بایډن په خټه هندی- امریکايي 'اجی بانګا' د نړیوال بانک مشرۍ ته نومولی

د امریکا ولسمشر جو بایډن په خټه هندی امریکایي سوداګر 'اجی بانګا' خپل هېواد له اړخه د نړیوال بانک مشرۍ ته وړاندیز کړی دی.

دا ګام داسې مهال اخیستل شوی چې متحدو ایالتونو پر دغه بانک د اقلیم بدلون د مخنیوي برخه کې لا ډېر کار لپاره فشار زیات کړی دی.

ښاغلي بانګا تر یوې لسیزې ډېره موده د 'ماسټر کارډ' مشري کړې او دمګړۍ یوه خصوصي کمپنۍ کې کار کوي.

امریکایي‌ چارواکي وايي‌ اجی بانګا دا تجربه لري چې نړیوال بانک سره مرسته وکړي‌، چې خپلو اهدافو ته رسېدو لپاره له خصوصي سکتور سره څنګه کار وکړي.

نړیوال بانک ته مشر د دغه بانک بورډ ټاکي.

دغه بانک چارشنبه وویل چې تر دریو شارټ لیست شویو نوماندانو سره به مرکه کېږي او نوی مشر به د مې میاشتې لومړیو کې اعلان کړي.

بانک د ښځینه نوماندانو د ډېرې هڅونې خبره هم کړې ده.

لا مالومه نه ده چې نور هېوادونه به هم دې څوکۍ ته څوک وړاندیز کړي، که څنګه.

نړیوال بانک هر کال بېلابېلو هېوادونو ته میلیاردونه ډالر پور ورکوي.

متحد ایالتونه د دغه بانک تر ټولو ستر ونډه وال دي او په دودیز ډول یې مشرۍ ته د کس د وړاندیز مسوولیت هم لري.

د امریکا د خزانې وزېرې جانېټ یېلېن د حکومتونو، کمپیونو او غیر انتفاعي سازمانونو ترمنځ‌ شراکت رامنځته کولو کې د ښاغلي بانګا کاري مخینې ته په اشارې ویلي، نوموړی دې دندې او پازې ته غوره وړتیا لري.

اجی بانګا کاري مخینه خپل پلرني ټاټوبي هند کې پیل کړې چې پلار یې هلته پوځ کې افسر و.

نوموړی اوس د امریکا تابعیت لري.

هغه 'ماسټر کارډ' سره تر کار وړاندې Nestle او Citigroup کمپینو سره هم کار کړی.

اجی بانګا په ۲۰۲۱ کال د ماسټر کارډ له مشرۍ تقاعد وکړ او اوس د جنرال اتلانتیک په نوم د ونډو یوه خصوصي شرکت کې مرستیال مشر دی.

نوموړی د اقلیم په تړاو د دغه شرکت د ۳ نیم میلیارد ډالري فنډ د مشورتي بورډ غړی دی.

هغه سپینې ماڼۍ سره د مرکزي امریکا د شراکت نوښت کې ګډه مشري هم کړې.

دغه نوښت دې لپاره پر خصوصي سکتور د پانګونې په ډېرېدو کار کوي چې د مرکزي امریکا له هېوادونو متحدو ایالتونو ته د کډوالو د ورتګ بهیر ورو کړي.

د نړیوال بانک اوسنی مشر ډیویډ مالپاس د امریکا د مخکېني ولسمشر ډونلډ ټرمپ لخوا نومول شوی.

هغه روانه میاشت وویل چې راتلونکي جون کې د دندې د پنځه کلنې مودې له پوره کېدو یو کال وړاندې استعفا کوي.

د چاپیریالي سکتور فعالان پر هغه نیوکه کوي چې ګوندې د اقلیم بدلون مخنیوي لپاره د بانک د سرچینو په ور ماتولو کې ټکنی دی.

سپینې ماڼۍ تېر کال هغه ځکه په زغرده وراټه چې ویلي و نه پوهېږي چې فوسیلي سونګ توکي دې د اقلیم بدلون لامل وګرځي.‌

نوموړي وروسته بیا د دغو څرګندونو بښنه وغوښته.‌