ایران کې د افغانانو درې نسلونه: څنګه کډوال او څه ورپېښ شول؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, یاسین رسولي
- دنده, بيبيسي
د ایران کورنیو چارو وزارت تر ډېره ۱۶ سرحدي ولایتونو کې د افغانانو پر شتون یو مخ بندیز لګولی او د ۱۲ ولایتونو په ځینې ښارونو او سیمو کې یې هم محدود کړي دي.
ایران د روان لمریز کال تر پایه د نژدې دوه میلیونه "بې اسناده" کډوالو د اېستلو پلان لري، چې دا د افغانانو د په زور یا اجباري اېستلو تر ټولو لوی پلان دی.
دا کډوالۍ څنګه پیل شوې؟
د افغان کډوالو لومړنۍ څپه په ۱۳۶۰ کلونو کې ایران ته ننوته. تر هغه وروسته هم د افغانستان هر لوی کړکېچ او سیاسي بدلون کې د کډوالو تازه کتارونه ایران ته ور مات شوي او ډېری یې هلته مېشت شوي.
د دوی لړۍ اوس په ایران کې دریم نسل ته رسېدلي. ډېری یې چې په ایران کې زېږېدلي، په دغه هېواد کې لوی شوي، درس یې ویلی، د کار بازار ته ننوتي، د ګټې وټې څېښتن شوي، خو د خپلو میندو پلرونو په څېر په دغه هېواد کې د ژوند لپاره له هر ډول قانوني ملاتړه بې برخې دي.
افغانان په ایران کې د میلیونونو ډالرو پانګونې سره په دغه هېواد کې د بهرنیو پانګوالو د نوملړ په "سر" کې ځای لري.
په لکونو کارګر او له نیم میلیون ډېر هم زدکوونکي دي، چې ځینو یې د ایران تر پوهنتونونو هم لار موندلې ده.
د کډوالو دا څو میلیوني ټولنې د ایراني ټولنې په زړه کې رېښې کړې. د ایران حکومت د دوی د چارو سمبالولو لپاره له څلورو لسیزو ډېر وخت هڅې کوي.
په لاندې نقشه کې هغه ولایتونه او ولسوالۍ، چې پکې د افغانانو پر اوسېدو بندیز دی، دا ښيي چې په څو ولایتونو او ښارونو کې پر افغان کډوالو د تمرکز له امله د ایران سیاست له ننګونو سره مخ دی. افغان کډوال په ایران کې د بهرنیو وګړو ۹۵ سلنه جوړوي.
په ۶۰مه لسیزه کې د افغان جګړې د کډوالو لومړۍ څپه؛ موږ مسلمانان یو، دوی هم مسلمانان دي، موږ یې باید هرکلی وکړو
په ۶۰ لسیزه کې د افغان جګړې د کډوالو لومړۍ څپه.
کابل کې د ۱۳۵۷ کال د غوايي پر اوومه د خلق دیموکراتیګ ګوند کودتا او د همدې ۱۳۵۷ کال د سلواغې یا دلوې پر ۲۲مه د ایران اسلامي انقلاب په یوه کال کې پېښ شول. په لکونو افغانان ایران ته کډوال شول او د ایران ځینې چپيو هم په کابل کې پنا واخیسته.
پخواني شوروي د ۱۳۵۸ د جدې یا مرغومي پر شپږمه افغانستان ونیو او نهه میاشتې وروسته د ۱۳۵۹ کال د وږي یا سنبلې پر ۳۱ عراق پر ایران برید وکړ.
په یو وخت دواړه ګاونډي هېوادونه یوه لسیزه په جګړه کې ښکېل وو. پر افغانستان د شوري یرغل په نړۍ کې له دویمې نړیوالې جګړې وروسته په نړۍ کې د ډېرو کډوالو لامل شو.
د ایران د انقلاب مشر ایت الله خامنه اي ۱۳۶۱ کال کې افغان کډوالو ته په اشاره په خپله وینا کې وویل:
"همدا رنګه کوم مېلمانه چې لرو، ښه، افغانان دي، مسلمانان دي، یا فرض کړئ عراقیان دي، یا یې بې چاره ګان له کورونو شړلي دي، مال یې ترې وړی دی، دوی یې دلته را ولېږل. ښه، له دوی سره باید څه وکړو؟ هرکلی یې ونه کړو؟ موږ مسلمانان یو، دوی هم مسلمانان دي. موږ باید د دوی مېلمه پالنه وکړو." (صحیفه، ټوک ۱۷ مخ ۲۷۸ )
هغه مهال ځینې ایراني سرچینو اټکل کړی وو، چې نژدې "دوه نیم میلیونه" افغان کډوال دغه هېواد ته کډوال شوي وو، چې په ایران کې یې ستره څپه وه. نور ډېر افغانان بل ګاونډي هېواد پاکستان ته لاړل.
