د عکسونو البوم: کابل کې پر جومات برید

د کابل لوېدیځ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د اسلامي دولت (داعش) ډلې له خوا ځانمرګي برید کې لږترلږه ۵۶ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.

کابل برید
د عکس تشریح، د کابل لوېدیځ کې د شیعه ګانو پر یوه جومات د اسلامي دولت (داعش) ډلې له خوا ځانمرګي برید کې لږترلږه ۵۶ کسان وژل شوي او ۵۵ نور ټپيان دي.
کابل برید
د عکس تشریح، د برید مسؤولیت اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې منلی
کابل برید
د عکس تشریح، په برید کې ۵۵ کسان ټپیان شوي هم دي.
کابل برید
د عکس تشریح، ویل کېږي، په وژل شویو او ټپیانو کې ماشومان هم دي.
کابل برید
د عکس تشریح، د برید قربانیان لمونځ کوونکي وو
کابل برید
د عکس تشریح، برید د ماښام لمانځه پرمهال شوی، چې داعش وايي بریدګر پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او بیا یې پر ځان پورې تړلي چاودېدونکي توکي چوولي دي.
کابل برید
د عکس تشریح، هغه یوه مېرمن چې په برید کې یې د کورنۍ غړي وژل شوي.
کابل برید
د عکس تشریح، وړاندې هم افغانستان کې د شیعه ګانو پر جوماتونه او عبادتځیو ورته خونړي بریدونه شوي.
کابل برید
د عکس تشریح، دا برید داسې مهال شوی، چې یوازې په تېره یوه اونۍ کې تر سلو ډېر افغان سرتېري او لسګونه نور ولسي وګړي د اورپکو په بریدونو کې وژل شوي دي.
کابل برید
د عکس تشریح، افغانستان کې د هالنډ سفیر ویلي، په دې غمجنه اونۍ کې ګڼ ولسي وګړي وژل شوي، چې ځینې یې ان د لمانځه پرمهال وژل شوي.
کابل برید
د عکس تشریح، ولسمشر محمد اشرف غنی او اجراییه رییس عبدالله عبدالله دغه برید غندلی دی.
کابل برید
د عکس تشریح، ولسمشر غني ویلي، هغه څوک چې دغسې بشر ضد جنایتونه کوي، د (نابودۍ) مستحق دي.