کازان فورم: طالبانو له مسکو غوښتي چې افغانستان کې پانګونه وکړي

د روسیې تاتارستان کې د کازان اقتصادي فورم په څنډو کې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر له روسيې چارواکو سره خبرو کې له مسکو غوښتي چې افغانستان کې دې پانګونه وکړي. روسیه وايي ځينو ودانیزو همکاریو ته چمتو ده.

ښاغلي برادر د روسیې د لومړي وزیر له مرستیال شاکرزیانوویچ سره د لیدنې پر مهال له روسیې غوښتنه کړې چې افغانستان کې دې پانګونه وکړي او دا چې د طالبانو حکومت تیار دی د روسیې یو ښه اقتصادي ملګری پاتې شي.

د روسیې مرستیال لومړي وزیر ښاغلي برادر ته ویلي، " روسیه به افغانستان کې د کور جوړونې او نورو ودانیزو پروژو په برخه کې مرسته وکړي."

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمد الله فطرت وايي، د کازان ناستې په څنډو کې د طالبانو حکومت د پلاوي مشر ملا عبدالغني برادر د تاتارستان له ولسمشر رستم مینیخانو سره په خبرو کې ژمنه ترلاسه کړې چې یو تاتارستانی پلاوی به ژر کابل ته سفر وکړي او افغانستان کې به د خپلو اقتصاد او سوداګریزو شونتیاوو جاج واخلي.

ښاغلی فطرت وايي " تاتارستان به د کاماز بار وړونکو موټرو او اور وژنې د وسایلو په برخه کې افغانستان ته صادارات ډېروي او همکارۍ به پراخوي."

د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر رپوټ ورکړی چې دغه ناسته کې د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د کازان ۱۶م نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د موردوویا جمهوریت له ولسمشر ارتیوم الکسیویچ زدونوف سره هم خبرې کړي دي.

رپوټ کې ویل شوي" د دواړو هېوادونو ترمنځ د کرنې، سوداګرۍ، برېښنا او نورو برخو کې د همکاریو پر سره بحثونه شوي."

ښاغلي برادر ویلی" افغانستان د وچو او تازه مېوو، وطني غالیو، قېمتي ډبرو، مرمر او نورو کاني موادو باکیفیته تولیدات لري، چمتو دي چې په دې برخو کې موردوویا ته صادرات پیل کړي."

د اسلامي نړۍ او روسیې نړیواله اقتصاد ټولېدنه چې کازان فورم یې بولي، هر کال په روسیه کې وربلل کېږي. د دغه ناستې یوه موخه د اسلامي همکاریو د سازمان له غړو هېوادونو سره د اړیکو پياوړتیا ښودل شوې ده.

دغه ناسته تر ډېره د نړیوالو همکاریو، سوداګرۍ، اقتصاد، علمي هڅو، ټیکنالوژۍ او پر کولتوري برخو پام ساتی. د کازان فورم په اډانه کې سوداګریز او کولتوري نندارتونونه، ګډې غونډې او په اسلام کې د مالیې او حلال کاروبار اړوند روزنیز او د پوهاوي پروګرامونه جوړیږي.

د طالبانو حکومت له روسیې سره دې وروستیو کلونو کې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي دي.

د روسیې سترې محکمې د اپرېل پر۱۷مه د طالبانو نوم له هغه نوملړه لرې کړ چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي یې د هغوی فعالیتونه منع کړي و او طالبان یې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پېژندل.

د طالبانو حکومت لپاره منځنۍ اسیا او د روسیې جمهوریتونه اوس مهال هغه پرانیستې دروازې دي چې دوی ورسره په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې راشه درشه کولی شي.

د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو د زدکړو او کار د حقونو، نه ورکولو له امله د طالبانو پر حکومت په نړیواله کچه تندې نیوکې کېږي او تر اوسه هیڅ هېواد دې نه دی چمتو شوی چې په رسمیت یې وپېژني.

د لویدیځو هېوادونو له لوري ځيني بندیزونه هم د دې لامل شوي چې د افغانستان اوسنی اقتصادي حالت کمزوری کړی.