تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
په هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال زیارت کوونکي تر پښو لاندې شوي
د هند شمال کې د هندوانو د سترو مذهبي مراسمو "کومبمېلې"پر مهال زیارت کوونکي تر پښو لاندې شوي، چې لږ تر لږه ۳۰ کسان پکې وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان شوي او د ۲۵ تنو مړي پېژندل شوي دي.
دا پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې یو شمېر زیارت کوونکو، چې د پرایاګراج ښار په سیند کې یې لمبېدل، پر هغو کسانو وختل، چې د سیند پر غاړه ویده وو.
عیني شاهدانو او د روغتون سرچینو بي بي سي ته ویلي، چې لږ تر لږه لسګونه جسدونه یې لیدلي دي.
د هند صدراعظم نریندرا مودي له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او د اپوزیسیون مشر راهول ګاندي د چارواکو "کمزوری مدیریت" د دې پېښې اصلي لامل بللی دی.
د بي بي سي خبریال ویکاس پانډي وايي، امبولانسونه په پرله پسې ډول د ښار مرکزي روغتون ته ځي راځي، خو هېچا ته- ان خبریالانو ته اجازه نه ورکول کېږي چې روغتون ته ننوځي.
د ماها کومب مېلې (خم مېلا) مذهبي مراسمو تنظیموونکي وايي، تمه کېږي چې نن (چهارشنبه، جنوري ۲۹مه) چې ګنګا سیند کې د لمبا ځانګړې ورځ ده، لسګونه میلیونه خلک ګډون وکړي. دا مراسم هر درې کاله وروسته ترسره کېږي او شپږ اونۍ دوام کوي.
د سه شنبې تر ماښامه، چارواکو اعلان وکړ چې د کومب مېلې مراسمو ته د زیارت کوونکو شمېر له ۱۷ میلیونه کسانو اوښتی دی. د هند حکومت اټکل کړی، چې سږ کال به شاوخوا ۱۰۰ میلیونه زیارت کوونکي په دې مراسمو کې برخه واخلي.
د بي بي سي خبریاله سمیرا حسین، چې د دې مراسمو له ځایه راپور ورکوي، د بشپړې ګډوډي یادونه کوي او وايي چې د سیند پر غاړه بوټان، جامې او کمپلې ښکاري او دا د هغو زیارت کوونکو دي، چې د تر پښو لاندې کېدو له وېرې تښتېدلي دي.
که څه هم تنظیموونکو د دې پېښې له رامنځته کېدو وروسته د لمبېدو مراسم ودرول، خو د بي بي سي خبریال ویکاس پانډي وايي، "لسګونه زره کسان لا هم هڅه کوي، چې د سیند سپېڅو اوبو ته ننوځي."
د خوندیتوب تدابیر؛ څنګه مرګونې ګڼه ګوڼه کې ژوندي پاتې شو؟
دا ۴۵ ورځنی جشن رسماً د دوشنبې په ورځ پیل شوی و او د فبرورۍ ۲۶ (د حوت ۸مه) به پای ته ورسېږي.
په دې شپږو اونیو کې، هندوان د سنگم سیند، چې د هند له درېیو مقدسو سیندونو - ګنګا، یمونا او افسانوي نامرئي ساراسواتي یو ګڼل کېږي- راغونډېږي او هلته لامبي. دوی باور لري، چې دا لمبا یې ګناهونه پاکوي او روح یې سپېڅلی کوي.
د ملګرو ملتونو د علمي، تعلیمي او فرهنګي چارو ادارې یونیسکو دا مراسم د "بشریت د نا ملموس میراث" په توګه ثبت کړي دي.
دا د نړۍ تر ټولو ستر مذهبي مراسم دي، چې حتی له فضا هم ښکاري.
د کوم مېلې په اړه
د سه شنبې ورځ د کوم مېلې د لمبا لومړنۍ ستره ورځ وه، چې د لمر ختو سره سم، "سادوها" - هغه هندي مقدس سړي چې پر خپلو بدنونو یې خاورې موښلې دي او اوږده غوټه شوي وېښتان لري - د لمبا لپاره راغلل.
هندوان باور لري، چې په دې مقدس سیند کې غوټه وهل یې ګناهونه پاکوي، خالص روح وربښي او د زیږون او مرګ له چورلیځه یې خلاصوي، ځکه چې د هندو مذهب وروستۍ موخه نجات ترلاسه کول دي.
د دې جشن ریښه په یوه افسانوي کیسه کې نغښتې ده، چې د "خدایانو" او "شیطانانو" د جګړې کیسه بیانوي. دا جګړه د یوه خم یا د امرت د مرتبان په سر د جګړې په اړه ده، چې د سمندر د ګډوډولو له لارې ترلاسه شوی و.
کله چې دواړو خواوو د دې ابدي ژوند اکسیر پر سر جګړه کوله، د هغو څو څاڅکي د څلورو ښارونو - پرایاګراج، هریدوار، اوجین، او ناسیک - پر ځمکه توی شول.
د دې کیسې له مخې، دا جګړه ۱۲ اسماني کاله - چې د ځمکې له ۱۲ کلونو سره برابر دي - دوام درلود، نو ځکه د خم مېله هر ۱۲ کاله یو ځل په دې څلورو ښارونو کې ترسره کېږي. همداراز، د دې نیمه جشن، چې "اَرد" خم مېله نومېږي، د دوو بشپړو جشنونو ترمنځ ترسره کېږي.
که څه هم دا جشن په ټولو څلورو ښارونو کې لمانځل کېږي، خو تر ټولو ستر مراسم، چې د ګډونوالو ریکارډونه ماتوي، تل په پرایاګراج کې ترسره کېږي.
کومب مېله د نړۍ تر ټولو لویه مذهبي راغونډېدنه
کومب له فضا څخه
کومب مېله کې دومره روښنايي وي چې ان له فضا هم ښکاري.
دې اونۍ، د ناسا ستورمزلي ډان پېټیټ هغه انځورونه خپاره کړل چې د نړیوال فضايي سټیشن (ISS) لخوا اخیستل شوي - ۴۰۰ کیلومتره (۲۴۸ مایله) له ځمکې لوړ- اخیستل شوي دا انځورونه د کومب مېلې ځای ښيي چې د شپې تیاره کې رڼاګانې پکې ښکاري.
د ۲۰۲۵ کومب مېله کې د ګنګا سیند لیدل کېږي.
په ۲۰۱۳ کې هم د هند کومب مېلې پرمهال په ټېل ماټېل کې لږترلږه ۳۶ کسان وژل شوي وو چې ډېری یې ښځې دي.
پېښه په الله اباد ښار کې شوې وه. په لسگونو نور ژوبل شوي هم وو.