د طالبانو حکومت قطر ته کارګر استوي: د پراخې بې کارۍ کمولو کې څومره مرسته کولی شي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي چې بهرنیو هېوادونو ته د افغان کارګرو د لیږلو په لومړي پړاو کې به ۷۰۰ کسان قطر ته واستول شي.
د دغه وزارت د ویاند سمیع الله ابراهیمي په وینا، د کارګرانو لېږل به د "قطر دولتي ګډ شرکت او د افغان خصوصي کارموندنې شرکتونو" ترمنځ د یوې هوکړې پر بنسټ وي.
د دې ګام موخه دا ده چې افغان کارګر په "قانوني، خوندي، باعزته ډول اعزام او په راتلونکي کې د دوی له حقونو دفاع او ملاتړ" وشي.
د ښاغلي ابراهیمي په وینا، د وزارت او خصوصي کارموندنې شرکتونو لخوا به د کارګرو نوملیکنه ډېر ژر پیل او دغه بهیر به په سمه توګه وڅارل شي.
هغه زیاته کړه چې د منلو شرایط، د غوښتنلیکونو د ثبتولو څرنګوالی او د غوښتنلیکونو د ثبت مرکزونو جزئیات به وروسته اعلان شي.
د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري له بي بي سي سره په یوه مرکه کې وویل چې په افغانستان کې د بې کارۍ د کچې په اړه کره شمېرې نشته، خو اټکل دا دی چې د ۲۵ او ۳۰ سلنې ترمنځ ده.
مخکې له دې داسې اندیښنې راپورته شوې وې چې د طالبانو د حکومت له خوا د ګڼ شمیر دولتي کارکونکو ګوښه کول (تنقیص) د پراخې بې کارۍ لامل شوي دي.
د ښاغلي عمري په وینا، یوازې یو لږ شمیر خلک په حکومت کې د کار کولو فرصت لري او د اقتصادي پروژو زیاتوالی باید د هېواد د اقتصاد په ټولیزه وده او د کار په رامنځته کولو کې مهم رول ولوبوي.
عربي هېوادونو ته د افغان کارګرو د لیږلو خبره د پخوانيو حکومتونو لخوا هم راپورته شوې وه، خو تر اوسه، په عملي توګه هیڅ کارګر په رسمي ډول د کار لپاره له افغانستانه بهر نه دی لیږل شوی.
د دې کال په جنورۍ کې د طالبانو د حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي وو، د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ملا عبدالمنان عمري، د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د یو شمېر نورو وزارتونو مرستیالانو په ګډه ناسته کې پرېکړه کړې چې د افغان کارګرو د لېږد بهیر د اسانتیا لپاره به ګډې هڅې کوي او د پنځو وزارتونو ترمنځ به په ګډه کار وشي. د بهرنیو چارو او د کار او ټولنیزو چارو وزیرانو په مشرۍ بهر ته د افغان کارګرو د لېږد او هلته شته افغان کارګرو ته د لازمو کاري اسانیو تیارولو په موخه د همغږۍ دغه ناسته کې ټینګار پرې دې وو چې له هغو هېوادونو سره چې کارګرو ته اړتیا لري باید پر رسمي لارو خبرې وشي.
د طالبانو حکومت چارواکو دا هم ویلي وو چې، غواړي بهرنیو هېوادونو ته د کارګرو د ناقانونه تګ مخه ونیسي.
له هغه وروسته د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت وویل، له روسیې یې غوښتي چې دغه هېواد ته د افغان کارګرو په لېږلو کې همکاري وکړي.
دا مهال په ایران، پاکستان، عراق او د سیمې په ډېرو نورو هېوادونو کې ګڼ افغانان کار کوي چې ډېر یې د کاري خوندیتوب، وېزو او نورو قانوني اسانیو ته په لاس رسي کې له ستونزو شکایت کوي.
افغانستان کې بي کاري
افغانستان کې بې کاري د خلکو لپاره نوی کړاو نه دی خو یو داسې څه دي چې د وخت په تېرېدو دغه حالت لا بدې خوا ته تللی دی.
په تېرو دوه نیمو لسیزو کې، د نورو ستونزو تر څنګ، بېکاري هم د افغانانو یوه له اصلي ننګونو وه، چې په مخامخ ډول یې په هېواد کې له ناامنۍ سره تړاو درلوده.
نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د ملیاردونو ډالرو مرستو سره سره، د دوامداره کارموندنې لپاره اړین ګامونه پورته نه شول، او د اوږده مهال لپاره دغه ستونزه پر ځای پاتې شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړیوال بانک د شمېرو پر بنسټ، په ۲۰۰۱ کال کې، د افغانستان د کاري ځواک ۴.۶٪ بېکاره وو، په ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳ کلونو کې دا شمېره ۴.۶٪ او ۴.۹٪ وه. په ۲۰۰۴ کال کې، د بېکاره کاري ځواک کچه ۴.۵٪ سلنې ته راټیټه شوه، خو په ۲۰۰۵ کال کې دا ۸.۵٪ ته لوړه شوه او له هغې وروسته، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه مخ په زیاتیدو وه.
په ۲۰۱۴ کال کې، د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت اعلان کړی و چې په افغانستان کې د ۱۰ میلیونه کاري ځواک له شمېرې ۸۰۰ زره په بشپړ ډول بې کاره دي.
په ۲۰۲۱م کال اګسټ کې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره افغانستان کې کاري فرصتونه لا محدود شول او د بې کارۍ کچه پورته لاړه.
د طالبانو حکومت د لږ شمېر اقتصادي او صنعتي سرچینو په درلودو ونه توانېد د بې کارۍ کچه کابو کړي او په ټوله کې د دوی د ځینو تګلارو له امله چې د ښځو او بشري حقونو له پلوه یادېږي لا هم پرې ځېنې بندیزونه پاتې شول. دغه چارې د بې کاره ځوانانو ژوند له سختو ورځو سره مخ کړ. ډېرو ځوانانو په ناقانونه لارو بهرنیو هېوادونو ته مخه کړه. په ایران، پاکستان، عراق او د منځني ختیځ په ځينو هېوادونو کې له کار هاخوا لوی شمېر اوروپا ته هم لاړل. ډېر یې پر لارو له مرګونو پېښو سره هم مخ شول.
باور دادی چې که د طالبانو حکومت په کور دننه او یا بهر د افغان کارګرو لپاره په کاري موکو موندلو کې څه ترلاسه کړي، نه یوازې د بې کارۍ مخنیوي کې به یې مرسته کړي وي ورسره به د هېواد ټولیز اقتصاد او د طالبانو حکومتي اډانې ته هم له اقتصادي پلوه ګټه ورسوي.








