ملګري ملتونه: د طالبانو په تړاو د روسیې پرېکړه د مسکو خپلواک عمل دی

د روسیې د سترې محکمې له لوري له ترهګرو ډلو د طالبانو د نوم لېرې کول ځنډ وروسته، ملګري ملتونه وايي د طالبانو دریځ په دې سازمان کې، چې د غړو هېوادونو له خوا ټاکل کېږي، لا هم نه دی بدل شوی.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجارېک په یوه خبري غونډه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیې پر طالبانو بندیز لغوه کړی دی، وویل: "دا د روسیې فدراسیون یوه خپلواکه پرېکړه ده".

د روسیې سترې محکمې د پنجشنبې پر ورځ (د اپرېل ۱۷مه) اعلان وکړ چې د افغان طالبانو "غورځنګ" یې له هغه نوملړه ځنډولی چې له ۲۰۰۳ کال راهیسي په کې د یوې ترهګرې ډلې په توګه ځای شوی و.

قاضي اولګ نفدوف چې دغه حکم اعلانوه وویل" د طالبانو پر کړنو بندیزونه چې د فدرالي سازمان د ترهګرۍ نوملړ له مخې لګول شوي وو لېرې کړل شول." هغه وویل دا پرېکړه سم لاسي د پلې کېدو وړ ده.

د طالبانو حکومت له دغه اعلان څو ساعته وروسته په یوه اعلامیه کې وویل د طالبان حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره لیدنه کې ویلي " دې پرېکړې سره د دواړو هېوادونو تر منځ د لا زیاتو سیاسي او اقتصادي همکاریو په وړاندې یوازینی پاتې خنډ هم له منځه ولاړ."

د طالبانو تر واک لاندې خبري رسنۍ وايي، د روسیې د دې ګام اخیستو په ورځ همهاله کابل کې د روسیې سفیر دیمیري ژیرنوف د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره په کتنه کې د روسیې د سترې محکمې پرېکړه هم ابلاغ کړې ده.

باختر خبري اژانس پر اېکس د روسیې د سفیر او ښاغلي متقي د لیدنې له یوه انځور سره د روسیې د سفیر له خولې لیکلي چې "دا پرېکړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو لپاره یوه تاریخي هغه بللې ده".

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ويلي، د طالبانو ډله د ممنوعه ډلو له لېسته ځنډول د مسکو او کابل تر منځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره یو لوی حقوقي خنډ له منځه وړی دی.

هغه له یوه روسي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي: "موږ به یوازې پر دې تم نه شو، ځکه باید نور ګامونه هم په دې لاره کې پورته شي. لا هم د جزییاتو په اړه خبرې کول وختي دي."

کابلوف وویل، په راتلونکې مې میاشت کې به د کازان ناستې په څنډه کې د روسیې او افغانستان ترمنځ یوه لویه ناسته هم وشي.

هغه وویل، په دې ناسته کې به د روسیې د پلاوي مشري د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال الکسي اورچوک پر غاړه ولري.

د راپورونو له مخې ځینې طالبان غواړي له نړیوالې ټولنې سره پراخ تعامل ولري او د خپلو سختو تګلارو نرمولو غوښتونکي دي چې له بهره ډېر ملاتړ جذب کړي. په تېرو میاشتو کې د بندیانو د تبادلې او خوشي کولو له امله د طالبانو او د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا تر منځ تعامل ډېر شوی دی.

د "کړکېچ ګروپ" د اسیا پروګرام لوړپوړی شنونکي ابراهیم بهیس پر دې اند دی چې طالبان ترهګره ډله بلل افغانستان کې د دوی له حکومت سره د سوداګرۍ او سیاسي اړیکو لپاره یو حقوقي خنډ و او د دې خنډ لېرې کول د روسیې د اړیکو د ښه کولو هیله څرګندوي.

هغه زیاته کړه: "خو له دې پرته چې د افرادو او شرکتونو لپاره له افغانستان سره تعامل اسانه کړي، زه نه یم ډاډمن چې دا به کومه بله مهمه ګټه ولري".

د سوېلي اسیا شناند مایکل کوګلمن بیا وايي د روسیې دا ګام یو مهم بدلون نه دی، ځکه ډېرو هېوادونو اصلاً طالبانو ته د ترهګرې ډلې رسمي نوم نه و ورکړی. سره له دې، هغه دا پرېکړه د دوه اړخیزو اړیکو لپاره (یو بریالی اقدام) وباله."

هغه وویل، دا پرېکړه به د روسیې لپاره د باور جوړونې یوه وسیله وي چې د لا زیاتو تعاملاتو لاره هواروي او مسکو ته دا اسانوي چې په افغانستان کې خپلې ګټې خوندي کړي، په تېره د (اسلامي دولت) نومې "داعش" -خراسن څانګې په څېر د هغو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنې چې د روسیې پر ضد دي.

کوګلمن زیاتوي: "له بلې خوا، د طالبانو لپاره د محکمې دا پرېکړه یوه داسې پایله ده چې د هغوی مشروعیت زیاتولی شي او دوی ترې په نړیواله کچه د خپل واک د منل کېدو لوري کې ګټه اخیستلی شي".