افغان کډوال له لومړیو د ایران د مهمو ښارونو په لمنو کې مېشت شول، د ایران ښارونو کې یې ازاد تګ راتګ کولای شو.
د پاکستان په څېر ایران کې افغان کډوالو ته کمپونه جوړ نه شول، ایران هغه وخت د کډوالو ارزانه کاري ځواک ته اړتیا دلوده، ځکه ایران پخپله له عراق سره په جګړه کې ښکېل و او د خپلو ځواکونو د پوره کولو لپاره یې ان زرګونه محصلان او زلمیان د سرتېرو په توګه د جبهو لومړیو کرښو ته لېږل.

د عکس سرچینه، Getty Images
په ایران کې نوې جهادي ډلې چې تر ډېره شیعه وې، د ایران د "سپاه پاسداران" په څېر ورته نومونو سره جوړې شوې او یا که له مخکې جوړې شوې وې، ایران یې د شوروي په مقابل کې د جهاد ملاتړ کاوه.
ایران په تهران کې د "۸" شیعه ډلو ټلواله جوړه کړه، چې وروسته یې بیا د ۱۳۶۸ کال د چنګاښ یا سرطان په ۲۵مه په بامیانو کې د عبدالعلی مزاري په مشرۍ د اسلامي وحدت ګوند کې جوړ کړ.

د عکس سرچینه، Tasnim
د افغانستان ځینې کډوالو د عراق جګړه کې ګډون وکړ. د "له لیلي دښتې تر مجنون ټاپو؛ د سپېڅلې دفاع د افغان سرښندونکو خاطرې" په نوم د کتاب لیکوال سرور رجايي وايي، د عراق او ایران په اته کلنه جګړه کې "تر درې زرو" افغانان ووژل شول.
د جنیوا تړون له مخې په نهو میاشتو کې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرتېرو ګام په ګام وتل د ۱۳۶۷ کال د د سلواغې یا دلوې په ۲۶ بشپړ شول.
د ډاکټر نجیب په مشرۍ کابل کې د شوروي ملاتړي حکومت د سولې او پخلاینې لار غوره کړه، خو په ۱۳۷۱ کال یې حکومت وپرځېد. د دې سیاست په پایله کې ځینې افغان کډوال له ایرانه پخپله خوښه افغانستان ته ستانه شول.
کډوالو ایران ته تلو کې عموما ویزه او پاسپورټ نه درلودل. په ۱۳۶۰ کال ایران لومړی ځل د کورنۍ سرپرست او د کورنۍ د غړو د مالوماتو لپاره د پېژندګلوۍ کارتونه صادر کړل، چې څو کاله وروسته دا کارت پر پېژندکارت بدل شو.
په ۱۳۶۷ کال یې شین یا ابي رنګه کارټ ځای ونیو، چې د ۱۳۷۰ لسیزې تر پایه په ایران کې د افغانانو د استوګنې یواځنی سند و.
په ابي کارت کې د استوګنې ولسوالۍ مشخصه وه، ښوونځیو له ولسوالۍ د بهر استوګنو کډوالو ماشومانو ته داخله نه ور کول کېده، د سفر لپاره یې هم د لنډمهالو ټرانسپورټي پاڼو اخیستو ته اړتیا وه.
د ۷۰ لسیزې کورنۍ جګړه او د کډوالو دویمه څپه
د ۱۳۷۱ کال د غوايي په ۸مه کابل ته د جهادي ډلو له ننوتلو وروسته ځینې کډوال افغانستان ته ستانه شول.
د ۱۳۷۲ کال د غبرګولي میاشتې په ۲۵مه جمهوري اسلامي ورځپاڼې د ایران د کورنیو چارو وزارت له قوله ولیکل، چې "څه باندې یو میلیون" کډوال افغانستان ته ستانه شول.
