ولې دونېڅک د اوکرایین دفاع لپاره مهم بلل کېږي؟

د عکس سرچینه، Reuters
د الاسکا سرمشریزې یوه مهمه لاسته راوړنه دا وه، چې د راپورونو له مخې روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین په کې ویلي و، که د دونېڅک پاتې برخې ور کړل شي، نو دی به یې په بدل کې د اوکرایین په اوسنۍ لومړۍ کرښه کې جګړه ودروي.
د دونېڅک د مرکز په ګډون شاوخوا ۷۰ سلنه خاوره اوس د روسې تر کنټرول لاندې ده. د دغې اوکرایینۍ سیمې د را خپلولو پر سر جنجالونه له څه باندې تېرو لسو کلونو را روان وو ، چې له امله یې دونېڅک او لوهانسک ته ډېر زیانونه هم رسېدلي دي.
که روسیه ټول دونېڅک تر لاسه کړي، نو په راتلونکي کې به له دروند پوځي تاوان پرته د نورو ځمکو را خپلولو تمي هم ور پیدا شي. له لوېدیځ دونېڅک د اوکراییني پوځ وتل به نه یوازې د دغه هېواد لپاره د ځمکې دردناک زیان وي، بلکې د کډوالو له نوې احتمالي څپې سره به هم مخ شي.
د اوکرایین بل تاوان به دا وي چې په راتلونکي کې به د روسیې پرمختګ پر وړاندې د دفاع کلا له لاس ور کړي. نو پورته یاد شویو دلایلو ته په کتو دونېڅک د اوکرایین لپاره ډېر ارزښت لري.
اوکرایین د دونېڅک څومره ځمکه په لاس کې لري؟

د رویټرز خبرې اژانس د رپوټ له مخې، اوکرایین لا هم د دونېڅک کابو ۶۶۰۰ کیلومتره مربع سیمه په لاس کې لري. هلته د اوکراییني ځايي چارواکو په وینا د دوی تر واک لاندې دونېڅک کې نژدې دوه لکه پنځوس زره کسان ژوند کوي.
د اوکرایین په لویو ښارونو کې کراماتورسک، سلاویانسک، کوستانتینیوکا او دروزکیفکا راځي. دا ښارونه د اوکرایین د اصلي صنعتي ولایت دونباس برخې دي، خو رواني جګړې یې اقتصاد ډېر ور خراب کړی دی.
ډاکتر مارني هاولټ، چې په اکسفورډ پوهنتون کې د روسیې او ختیځې اروپا د سیاست په څانګه کې درس ور کوي، رویټرز ته ویلي:
"حقیقت دا دی، چې د دغو سیمو ځمکنۍ سرچینې لږ تر لږه د یوې لسیزي لپاره نه شي کارېدلی، ځکه بېشمېره ځکمني ماینونه هلته ښخ شوي دي."
هغه زیاته کړه: "دا ځمکې په بشپړ ډول ویجاړې شوې او ښارونه یې له خاورو سره خاورې شوي دي."
د دې سیمې پوځي ارزښت څه دی؟

