د اسرائیلو او ایران شخړه: هغه افغانان چې د جاسوسۍ په تور نیول شوي

د ایران رسنی د دې څلورو افغانانو اجباري اعتراف خپور کړی دی

د عکس سرچینه، Tasnim/Entekhab

د عکس تشریح، د ایران رسنیو د دې څلورو افغانانو اجباري اعتراف خپور کړی دی

د ایران او اسرائیلو د جګړې ورځو کې، د جون له ۱۲ تر ۲۴، ایراني رسنیو اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور د پنځو افغانانو د نیولو خبر و رکړ. دا مهال د هغو افغانانو نیول لا ډېر چټک شوي چې په ایران کې د استوګنې اسناد نه لري.

ځینې افغان کډوال وایي، پر دوی " د اسرائیلو جاسوس" نښان یا ټاپه ولګول شوه او وځورول شول. ایراني چارواکي وایي، د هغو افغانانو نیول په چټکۍ روان دي، چې د استوګنې اسناد نه لري.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل، له دې مسلې خبر دي او څاري یې. د طالبانو حکومت پر ایران د اسرائیلو بریدونه سخت غندلي وو.

د رپوټونو له مخې، د ایران او اسرائیلو د ۱۲ ورځنیو بریدنو بهیر کې نږدې ۷ سوه کسان "اسرائیلو ته د جاسوسۍ او همکارۍ" په تور نیول شوي دي.

تهران کې د افغانستان سفارت چې اوس یې د طالبان حکومت استازي اداره کوي، یوه سرچینه پکې دا نیول تاییدوي، خو د نیول شویو په برخه کې یې لا ډېر جزیات نه دي خپاره کړي.

کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي د جګړې ورځو کې خبري غونډې ته وینا کې وویل: "داسې خلک لاس په کار شوي چې خدای مه کړه، دا موضوع زموږ د خپلمنځي اړیکو او زړونو ترمنځ د واټن پیدا کولو لپاره ونه کاروي."

که څه هم ایران کې ځینې افغانان د نشه يي توکو اړوند جرمونو په تور اعدام شوي، خو اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور ایران کې د مېشتو افغانانو نیول بې مخینې دي.

د اسرائیلو ایران په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې افغانانو تر ډېره د ایران له خلکو سره خپله خواخوږي وښوده. د افغانستان سیاسي او کلتوري سټو هم د اسرائیلو بریدونه وغندل.

د نیول شویو کسانو په اړه څومره پوهېږو؟

سپاه پاسدران ته نږدې تسنیم خبري اژانس د جون پر ۱۸مه وویل، چې په رۍ ښار کې یو افغان زدکوونکی نیول شوی چې ملفون یا موبایل ټلېفون کې یې "د ډرون او بم جوړولو د روزنې اړوند فایلونه و. "د دغه زدکوونکو د هویت په هکله نور جزیات نه دي خپاره شوي، یوازې ویل شوي چې نوموړی د لیسانس دورې زدکوونکی و.

د جون پر ۲۰ دوه نور افغانان د تهران لوېدیځ کې وینول شول. په یوه ویډيو کې چې مالومه نه ده، په څه ډول شرایطو کې اخیستل شوې، په دوی کې یو وايي چې بې قانونه ایران ته تللی او "د یوه عادي کارګر په توګه یې کار کاوه" او جرمني کې یې خپلو ملګرو ته د ایران د حکومتي رادیو تلوېزون ( صدا سیما) او ځینې نورو ځایونو موقعیت استولی دی.

د ایران رسنۍ د دغه هېواد پولیسو ویاند منتظر المهدي له قوله وايي، چې دې دوو کسانو "د صدا سیما موقعیت او په سعادت اباد کې د یوه چارواکي د کور موقعیت" په جرمني کې خپل اړوند کس ته د وټسپ له لارې استولی دی.

د خواله رسنیو ځینې کارن د ایران په دننه کې د بریدونو پراختیا ته په پام پر دې ویډیو بې باوره دي او غبرګو کې یې وايي، چې "په زور یا جبري اعتراف" اخیستل شوی دی.

د ۲۰۲۵ کال د جون پر ۲۳ په پاکدشت کې د درې نورو کسانو د نیولو رپوټ خپور شو. د انتخاب ورځپاڼې خبریال په یوه ویډیو کې هغوی " د موساد عوامل" معرفي کړل او وایي، دوی باروتو یا چاودېدونکو موادو سره غوښتل د تهران سوېل ختیځ کې د پارچین پټو پوځي تاسیساتو ته چاودنه ور کړي.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې د دې درې کسانو سترګې په ټوټه تړل شوې دي. یو ایرانی دی او دوه نور کسان وايي چې د افغانستان د بدخشان ولایت اوسېدونکي دي. په دې دوو کې یو افغان وايي، یو کال او دوه میاشتې مخکې ایران ته راغلی او بل هم وايي چې اته کاله مخکې دغه هېواد ته راغلی دی.

د ایران قضایه قوې تر اوسه د دې پنځو کسانو په هکله څه نه دي ویلي.

کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي

د عکس سرچینه، Iran Embassy Kabul/X

د عکس تشریح، کابل کې د ایران سفیر علیرضا بېګدلي

د افغانستان د پخواني حکومت د امنیتي چارواکو بې باوري

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس ضیا سراچ بي بي سي ته وویل، فکر نه کوي، چې د اسرائیلو استخبارات په ایران کې افغان کارګر وکاروي، ځکه استخباراتو ته هیڅ لاسرسی نه لري.

