د طالبانو حکومت: له ایرانه یوه ورځ کې ۳۰ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي

تقریبا نیمايي کډوال د ایراني چارواکو له خوا په زوره اېتسل شوي دي

د عکس سرچینه، Bakhtar News Agency

د عکس تشریح، تقریبا نیمايي کډوال د ایراني چارواکو له خوا په زوره اېستل شوي دي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، پرون د جون پر ۲۵مه له ایرانه د هرات د اسلام کلا بندر له لارې له ۳۰ زرو ډېر افغان کډوال افغانستان ته تللي دي.

دا شمېره د نورو عادي ورځو پرتله له ایرانه د ستنېدونکو کډوالو په شمېر کې درې برابره زیاتوالی ښيي.

وړاندې په اسلام کلا بندر کې د طالبانو حکومت د سرحدي کمیسارۍ چارواکو ویلي وو چې له ایرانه هره ورځ په منځني کچ کابو لس زره افغان کډوال افغانستان ته ور اوړي چې نژدې نیمايي یې د ایراني چارواکو له خوا په زوره کډې کولو ته اړ شوي کسان دي.

د طالبانو حکومت کې د هرات د اطلاعاتو او کلتور ولایتي مشر احمدالله متقي پر ایکس خواله رسنۍ خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، له ایرانه ورتلونکو کډوالو لپاره یې د لومړنیو مرستو ترتیبات نیولي او دغه کډوال به په افغانستان کې خپلو سیمو ته ولېږدول شي.

ښاغلي متقي د ایراني چارواکو له خولې له دغه هېواده د نورو افغان کډوالو د ستنولو خبره هم کړې ده.

د طالبانو حکومت کې د افغانستان دولتي خبري اژانس باختر د راپور له مخې، د هرات والي ' مولانا اسلام‌جار' له ایرانه د راستنو شویو کډوالو د وضعیت ارزولو لپاره تېره شپه اسلام کلا بندر ته تللی او له راستنېدونکو کډوالو سره یې د کېدونکو مرستو بهیر ارزولی دی.

.

د عکس سرچینه، Ahmadullah Mutaqi

د عکس تشریح، تېرو دوه ورځو کې د کډوالو ستنېدو بهیر کمساری بلل شوی.

د هرات ځايي چارواکي وايي، له ایرانه راستنېدونکو کډوالو سره د خوړو او اوبو، روغتیايي خدمتونو، وړیا انټرنټ او سیم کارتونو او تر خپلو اصلي سیمو د وړیا ټرانسپورټ مرسته کوي.

د اسلام کلا بندر کمیسار حضرت زعیم اغا له ایران څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د چټکتیا لامل په سیمه کې وروستي تاوتریخوالي او د ایران له خوا د افغان کډوالو د اېستلو لپاره د ضرب الاجل ټاکل په ګوته کړي دي.

له ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ د ایراني چارواکو له خوا له ور کړل شوي مهلت وړاندې چټکه شوې ده.

د راپورونو له مخې، ایراني چارواکو افغان کډوالو ته چې 'د اوسېدو قانوني اسناد نه لري'، خبرداری ور کړی چې د لمریز کال د چنګاښ/ سرطان میاشتې تر پنځلسمې له دغه هېواده ووځي، که نه، نو نیول کېدای او زندان ته لېږل کېدای شي.

افغانان د ګرځېدو اجازه نه لري

له ایران څخه د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ له چټکېدو سره هممهال د ایران په ځینو ولایتونو کې د ځايي چارواکو له خوا پر مېشتو افغان کډوالو د فشارونه زیاتېدو راپورونه ور کړل شوي دي.

د ایران د کرمانشاه څارنوال وړمه ورځ د جون په ۲۴مه په دغه ولایت کې د مېشتو ټولو افغان کډوالو ، چې راجستر دي او که نه دي، په ګرځېدو بندیز اعلان کړ.

حمید رضا کریمي خبرداری ور کړی، که افغان وګړي هر چېرته ولیدل شي، راټول او پنډغالو ته به یې ولېږي او ځايي خلکو ته یې کوتڅنډنه کړې وه، که افغان کډوال په کار وګوماري، نو جریمه به یې کړي.

د ایران په ځينو سیمو کې د یو شمېر افغانانو د نیول کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي وو. دا لا روښانه نه ده چې د دغو نیونو لامل کوم تړاونه دي.

ویل کېږي ایران کې شاوخوا شپږ میلیونه افغانان مېشت دي چې لوی شمېر یې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.