تهران کې د افغان کډوالې کبرا رضايي د قتل په تړاو شکونه او "چوپتیا"

کبرا رضايي

د عکس سرچینه، ensafnews

د عکس تشریح، د کبرا رضايي هغه انځور چې خواله رسنیو کې خپور شوی

خبرداری: د دې مطلب ځینې برخې ښايي ځورونکې وي.

وروسته له هغه چې تهران کې افغان کډواله کبرا رضايي په بوږنوونکې بڼه ووژل شوه، اوس ځینو سرچینو د نوم نه ډاګیزولو په شرط بي بي سي ته ویلي، چې د هغې کورنۍ او وکیل یې د ایران د امینتي چارواکو له "سخت فشار" سره مخامخ دي. پر دوی فشار دی چې د دغه قتل په تړاو له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

د دې سرچینې په خبره، وکیل یې د لنډ وخت لپاره نیول شوی و.

د کبرا رضايي د وژنې خبر ته خواله رسنیو کې افغان فعالانو پراخ غبرګون وښود.

سرچینو بي بي سي ته وویل، کبرا رضايي نږدې پنځوس ورځې ورکه وه او کورنۍ یې پولیس هم خبر کړي وو.

"انصاف نیوز" خبر ور کړی چې پولیسو د تهران په پاکدشت کې د "ټوټې ټوتې بدن ځینې برخې" موندلې دي اوعدلي طب کې د ډي اېن اې له ازموینو وروسته معلومه شوې چې د کبرا رضايي د جسد دي.

ایراني رسنیو د پولیسو له قوله دا خبر خپور کړی او ویلي يې دي چې د کبرا رضايي د وژلو په تور "یو ۳۲ کلن ایرانی" نیول شوی دی.

د انصاف نیوز د رپوټ له مخې، د قضايي اجازه لیک له ترلاسه کولو وروسته پولیس د دې کس کور ته ننوتل. دلته چې څه وموندل شول، بوږنوونکي وو: " د کبرا د بدن د ټوټو پاتې شونې د دغه سړي په کور کې پیدا شوې. داسې ښکاري چې د اسید یا تیزابو په مرسته یې د نښو ورکولو هڅه شوې وه."

ایسنا خبري اژانس د کبرا رضايي دوسیې ته له اشارې پرته د پیشوا ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ د یوه پلټونکي چارواکي ډګروال سید اکبر عربي څرګندونې نشر کړې دي چې د دې خبر خپرېدو پیسې یې د یکشنبې په ورځ او د جوزا په ۱۸ ویلي و: "څارونکي پولیس بریالي شول چې لنډ وخت کې د یوې پېغلې په وژلو تورن کس معلوم کړي او په ناڅاپي عملیاتو کې یې ونیسي. "

د پیشوا امنیه قومندانۍ خبر ورکړی چې د پلټنو او مستندولو بهیر له بشپړېدو وروسته دوسیه قضايي برخې ته تللې او وژونکی هم بند ته استول شوی دی.

انصاف نیوز هم رپوټ ور کړی چې د جسد نورې برخې د هغه کس په کور کې وموندل شوې چې هڅه یې کوله نښې یې له منځه یوسي.

د کبرا رضایي قبر

د عکس سرچینه، ensafnews

د عکس تشریح، د کبرا رضایي قبر

انصاف نیوز د پولیسو له قوله رپوټ ورکړی چې تخنیکي ازموینې ښيي، د کبرا رضايي د تلیفون وروستي سیګنالونه د هغه کس کور په ګوته کوي چې دا یې بندي کړې وه.

د مېرمن رضايي د وژلو انګېزه نه ده معلومه، خو ځینو سرچینو بي بي سي ته وویل چې تورن کس هغه پېژندله.

ځینې افغان فعالان د کبراـ رضايي (Justiceforkobrarezaei) د هشتګ په جوړولو سره هغې ته د انصاف غوښتنه کوي او د کورنۍ ملاتړ یې غواړي.

د افغان مېرمنو د حقونو ځینې فعالان او ډلې هم په دې برخه کې د بیانیو په خپرولو د عدالت غوښتنه کوي.

ځینې فعالانو نیوکه او پوښتنه کړې چې "ایراني فعالانو هغه ډول چې د الهه حسین نژاد د قتل قضیې ته پوښښ ورکړ، ولې یې د کبرا رضايي د قتل په هکله څه ونه ویل."

د جون پر پنځمه د ۲۴ کلنې الهه حسین نژاد مړی تهران ته څېرمه دښتو کې وموندل شو او د ایران قضايه قوې وویل چې دوه کسان یې په تړاو نیول شوي دي.

د خواله رسنیو ایراني کاروونکو په تېره فعالانو د مېرمن حسین نژاد ورکېدو او وژل کېدو ته پراخ غبرګون ښودلی وو.

په تهران کې د افغانستان سفارت چې اوس یې د طالبانو حکومت استازي چارې سمبالوي په یوه ویناپاڼه کې ویلي، د ایران بهرنیو چارو وزارت ته یې په رسمي ډول د دغه قضيي په اړه خپله خواشیني لېږلې او ترې غوښتي یې دي چې عدلي او قضايي ادارې دې په دغه برخه کې خپل مسولیت پر ځای کړي.