پاکستان د افغانانو په ګډون 'غیرقانوني بهرنیانو' ته خبرداري ورکړی، چې له دې هېواده دې ووځي

د عکس سرچینه، Getty Images
د پاکستان کورنیو چارو وزارت د افغانانو په ګډون ټولو هغو بهرنیانو ته له دې هېواده د وتلو خبرداری ورکړی، چې په غیرقانوني توګه په دې هېواد کې اوسي.
یاد وزارت د غیر قانوني مقیمو بهرنیانو ستنولو پروګرام (ای ايف ار پي) اړوند تازه شمېرې هم خپرې کړې، چې په وینا یې دا وروستیو کې څه باندې ۲۱۶ زره غیر قانوني بهرنیان خپلو هېوادونو ته ستانه کړل شوي دي.
د یادونې ده، چې پاکستان کې ډېری مېشت کډوال افغانان دي.
د پاکستان کورنیو چارو وزارت په وینا د روان کال اپریل له لومړۍ نېټې د غیرقانوني کډوالو ایستلو لړۍ پیل شوې او تر اوسه پورې په دې لړ کې یو میلیون او ۱۰۰ زره (غیرقانوني بهرنیان) له پاکستانه ایستل شوي دي.
پاکستاني چارواکي وايي، په ځانګړې توګه له ښځو، ماشومانو او زیات عمر لرونکو کسانو سره له درناوي ډک چلن کېږي او د دوی د خوراک او روغتیا پالنې لپاره لازم اقدامات شوي دي.
خو دا داسې څه دي، چې ګڼ شمېر افغان کډوال د شک په نظر ورته ګوري او د پاکستاني امنیتي ځواکونو د چلن شکایتونه یې کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستاني چارواکو هغو کسانو ته هم د قانوني تعقیب خبرداری ورکړی، چې په وینا یې د ستنېدونکو کډوالو پاتې کېدو کې مرسته کوي، کور، مېشت ځای یا هوټل کې د کرایې بدل کې د اوسېدو اجازه ورکوي یا کاروبار ورسره کوي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دا وروستیو کې ویلي و، چې تر اوسه پینځه میلیونه افغانان بېرته هېواد ته ستانه شوي دي، چې لوی شمېر یې له ګاونډيو ایران او پاکستانه هېواد ته راغلي دي.
افغانستان کې د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت وايي، تاجکستان د شېرخان بندر له لارې ۴۹ افغان کډوال افغانستان ته ستانه کړي دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، تاجکستان یاد کډوال د تېرې چارشنبې او پنجشنبې پر ورځو د شېرخان بندر له لارې افغانستان ته اړولي چې په ډله کې یې ۳۶ کډوالو د تاجکستان اقامه یا د اوسېدو اسناد او ۱۲ نورو یې پر پاسپورټونو د تاجکستان ویزې لرلې.
تر اوسه افغانستان ته د یادو افغان کډوالو کډوالو د لېږلو سبب څرګند نه دی.
تاجکستان تر دې وړاندې هم له خپلې خاورې په څو پړاوونو کې لسګونه افغان کډوال افغانستان ته اړولي دي.
دغه هېواد د ۲۰۲۴ کال د دسمبر میاشتې په لومړيو کې ۴۱ افغان کډوال افغانستان ته اړولي و.











