د طالبانو حکومت: ایران تر اوسه د افغان کارګرانو لپاره اته زره کاري وېزې صادرې کړي دي

د عکس سرچینه، IRNA
د طالبان حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي،ایران تر اوسه د افغان کارګرانو لپاره له اتو زرو ډېرې د کار وېزې صادرې کړي دي.
د دې وزارت ویاند سمیعالله ابراهیمي بيبيسي ته وویل، کابل کې د ایران سفیر علیرضا بیګدلي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزیر سره د لیدنې پر مهال دا خبره تایید کړې چې هغوی له اتو زرو ډېرې د کار وېزې افغان کارګرو ته ورکړي دي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ/قوس پر دویمه) د ایران له سفیر علیرضا بیګدلي سره وکتل.
لکه څنګه چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په خپله خبرپاڼه کې لیکلي، د ایران سفیر په دې لیدنه کې ویلي چې د ایران د کارموندنې مرستیال به ډېر ژر افغانستان ته سفر وکړي چې موخه یې "د کاري ځواک تبادله او د کار بازار ښه مدیریت" دی.
د وزارت ویاند زیاته کړه چې د طالبانو حکومت هم له د ایران له سفیر غوښتي چې د کارګرو د لېږد بهیر دې د یو دوه اړخیز تفاهملیک له مخې او د کار وزارت له لارې ترسره شي چې د کارګرو قانوني حقونه خوندي شي.
ایراني چارواکو له دې وړاندې اعلان کړی و چې دوی د افغان کارګرو لپاره د ۲۰۰ زرو د کار وېزو د ځانګړو کولو پلان لري.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images
د ایرانی چارواکو او د طالبانو د حکومت د څرګندونو له مخې یوازې هغه کارګر د کاري وېزو له پروګرامه ګټه اخیستلی شي چې په ایران کې د کار سابقه ولري او تازه له هغه هېواده ایستل شوي وي. همداراز ایراني کار ګمارونکي باید د خپلو پخوانیو افغان کارګرو لپاره د وېزې غوښتنه وکړي.
له دې مخکې د ایران د تعاون، کار او ټولنیزې هوساینې وزارت د ګومارنې او اشتغال مرستیال سید مالک حسیني اعلان کړی و چې د افغان کارګرو لپاره د کاري وېزو د صادرولو بهیر د ۱۴۰۴ کال د میزان له پیل راهیسې پیل شوی او ایراني ګومارونکي خپلې غوښتنې د بهرنیو وګړو د کارموندنې په سیستم کې ثبتولی شي.
هغه ویلي وو که د کار لپاره داوطلب ایراني کارګر موجود نه وي نو د لومړي کال لپاره نهه میاشتې وېزه ورکول کېږي او د هغې غځول د کارګر په فعالیت او د کار بازار په اړتیا پورې تړلې ده.
د حسیني په وینا، د ایران له بهرنیو چارو وزارت سره لومړنی توافق اجازه ورکوي چې په لومړي کال کې تر ۲۰۰ زرو پورې کاري وېزې صادرې شي او اساسي موخه یې د بهرني کاري ځواک د وضعیت روښانه کول او د غیرقانوني ورتګ مخنیوی بلل شوی. هغه ټینګار کړی چې د بهرني کاري ځواک استخدام یوازې هغه وخت ممکن دی چې ایراني کارګر نه وي.
د افغان کارګرانو د قطر پروګرام چېرې ورسېد؟
نژدې څلور میاشتې مخکې راپورونه خپاره شول چې قطر به د افغان کارګرانو لپاره زرګونه دندې برابرې کړي. اوس د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وایي، ۷۹۰۰ دندې دې وزارت ته سپارل شوې وې او له اعلان وروسته نژدې ۴۰ زرو کسانو غوښتنلیکونه وسپارل.
د هغه په وینا د ټولو غوښتونکو معلومات له قطري لوري سره شریک شوي، خو دا چې افغان کارګرو لازم شرایط نه دي پوره کړي نو دغه پروسه تر اوسه پرمختګ نه لري.
ویاند زیاته کړه چې د عربي او انګلیسي ژبو په مهارتونو نه سمبالېدل تر ټولو لوی خنډ دی او له قطر سره خبرې اترې لاهم روانې دي.
اعلان شوې کاري موکې د مدیریت، انجنیرۍ، مېلمهپالنې او تخنیکي برخې لکه میخانیکي په ګډون وې.
د بېکارۍ کړکېچ او د کډوالو ستنېدل
په ورته وخت کې نړيوال بانک د افغانستان د بېکارۍ کچه له ۱۳ سلنې لوړه بللې چې نژدې څلورمه برخه یې د ۱۵ تر ۲۹ کلونو ځوانان دي. ګڼ شمېر په کار بوخت کسان هم د کم عاید له امله له ستونزو سره مخ دي او ډېرې کورنۍ د خپلو بهر مېشتو خپلوانو پر مالي مرستو متکي دي.
ملګرو ملتونو د افغانستان وضعیت د نړۍ له سختو انساني کړکېچونو بللی دی. د کډوالۍ نړیوال سازمان د راپور له مخې د ۲۰۲۳ کال له سپتمبره تر اوسه له ایران او پاکستانه له ۴ میلیونو ډېر افغانان ایستل شوي یا مجبور شوي چې بېرته ستانه شي او دې چارې د افغانستان پر کاري بازار ډېر فشار اچولی.
په وروستیو میاشتو کې، په ځانګړې توګه د ایران او اسرائیلو له ۱۲ ورځني جګړې وروسته، له ایرانه د افغانانو د ایستلو لړۍ چټکه شوه او په تېر یوه کال کې له ۱.۶ میلیونو ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي دي.
پاکستان هم په تېرو دوو کلونو کې سلګونه زره افغان کډوال ایستلي او د نړیوالو مرستندیو ادارو په وینا تر یو میلیونو ډېر کسان مجبور شوي چې له هغه هېواده ووځي.
ملګرو ملتونو ويلي دغې پراخې ستنېدنې د افغانستان پر کورنۍ بېوزلۍ نور هم بد اغېز کړی دی.











