تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هغه کس چې په اسټراليا کې یې له بریدګر ټوپک اخيستی و
- Author, اېملي اټکېنسن
يو لاروی "اتل" چې د اسټراليا بونډي سمندرغاړې سیمه کې یې له يوه وسله وال بريدګر ټوپک اخيستی او دا هر څه په ويډيو ثبت شوي، ۴۳ کلن احمد الاحمد نومېږي.
د بي بي سي له خوا تائيد شوې ويډيو ښيي چې ښاغلی احمد د وسله وال پر لور ورمنډې کوي او وسله ترې اخلي، ټوپک د هغه پر لوري ور اړوي او بریدګر مجبورېږي چې بېرته په شا ولاړ شي.
ښاغلی احمد چې د مېوو دوکان لري او د دوو اولادونو پلار دی اوس مهال په روغتون کې بستر دی. د نوموړي کورنۍ بي بي سي عربي ته ويلي چې د مرمۍ لګېدو له کبله یې د لاس او مړوند عملیات شوي دي.
د يکشنبې په شپه د ډزو په دغه پېښه کې ۱۵ تنه ووژل شول او لسګونه نور ټپيان شول. پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له ۱۰۰۰ زيات کسان د یهودانو د حنوکه مراسمو لمانځلو لپاره راټول شوي وو.
پوليسو دا يو ترهګريز برید بللی چې وايي د يهودي ټولنې پر ضد ترسره شوی دی.
د دوشنبې په ورځ د ښاغلي احمد پلار محمد فتح بي بي سي عربي ته وويل، زوی یې چې کله وليدل پر خلکو بريد کېږي د هېڅ شي پروا یې ونکړه.
دی وايي، "احمد د خپل احساس، ضمير او انساني روحيې له مخې ور ودانګل، وسله وال یې ودراوه او ټوپک یې ترې واخيست."
د ده زوی په "تصادفي ډول" هلته له يوه ملګري سره د کافي څښلو لپاره تللی و چې دا پېښه رامنځته شوه.
پلار یې وايي، "هغه چې وليدل قربانيان، وینې، ښځې او ماشومان پر سړک پراته وو، دا ګام پورته کړ."
احمد چې په سوریه کې زيږېدلی او هلته لوی شوی، تره یې محمد احمد بي بي سي عربي ته ويلي چې، کورنۍ یې ډېره وياړي.
نوموړي زياته کړې، "هغه زموږ ټولو د وياړ سبب شو، زموږ د کلي، سوریې، ټول مسلمانانو او ټولې نړۍ".
د ښاغلي احمد د تره زوی، مصطفی يکشنبې ناوخته سېون نيوز اسټراليا خبري رسنۍ ته وويل، "هغه يو اتل دی، سل په سلو کې اتل دی. هغه دوې مرمۍ لګېدلی يوه په لاس او بله په مړوند کې."
د دوشنبې سهار مصطفی وويل، "هيله ده چې ښه به شي. تېره شپه مې وليد. ښه و خو اوس موږ ډاکتر ته په تمه يوو چې څه وايي."
پوليس وايي په دې برید کې دوه تنه زوی او پلار ښکېل وو. دوی وايي، ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شوی خو ۲۴ کلن زوی یې سخت ټپي او په روغتون کې بستر دی.
له وسله وال سره د ښاغلي احمد د لاس په لاس کېدو ويډیو په پراخه کچه پر انلاين شريکه شوې ده.
په ويډيو کې ليدل کېږي چې یو وسله وال د ونې شا ته ولاړ دی، هدف په نښه کوي او ډزې پرې کوي.
ښاغلی احمد چې د يوه ولاړ موټر تر شا پټ دی، لیدل کېږي چې پر بریدګر ناڅاپي ورټوپ کوي او نيسې يې.
دی په دې بريالی کېږي چې له بریدګر ټوپک واخلی. پر ځمکه یې غورځوي او ټوپک د هغه پر لوري نيسي. بریدګر بېرته د پله پر لور خوځېږي.
احمد وروسته وسله پر ځمکه ږدي او یو لاس پورته کوی چې پوليس پرې د بریدګر شک ونکړي.
همغه بریدګر وروسته بیا پر پله ليدل کېږي چې بله وسله ورسره ده او یو ځل بيا ډزې پيلوي.
بل وسله وال هم له پله ډزې کوي. دا لا نه ده روښانه چې هغوی څوک په نښه کړي دي.
د یکشنبې په ورځ ناوخته د یوه خبري کنفرانس پر مهال د نيو ساوت وېلز والي کرېس مېنز د ښاغلي احمد د زړورتيا ستاينه وکړه، که څه هم هغه مهال یې نوم نه و په ډاګه شوی.
ښاغلي مېنز وويل، "دا کس يو ريښتينی اتل دی او زه هېڅ شک نه لرم چې د هغه د زړورتیا له امله ډېر خلک ژوندی پاتې دي."
د اسټراليا لومړي وزير انتوني البانيز وويل، "موږ ولیدل چې اسټراليايان د نورو د مرستې لپاره د خطر پر لوري ورمنډې کوي."
"دغه اسټراليايان اتلان دي او د هغوی زړورتيا ژوندونه ژغورلي دي".
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د سپینې ماڼۍ د کرېسمېس په مېلمستيا کې د وينا پر مهال د ښاغلي احمد ستاينه وکړه او ویې ويل چې هغه ته "ډېر درناوی" لري.
ښاغلي ټرمپ زیاته کړه، "دا په ريښتيا يو ډېر زړور انسان و چې مخامخ یې پر يوه ډزې کوونکي ورمنډې کړې او ډېر ژوندونه یې وژغورل".