په امریکا کې د جګړې مطالعاتو انسټیټیوټ (ISW) په یوه تازه راپور کې لیکل شوي، په لوېدیځ دونیڅک کې د شاوخوا ۵۰ کیلومتره په اوږدوالي "کلا کمربند" جوړ شوی دی.
اوکرایین له تېرو ۱۱ کلونو راهیسې د دغه کمربند پر پیاوړتیا ډېري پیسې لګولې دي. د دغې سیمې په اړه زیاتره راپورونه هلته د خندقونو، پوځي پناه ځایونو، ماینونو، د ټانک ضد خنډونو او اغزن تارونو د غځېدو په هکله خبرې کوي.
د امریکايي ادارې دغه راپور زیاتوي، روسي ځواکونه هڅه کوي د پوکروفسک له لورې دا سیمه ونیسي، خو دا کار ښايي څو کاله وخت ونیسي.
د اوکرایین د دفاع لپاره د دغه کمربند ارزښت پر خپل ځای، خو د سیمې جغرافیه هم په دې برخه کې مهم رول لري. د بریتانیا د پوځي څېړنو د انسټیټیوټ کارپوه نیک رینولډز بيبيسي ته وویل:
"هلته د ځمکې بڼه د دفاع لپاره ګټوره ده، په ځانګړې توګه د چاسیف یار لوړ ځای چې د اوکرایین د دغه کمربند ملا یې ور تړلې ده. خو که په ټوله کې دونباس وګورو، نو دا ځمکه د اوکرایین دفاع لپاره دومره ګټوره نه ده."
هغه زیاتوي:
"د دونیڅک ښار په لوړه جغرافیه کې موقعیت لری او کله چې لوېدیځ لور ته ولاړ شې، نو ځمکه ټیټېږي. دا جغرافیاوي موقعیت د اوکرایین د دفاع لپاره ګتور نه دی. دا یوازې د جګړې سختوالي نه، بلکې د څارنې، د توپخانې د سمې همغږۍ او له ډرون پرته د جګړې د ملاتړ په توان پورې هم اړه لري.
"لوړ ځایونه د راډیويي څپو او د ډرون همغږۍ لپاره مهم دي."
رینولډز وايي: "چاسیف یار، چې روسانو یې تازه د نیولو دعوه کړې، د هغو وروستیو لوړو ځایونو یو دی، چې اوکرایین لا هم په واک کې درلود."
هغه ټینګار کوي، د سپوږمکۍ هغه انځورونه چې د اوکرایین نړیوالو ملګرو او سوداګریزو شرکتونو ور کړي، په دې برخه کې خورا مهم دي. خو دا هر څه د دې ځای نه نیسي چې اوکرایین دې خپلې پوځي چارې په مستقیم ډول همغږي کړي.

د عکس سرچینه، 24 Mechanised brigade via EPA
ایا د روسيې پوځ د دونېڅک ټوله سیمه غواړي؟
د دونېڅک لوېدیځ یوازې د اوږدې کمربند یو وړوکی برخه ده، چې شاوخوا ۱۱۰۰ کیلومتره غځېدلی دی او په اوړي کې تر ټولو سخت بریدونه هم پرې شوي دي. که مسکو خپل ځمکني ځواکونه بل لور ته ولېږي، نو کېدای شي په جګړه کې ښه پرمختګ وکړي.
رینولډز وایي: "په سویل کې د زاپورېژیا کمربند اوس د دونباس له کمربند سره ډېره ور ته والي لري او روسۍ پوځ په شمال کې هم له هماغه ستونزې سره مخ دی او بل ښکاره لاره ور ته نه ده پاته."
اوکرایین د دې وړتیا لري، چې په لوېدیځ کې خپله دفاع بیا پیاوړې کړي؟
په اصولو کې، که د سولې تړون وشي، نو اوکرایینیان به د دې چانس ولري، چې خپل کمربند لوېدیځ لور ته پراخ کړي. د دفاعي کمربند جوړول به هلته په دوو دلایلو سخت وي، لومړی دا چې د جګړې له امله ډېره ویجاړي را منځته شوې ده او دوهم دا چې ملکي کارګران به هلته تر جګړې لاندې کار ته زړه ښه نه کړي.
د جګړې څېړونکي په دې باور دي، چې د اوکرایین پوځ به د دونېڅک لوېدیځ، پرته له جګړې ور پرېنږدي.
نیک رینولډز وایي: "که امریکا پر روسیې فشار را وړي، نو د روسیې مخکني چلند ته په کتو او د امریکا د را کړې ـ ور کړې سیاست پر بنسټ، به ډېره سخته وي، چې اوکرایینی حکومت دې د هغې سیمې پرېښودو ته زړه ښه کړي."
د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي ویلي، هېواد به یې د روسیې هر هغه وړاندیز رد کړي چې دونباس په بدل کې اوربند ته غاړه ږدي.

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock











