تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بايډن اسرائيلو ته د ۸ ميليارډ ډالرو وسلو استولو پلان لري
- Author, انا فېګي
- دنده, بي بي سي نيوز واشنګټن
د امریکا بهرنيو چارو وزارت د خپل هېواد کانګرس ته په دې اړه د يوه پلان خبر ورکړی چې پر اسرائيلو به د ۸ ميليارد ډالرو په ارزښت وسلې پلوري. يوه امريکايي چارواکي بي بي سي ته د دې خبرې پخلی کړی دی.
د وسلو په دې ټولګه کې چې بايد د امريکا کانګرس د استازو او مشرانو دواړو جرګو د کمېټو لخوا ومنل شي، توغندي، د توپونو او نورو وسلو مرمۍ دي.
دا ګام له سپینې ماڼۍ د ولسمشر جو بايډن تر وتلو نژدې دوې اوونۍ مخکې اخيستل کېږي. واشنګټن د اسرائيل د پوځي ملاتړ ځنډولو غوښتنې، چې غزه کې د جګړې پر مهال د ملکيانو مرګژوبلې شمېرو له امله کېږي، رد کړې.
دا تېر اګست، امریکا پر اسرائيلو د ۲۰ ميليارډ ډالرو په ارزښت د جنګي الوتکو او نورو پوځي وسيلو پلور پلان ومانه.
دغه امریکايي چارواکي ويلي د وسلو دغه تازه پلان شوي بار کې، له هوا هوا ته توغندي، هېلفاير توغندي، د توپچي مرمۍ او بمونه شامل دي.
يوې سرچينې چې له دغه پلوره خبره ده، د جنورۍ پر ۴ مه بي بي سي ته وويل "ولسمشر دا خبره روښانه کړې، چې اسرائيل له نړيوال قانون او نړيوال بشري قانون سره سمون کې له خپلو وګړو د دفاع حق لري، او دا چې د ايران او نورو استازو ډلو له خوا یې د تېري مخنيوی وکړی شي."
"موږ به پرله پسې د اسرائيلو دفاع لپاره اړینې وړتياوې برابروو."
ولسمشر بايډن په ځلونو امريکا له خوا د اسرائيلو ملاتړ، وسپنيزه زغره بللې ده.
امريکا په لويه کچه په وسلو د اسرائيلو تر ټولو لوی اکمالوونکی او سمبالوونکی دی او د ټېکنالوژۍ له اړخه یې تر ټولو د پېچلي پوځ په جوړولو کې ورسره مرسته کړې ده.
د سټوکهولم سولې نړیوال څېړنيز انسټيټيوټ په وینا امریکا د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ د اسرائيلو د لويو دودیزو وسلو د وارداتو ۶۹ سلنه برخه برابره کړې ده.
اسرائيلو د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷ مه د دغه هېواد پر سویل د حماس د بې مخينې بريدونو ځواب کې، چې ۱۲۰۰ کسان په کې ووژل شول، او ۲۵۱ نور یرغمل ونيول شول، د دې ډلې لمنځه وړلو لپاره غزه کې پر پوځي عملیاتو بوخت دي.
خو غزه کې د حماس تر ادارې لاندې روغتيا وزارت وايي له هماغه راهيسې له ۴۵۵۸۰ ډېر فلسطينیان وژل شوي دي.