته په عراق کې د وژل شویو ملکي خلکو شمېرنې لپاره رامنځته شوه، د ۲۰۰۳ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ ۲۰۹ زره ۹۸۲ ملکي عراقیان وژل شوي وو.

د پروفیسر حزبون په وینا امریکا ته اوس پکار ده، چې د سولې ټینګښت سیمه ییزو هڅو ملاتړ وکړي.

دی وايي: "د امريکا نړيوالې ګټې ښايي د يوې داسې سيمې له خوا په ښه توګه پوره شي چې د امنيت د ګډ پوهاوي پر لور کار کوي، نه دا چې... د امريکا او د دوی د متحدينو د پراخ پوځي ځواک له لارې نظم وتپل کړي."