"اطلاعات داسې څوک ټولولی شي چې مخامخ لاسرسی ورته لري او کره مالومات ورکړي. کومو مالوماتو ته چې اسرائیل ضرورت لري، هغه بې چاره افغانان یې برابرولو کې صفر دي چې د مزدورۍ لپاره ایران ته تللي دي. "

د افغانستان د پخواني حکومت یوه بل چارواکي هم له نوم پرته بي بي سي ته وویل: "د ایران په حکومت کې د اسرائیلو نفوذ ډېر ژور او پراخ دی. هغوی د سپاه د خورا لوړپوړو چارواکو د جلسې پر وخت او ځای خبر و. ان یو عادي وګړی موساد ته دا ډول اطلاعات نه شي ور کولی، بلکې داسې څوک یې ور کوي چې پخپله د امنیت په لوړو پوړونو کې وي. "

هغه زیاته کړه: "د ایران عادي وګړو یا افغان کډوالو پورې د اسرائیلو د نفوذ کچې ټیټول له ټوکې پرته بل څه نه دي. ان یوه جالبه ټوکه هم تر دې ډېر منطق لري. هیلمن یم چې د ایران خلک دا درک کړي چې که عادي تلیفون سیمکارت او بانکي حساب ته هم د افغانانو لاس نه رسېږي، نو په پوره تیاره جګړه کې حساسو اطلاعاتو ته به یې کله لاس ورسېږي."

د هغو افغانانو شمېر دې وروستیو ورځو کې پام وړ ډېر شوی چې له ایرانه خپل هېواد ته ستنېږي. د طالبانو د کډوالو چارو وزارت وايي، تېرو ۱۱ ورځو کې " ۸۰ " زره افغانان له ایران ستانه شوي دي.

د بي بي سي خبریال ببرک احساس له ایران سره پر پوله اسلام کلا- دوغارون بندر ته تللی دی. هغه وايي،ستنو شویو کسانو ورته ویلي چې بد چلن ور سره شوی دی.

د ایران نورو ښارونو کې هم د ډېرو افغانانو د نیولو رپوټونه خپاره شوي دي چې تر ډېره یې نیول د استوګنې اسنادو د نیولو له امله دي.

په دې برخه کې فارس خبري اژانس د تهران د والي له قوله وايي: "د تېرو میاشتو پرتله د نا قانونه بهرنیو وګړو د نیولو شمېر له ۳ تر ۴ برابره زیات شوی دی. "

ځینې رسنۍ په ایران کې د جګړې ورځو کې د افغانانو نیول داسرائیلو لپاره د جاسوسۍ له تورونو سره تړلي بولي، خو ایراني چاروکي دا تورونه ردوي.

د بېلګې په ډول دې وروستیو ورځو کې په مشهد کې اتلس افغانان په یوه کور کې ونیول شول او رسنیو کې یې خبر داسې خپور شو چې ګویا دا کسان "د جاسوسي او ځانمرګو ډرون الوتکو پر جوړولو او ډیزان بوخت و. "

خو د تسنیم د رپوټ له مخې، وروسته د خراسان رضوي امنیتي مرستیال امیرالله شمقدري وویل: "په مشهد کې د ۱۸ افغانانو نیول د ډرون له جوړولو یا له صهیوني رژیم سره د همکارۍ هیڅ تړاو نه لري. دا کسان ایران کې د نا قانونه اوسېدو له امله نیول شوي دي."

مخکې تهران کې د طالبانو سفارت کې یوې سرچینې بي بي سي ته تایید کړه چې پر ایران د اسرائیلو برید کې ځینې افغانان مړه او ژوبل شوي دي، خو کره شمېر یې نه لري.

اسرائیلو د ایران پر ۴۵ ښارونو بریدونه وکړل چې تر ډېره تهران او د دغه هېواد لوېدیځ ښارونه دي. دا ښارونه تر ډېره په داسې ولایتونو کې دی چې افغانان پکې " ممنوع" دي.

افغانان په ایران کې د بهرنیو وګړو ۹۵ سلنه جوړوي. ډېر یې د تهران، قم، مشهد او اصفهان په ګډون په څو ښارونو کې اوسېږي.

د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بېنېټ هم د جون پر ۲۱ خپل اېکس کې ولیکل: "په ایران کې د کډوالو په ګډون له پنځو میلیونو ډېر افغانان خپل امنیت ته اندېښمن دی. زه له دواړو لورو د زغم او نړیوالو حقونو ته د درناوي غوښتنه او د کډوالو په ګډون د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره د هڅو پر اړتیا ټینګار کوم."

د بښنې نړیوال سازمان په ایران کې اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور ډېر شمېر اعدامونو سخته اندېښنه ښيي.

د ایران د قضايه قوې مشر غلام حسین اژه يي د دغه هېواد لوی څارنوال او ولایتي څارنوالو ته امر کړی چې "د نظم او امنیت خلاف" عناصر او هغه کسان چې له اسرائیلو سره همکاري کوي، ژر محاکمه او مجازات کړي.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، ایران د جاسوسۍ سزا له زندانه اعدام ته پورته کړې ده، چې د پخوانیو بندیانو د اعدام خطر یې زیات کړی دی.