له هغه وروسته ډېر ژر په کابل ښار کې جګړه پیل شوه، چې نژدې پنځه کاله په کابل او تر یوې لسیزې په ټول افغانستان کې روانه وه. په دغه لسیزه کې طالبان هم را پورته شول او د ۱۳۷۵ کال تلې میاشت کې یې کابل ونیو.
ایران د افغانستان په سیاسي جوړښت کې د خپل نفوذ ټینګولو لپاره د ۱۳۷۰ لسیزې په کورنۍ جګړه کې د مختلفو ښکېلو ډلو په ملاتړ کې مهم رول درلود.
که څه هم د هغه وخت د مجاهدینو اسلامي حکومت پر ټول هېواد واکمن نه شو، خو په نړۍ کې د افغانستان د رسمي حکومت په توګه په رسمیت پېژندل کېده.
د ۱۳۷۷ کال د زمري په ۱۷مه طالبانو پر مزار شریف ښار ولکه وکړه. د رپوټونو له مخې طالبانو په دغه ښار کې د ایران کونسلګرۍ ته ننوتلو سره اته ایراني ډیپلوماټان او یو خبریال ووژل. خو طالبانو هېڅکله هم د دې وژنې مسوولیت ونه مانه.
له دغو پرمختیاوو سره له افغانستانه د کډوالو دویمه څپه ایران ته ور ماته شوه او دا څپه تر۱۳۸۰ کاله د امریکاله خوا د طالبانو د حکومت تر پرځېدو روانه وه.
ایران په ۷۰یمه لسیزه کې د هاشمي رفسنجاني او محمد خاتمي حکومتونو پر مهال د رغېدو او اقتصادي ودې په حال کې و او د افغان کډوالو ارزانه کاري ځواک ته یې اړتیا لرله.

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د جمهوریت له راتګ سره له ایرانه د کډوالو ستنېدل
په ۱۳۸۰ لمریز کال کې د حامد کرزي په مشرۍ په افغانستان کې د نوي حکومت له جوړېدو سره، چې د جمهوریت په دوو لسیزو پېژندل کېږي، ایران ته د تلو پر ځای پکې خپل هېواد ته د افغان کډوال ستنېدل ډېر و.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمېشنرۍ شمېري ښيي، د دې لسیزې په پیل کې لکونه کډوال افغانستان ته ستانه شول.
میثم واحدي په ایران کې لوی شوی، کابل ته له ستنېدو وروسته یې په افغانستان او عراق کې په نړیوالو ادارو کې کار کړی دی.
نوموړی اوس د جرمني په هامبورګ پوهنتون کې د خپلې دوکتورا پایلیک د افغانستان او ایران ترمنځ "د امنیتي همکارۍ زمینې" په برخه کې لیکي.
هغه وايي، په ایران کې د افغانانو میلیوني شتون د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکارۍ یوه زمینه وه.
نوموړی زیاتوي، ایران له کډوالو "د فشار د وسیلې" په توګه کار اخیست او په کابل کې حکومتونو تل په زاریو له تهرانه غوښتل چې په ډله ییز ډول کډوال ونه باسي.
په دغو دوو لسیزو کې کابل او تهران تودې اړیکې پاللې. خو د دې تر څنګ ایران په پټه د امریکا او ناټو په مقابل کې د طالبانو ملاتړ کاوه. د طالبانو له خوا د امنیو او ګډوډۍ رامنځ ته کولو په تېره کلیوالو سیمو کې، ځینې خلک تر ایرانه کډوالۍ ته اړ کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
د انسانپوهنې څېړونکې او د پوهنتون استاده خدیجه عباسي په ایران کې د کډوالو د دویم نسل له ډلې ده. نوموړې وايی، هغه کسان چې په ایران کې د زېږېدو او کلونو ژوند له امله یې د دغه هېواد "لهجه، جامې او د اندود یا د فکر بڼه" خپل کړي وو، په خپل هېواد کې بل شان ښکارېدل.
نوموړې په ایران کې د افغان کډوالو پر دویم نسل څېړنه کړې او زیاتوي "موږ په ایران کې وزېږېدلو، لوی شولو او ایراني هویت مو تر بل هر هویت پیاوړی دی."
د ۱۳۹۵ یا لمریز کال د سرشمېرنې له مخې په ایران کې نژدې ۶۷ سلنه افغانان تر ۳۰ کلنو ټیټ عمره وو، چې په حقیقت کې ډېری یې د کډوالو دویم یا دریم نسل دی.
