"ځوان عون عباس لمونځ پرېښود او د ځانمرګي بریدګر مخه یې ونیوله"

.

د عکس سرچینه، ASHFAQ SHAH

د لوستلو وخت: ۵ دقیقې

سید اشفاق د اسلام‌اباد د ترلایي سیمې اوسېدونکی دی او هغې امام‌بارګاه ته نږدې ژوند کوي چې ترهګریز برید پرې شوی.

هغه لومړنی کس و چې د دې پېښې خبر یې د ژغورنې ادارو او پولیسو ته ورکړ او همداراز له چاودنې وروسته لومړنی کس و چې جومات ته دننه شو.

په دې امام‌بارګاه کې زیاتره د ترلایي اوسېدونکي لمونځونه کوي او سید اشفاق له ډېرو سره پېژندګلوي لرله.

هغه وایي، کله چې جومات ته ننوت نو هر لورې ټپیان او مړي پراته وو.

په هماغه وخت کې یې مړي له پامه وغورځول او د ټپیانو مرسته یې پیل کړه.

سید اشفاق زیاتوي، کله چې له دروازې دننه شو، نو ویې ولیدل چې د ترلایي اوسېدونکی عون عباس هلته پروت دی او د هغه تر څنګ د اټکل شوي ځانمرګي بریدګر مړی هم پروت و.

هغه وایي:

"ما ته ویل شوي چې له ډزو وروسته، کله چې ځانمرګی بریدګر تالار ته دننه شو، نو عون عباس هغه ونیوه او ځانمرګي هماغلته ځان ته چاودنه ورکړه. که عون عباس دا کار نه وای کړی او بریدګر یې د هال (تالار) پر دروازه نه وای درولی، نو ښايي د ځاني زیان کچه ډېره لوړه وی"

عباس اسماني رنګه کالي او تور جاکټ اغوستی.

د عکس سرچینه، ASHFAQ SHAH

د عکس تشریح، عیني شاهدان وایي، عون عباس لمونځ پرېښود او د ځانمرګي بریدګر لاره یې ونیوله.

بي‌بي‌سي اردو برخې ته همدا خبره په تالار کې شته نورو کسانو او ټپیانو هم کړې ده.

اصغر علي هم د جمعې د ورځې په دې پېښه کې برسیرن ټپي شوی دی.

هغه د تالار دروازې ته نږدې، په وروستي صف کې لمونځ کاوه.

هغه وایي، د لمانځه پر مهال، د هغه یوې خوا ته عون عباس ولاړ و او له بلې خوا ته یې بل کس ولاړ و چې دواړه د برید له امله ووژل شول.

اصغر علي زیاتوي، کله چې یې د ډزو غږ واورېد نو عون عباس خپل لمونځ پرېښود او ځانمرګی بریدګر یې ونېوه چې د تالار له دروازې دننه کېده.

د ده په وینا، په همدې شېبه کې ځانمرګي بریدګر ځان ته چاودنه ورکړه او په دې چاودنه کې د نورو خلکو ترڅنګ عون عباس هم ووژل شو.

د هغه په خبره، په دې چاودنه کې دی خپله هم ټپي شوی و خو ټپونه یې برسیرن وو، نو له روغتونه رخصت کړل شوی دی.

کله چې چاودنه وشوه، د لمانځه امامت راجه بشارت حسین کاوه.

راجه بشارت حسین وایي، ډېرو لمونځ کوونکو ورته ویلي دي چې عون عباس له ډزو وروسته لمونځ پرېښود او د بریدګر مخه یې ونیوله. هغه وایي:

"که هغه د صفونو منځ ته ننوتی وای نو ډېر لوی زیان به اوښتی وی. عون عباس خپله ساه ورکړه خو د ډېرو خلکو ژوند یې وژغوره، هغه اتل دی"

د سید اشفاق په خبره، د امام‌بارګاه مرکزي دروازې لپاره دوه ساتونکي ګمارل شوي وو.

پېښه په دې جومات کې شوې.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

هغه وایي، کله چې بریدګر د مرکزي دروازې له لارې په ډزو کولو سره دننه شو، هماغه وخت لمونځ روان و.

"ما د څلورو یا پنځو ډزو غږ واورېد او ورسره سم د یوه بل ډز غږ هم راغی. دا ډز زمونږ ساتونکو وکړ، هغوی هڅه کوله چې د ځانمرګي بریدګر مخه ونیسي."

سید اشفاق وایي چې بریدګر د مرکزي دروازې له لارې د ننوتلو پر مهال دوه یا درې نورې ډزې هم وکړې او غوښتل یې تالار ته ننوځي خو عون عباس یې مخه ونیوله.

د هغه په ټکو، عون عباس درې وروڼه او خويندې لري او په ترلایي کې د خپل د تره زوی شعیب په کور کې اوسېده.

د سید اشفاق په وینا، د عون عباس پلار پر ورځنۍ مزد ټیکسي چلوله.

