بایډن په افغانستان کې د بندي امریکایانو له کورنیو سره خبرې کړې، د طالبانو حکومت وايي پر تبادله خبرې روانې دي

د عکس سرچینه، Getty Images
سپینه ماڼۍ وايي د امریکا ولسمشر جو بایډن د یکشنبې پر ورځ د هغو ۳ امریکایانو له کورنیو سره خبرې کړي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د طالب واکمنو له خوا بندیان دي. هغه د دغو امریکایانو د بېرته ستنولو پر ژمنې ټینګار وکړ، چې وايي ساتنه یې ناسمه چاره ده.
سپینه ماڼۍ وايي، د بایډن اداره د تېر کال له جولای راهیسې له طالبانو سره د امریکا د هغه وړاندیز په اړه خبرې کوي چې له مخې یې درې امریکایان، رایان کاربټ، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په ګوانتانامو کې د بندي محمد رحیم الافغاني په بدل کې خوشې شي. رویټرز خبري اژانس په دې اړه تېره اوونۍ د خبرو اترو د یوې اشنا سرچینې له قوله رپوټ ورکړی و.
په دې تړاو یوې بلې سرچینې هم د یکشنبې پر ورځ ویلي، د امریکایانو د خلاصون لپاره هڅې روانې دي.
کاربټ او حبیبي له افغانستانه د امریکایانو تر وتلو یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په جلا جلا پېښو کې په کابل کې ونیول شول. ګلیزمن په ۲۰۲۲ کال کې هغه وخت ونیول شو چې د سیلاني په توګه یې افغانستان ته سفر کړی و.
د محمود حبیبي ورور احمد حبیبي، چې د یکشنبې ورځې په ټیلیفوني خبرو کې و، له بایډن سره د خبرو هرکلی وکړ.
هغه وايي، "ولسمشر بایډن په څرګنده توګه موږ ته وویل، که طالبان زما ورور نه پرېږدي، رحیم به ورسره تبادله نه کړي، دا چې هغه زما د ورور لپاره ولاړ دی، زما کورنۍ یې ډېره منندویه ده."
یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، طالبان، چې د حبیبي له نیولو انکار کوي، د ګلیزمن او کاربټ په اړه یې د امریکا د تبادلې وړاندیز سره مخالفت کړی دی.
د طالبانو حکومت وايي، په افغانستان کې د زنداني امریکایانو پر تبادله کولو له اوږدې مودې راهیسې خبرې راوانې دی. له بي بي سي سره خبرو کې د طالبانو حکومت یوې استخباراتي سرچینې وویل " خبرې روانې دي خو نتیجې ته لا هم نه دي رسیدلي مګر هیله موجوده ده ځکه ددې تبادلې یوه کامیابه تجربه موږ تر فتحې مخکې هم درلوده او تر فتحې وروسته یې هم لرو."
د غه سرچینه وايي "امریکایي لوری هم اماده ښکاري خو څه تخنیکي او حقوقي بحثونه تر منځ دي."
سپینه ماڼۍ وايي، بایډن د خپلې واکمنۍ پر مهال په ټوله نړۍ کې تر ۷۵ ډېر امریکایان چې په ناحقه په میانمار، چین، غزه، هایتي، ایران، روسیې، روانډا، وینزوېلا او لوېدیځې افریقا په ګډون هېوادونو کې بندیان وو، خپل کور ته ستانه کړي دي او له افغانستانه تر وتلو مخکې یې هم ټول بندي امریکایان امریکا ته راوستل.
دوی زیاتوي، "ولسمشر بایډن او د هغه ټیم د مهمو متحدینو په ملګرتیا، د هغو امریکایانو د خوشې کولو لپاره چې یرغمل شوي یا په غیر عادلانه ډول په بهر کې توقیف شوي دي، د خبرو اترو لپاره په وخت کار کړی دی او په پاتې وخت کې به هم په ټوله نړۍ کې دې کار ته دوام ورکړي."
د سنا د اطلاعاتي کمېټې په رپوټ کې رحیم د "القاعدې لپاره د چارو یو سمبالونکی" بلل شوی او ویل شوي، هغه د ۲۰۰۷ کال په جون کې په پاکستان کې ونیول شو او بله میاشت کې سي ای اې ته وسپارل شو".
رپوټ وايي، هغه د سي ای اې په یوه پټ "تور زندان" کې ساتل شوی و، چېرې چې هغه د سختو تحقیقاتو له میتودونو لکه له بې خوبۍ سره مخ شوی دی. وروسته بیا د ۲۰۰۸ کال په مارچ کې ګوانتانامو زندان ته واستول شو.
بایډن تېره اونۍ د ګوانتانامو ۱۱ زندانیان عمان ته واستول، چې په دغه جنجالي زندان کې یې د بندیانو شمېر نژدې نیمایي ته راټیټ کړ او له دې سره ۱۵ زندانیان هلته پاتې شول. هغه هڅه کړې د جنورۍ په شلمه د واک له پرېښودو مخکې د دې مرکز د تړلو هڅې بشپړې کړي خو کتونکي وايي اسانه نه برېښي چې شاوخوا یوې اونۍ موده کې دې د ګوانتنامو زندان د تړلو چاره په بشپړه توګه پلې شي.