د طالبانو بیا واکمنېدو سره د کډوالو درېیمه څپه
ایران ته د افغان کډوالو درېیمه او اوسنۍ څپه د ۱۴۰۰م کال په دوبي کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره په څرګند ډول زیاته شوه.
ایران کې د افغانانو له زیاتېدو سره ځینې ایراني رسنیو په یو شمېر ښارونو کې د کورنو د بیو لوړېدو لامل افغانان یاد کړل.
د ایراني چارواکو د شمېرو له مخې د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې په یوه کال کې نژدې یو میلیون افغانان دغه هېواد ته ورغلي.
ایراني چارواکي وايي، د روان لمریز کال تر پای به نژدې دوه میلیونه افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي.
د ایران د انتظامي پولیسو قومندان احمد رضا رادان وايي، سږ کال یې نیم میلیون افغان کډوال نیولي او ستانه کړي او تر دوه لکه پنځوس زرو پخپله خوښه ستنېدو ته ځانونه ور پېژندلي دي.
د پولیسو او پوځ په ګډون د پخواني افغان حکومت ډېری امنیتي ځواکونو، چې شمېر یې له درې لکه پنځوس زرو ډېر وو، ایران یې تر پاکستان امن باله. په دوی کې یوازې څو زره یې د جمهوریت د پرځېدو په لومړیو کې امریکا ته ولېږدول شول.

د عکس سرچینه، Faraz
همدارنګه په سلګونه زره ځوانان هم د بې کارۍ له امله ایران ته رهي شوي دي. د کډوالو نړیوال سازمان په یوه رپوټ کې وايي، سږني پسرلي کې په ایران کې نژدې ۴۰ سلنه افغان مسافرو چې ۹۰ سلنه یې نارینه وو - ورته ویلي، اول ځل بهر ته سفر کوي.
ځینې کورنۍ هم د خپلو ماشومانو په تېره د نجونو د زدکړو لپاره ایران ته ځي، چې د طالبانو حکومت یې پر تعلیم بندیز لګولی دی.
اوس په ایران کې افغانان داسې کاروبارونه لري چې دوه لسیزې پخوا یې نه درلودل. افغان کډوال چې له پاسپورټ سره په ایران کې اوسېږي او متاهل دي، د موټروانۍ لاېسنس اخیستلی شي.
په تهران کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کمېشنرۍ شمېرې ښيي، په ایران کې نژدې شپږ سوه زره افغانان پاسپورټ لري.
افغان کډوال ګلي صفري له ایران اتریش ته کډوال شوی. نوموړی هر کال د خپلوانو د لیدو لپاره ایران ته ځي.
هغه وايي، اوس افغانانو په دغه هېواد کې طلا پلورنځي، ټوکرپلورنځي، کافي خونې او هوټلونه پرانیستي دي.
نوموړی زیاتوي، د ده په څېر افغانان د خپلوانو د لیدو لپاره په اروپايي پاسپورټ ایران ته ځي او له کوم محدودیت پرته د دغه هېواد په ښارونو کې سیل او سیاحت کولی شي.
په ایران کې څومره ا فغانان دي؟

په ایران کې د افغان وګړو شتون د دغه هېواد د رسنیو ګرمه موضوع ده.
د ایران د مرکزي احصايې اداره وايي، له ۱۳۹۷ تر ۱۴۰۰ کاله په دغه هېواد کې د کډوالو شمېر نژدې دوو میلیونو ته رسېده، خو د ۱۴۰۰م کال په دوبي کې د طالبانو بیا واکمنېدو سره دغه هېواد ته له افغانستانه د کډوالو د ورتلو بهیر زیات شو.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د ۱۴۰۲ کال په زمري میاشت کې د افغان کډوالو شمېر "له پنځو میلیونو ډېر" وباله.
د ایران له اسلامي انقلاب مخکې د دغه هېواد پارلمان یا ملي شورا د ۱۳۵۴ کال په غبرګولي کې د کډوالو اړوند د جنیوا د ۱۹۵۱ کال کنوانسیون او د هغه د ۱۹۶۷ کال الحاقیه لاسلیک کړې، خو ایران هېڅکله هم د هغه له مخې له افغان کډوالو سره چلن نه دی کړی.