هغه وایي، د عون عباس عمر شل یا یوویشت کاله و.

"د هغه ټول ماشومتوب زموږ د سترګو مخې ته تېر شوی دی."

د سید اشفاق په خبره، د عون عباس د تره زوی شعیب د هغه سرپرست و او په دې وروستیو کې یې عون عباس د کار لپاره بهر ته د لېږلو تیاری نیولی و چې د هغه لپاره په اړینه ازموینه کې هم بریالی شوی و.

"له لمانځه وروسته د بهادر علي سره د لیدو پلان و خو وروسته معلومه شوه چې باید د هغه په جنازه کې ګډون وکړو."

په دې پېښه کې لږ تر لږه د ګلګت-بلتستان څلور کسان وژل شوي دي.

له دوی یې د ګلګت-بلتستان د پولیسو افسر بهادر علي هم شامل دی چې هغه مهال د یوه لنډمهالي پرمختللي کورس لوستلو لپاره په اسلام‌اباد کې اوسېده.

د سکردو د پولیسو د عامه اړیکو مسول غلام محمد وایي، د دوی د لومړنیو معلوماتو له مخې بهادر علي د مسلکي وړتیاوو لوړولو کورس لپاره اسلام‌اباد ته تللی و او د هغه پلار او ورور لا له مخکې په اسلام‌اباد کې وو، ځکه چې د بلتستان ډېری خلک د ژمي پر مهال راولپنډۍ او اسلام‌اباد ته ځي.

غلام محمد وایي، بهادر علي د خپل پلار او ورور سره د جمعې لمانځه لپاره تللی و.

په پېښه کې د بهادر علي پلار او ورور هم ټپیان شوي دي.

هغه زیاتوي، د بهادر علي د پلار روغتیايي وضعیت ښه دی او د خپل زوی د جنازې سره خپلې پلرنۍ ولسوالۍ ګانچې ته روان دی خو بل ورور یې لا هم په روغتون کې بستر دی.

د غلام محمد په وینا، بهادر علي د کورس لپاره اسلام‌اباد ته له تلو مخکې د سکردو د هوايي ډګر په تاڼه کې دنده لرله.

.

د عکس سرچینه، RAJAB QAMAR

د عکس تشریح، بهادر علي د مسلکي لنډمهاله کورس لپاره اسلام‌اباد ته تللی و.

"د جنازې لمونځ ترسره کولو ځای لپاره یې خپله ځمکه ورکړه"

د امام‌بارګاه په برید کې وژل شوی بل کس سید حسن شاه عباس و.

هغه د مانسهرې ولسوالۍ د داتا سیمې اوسېدونکی و.

ډاکټر سید حسنات ګیلاني د ازاد کشمیر په پوهنتون کې مرستیال استاد دی او د سید حسن شاه عباس د تره زوی دی.

ډاکټر ګیلاني وایي، شاه عباس یو ټولنیز فعال او سوداګر و او د هغه ټول ماشومتوب او ځواني په اسلام‌اباد کې تېره شوې وه.

د ده په وینا، شاه عباس تر خپل کاروبار پیلولو مخکې چارټرډ اکاونټنټ (د کمپنیو او کاروبارونو مسلکي حساب‌کوونکی) و.

هغه وایي، له دې پېښې څه موده وړاندې، د هغه د ټولنیزو خدمتونو د ستاینې په بدل کې ملي دفاع پوهنتون په یوه روزنیز ورکشاپ کې د ګډون بلنه ورکړې وه چې افتخاري سندونه هم ورکړل شول.

.

د عکس سرچینه، GHIYAS SHAH

د عکس تشریح، په اسلام‌اباد کې د ځانمرګي برید په پېښه کې وژل شوی سید حسن شاه عباس (ښي لور ته) د مانسهرې ولسوالۍ د داتا سیمې اوسېدونکی و.

ډاکټر ګیلاني زیاتوي، شاه عباس په خپله سیمه کې د خیریه کارونو مخکښ و او له اسلام‌اباده به د خپلو خلکو د لیدو او مرستې لپاره "داتا" ته ورتله.

هغه وایي، سره له دې چې د مانسهرې کلی لوی دی خو په داتا کې د جنازې لپاره مناسب ځای نه و.

په همدې لړ کې، شاه عباس یو کمپاین پیل کړ او د خپل نیکه قیمتي ځمکه یې د جنازې‌ لمانځه لپاره وقف کړه.

ډاکټر سید حسنات ګیلاني وایي، شاه عباس پر دې ځمکه د جنازه‌ لمانځه لپاره د خای په جوړولو کې هم عملي کار کړی و.

هغه وایي چې د شاه عباس پلار محمود علي شاه د هوايي ځواک متقاعد افسر دی او د هغه یو تره، حامد علي شاه، د لاهور عالي محکمې متقاعد قاضي دی.

د شاه عباس دوه زامن او یوه لور پاتې دي.