افغانستان او نوره نړۍ کې د بندي امریکایانو په اړه پر څه پوهېږو؟

امریکا

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, بېرند ډبوسمن جونیر
    • دنده, بي‌بي‌سي نیوز، واشنګټن

خبریال 'ایوان ګېرشکوویچ'، د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی غړی 'پاول ویلان' او ژورنالیسته 'السو کورماشیوا' چې اوړمه ورځ له روسیې سره د بندیانو به تاریخي تبادله کې ازاد شول، اوس په متحدو ایالتونو کې دي.

د امریکا حکومت که څه هم د دوی د بېرته ورستنولو پر نمانځلو بوخت دی، خو لسګونه نور امریکایان لا هم د نړۍ لروبر په ۱۶ هېوادونو کې یرغمل پاتې یا د ناسمو قضیو له کبله په توقیف کې ساتل شوي دي.

سوریه کې د تښتول شوي او وروسته وژل شوي امریکايي ژورنالیست 'جېمز ډبلیو فولي' په نوم د بنسټ مالومات ښيي، چې تر ۴۰ ډېر امریکایان په ناحقه بهر کې بندیان دي او دا چې ډېر یې له جعلي محاکمو کلونو کلونه وروسته هم د بند شپې سبا کوي.‌

په راپور کې ذکر شوې ډیرې قضیې (۷۸ سلنه)‌، د چین، ایران یا روسیې په څېر د دولتي عواملو لخوا د ناسم توقیف اړوندې دي.

پاتې نورې بیا د حماس په ګډون چې لږترلږه پنځه امریکایي اتباع ورسره بندیان دي، د غیر دولتي عواملو لخوا د یرغمل نیونې قضیې دي.

خو له هېواده بهر د بندي امریکایانو اصلي شمېر احتمالا تر دې لوړ دی.

له دوی د ځینو کورنۍ دا نه غواړي چې د هغوی قضیو ته دې ډېر پام ور واوړي او لویې دې شي.‌

په داسې حال کې چې د نورو اړوندې قضیې بیا لا د امریکا د حکومت لخوا غلطې نه دي اعلان شوې.

دلته یې د ځینو پر قضیو چې موږ یې په اړه پوهیږو، تمېږو:

کسېنیا کارېلینا - روسیه کې

د هغو امریکایانو په ډله کې چې لا هم په روسیه کې بنديان دي، ۳۲ کلنه 'کسېنیا کارېلینا' هم ده چې په کالیفورنیا کې د تودو اوبو د حمام کارمنده ده.

هغه دوه ګونی تابعیت لري او روسیې ته د کورنۍ غړو د لیدو لپاره تللې وه.

روسي چارواکو فبرورۍ کې اعلان وکړ چې هغه د خیانت په تور نیول شوې ده.

دغه تور ظاهرآ د نیویارک له یوې خیریه موسسې سره د اوکرایین د بیړنيو خدماتو کار کوونکو ته د جامو او وسایلو پېرلو لپاره د هغې د نږدې ۵۲ امریکايي ډالرو له مرستې سرچینه اخیستې.

تمه کېږي چې د اغلې کارېلینا محاکمه راتلونکې اونۍ پیل شي.

آسټین ټایس، سوریه کې

اسټین

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسټین ټایس په ۲۰۱۲ کال سوریه کې ورک شوی

۳۱ کلن آزاد خبریال او د امریکا د سمندري ځواک پخوانی غړی آسټین ټایس د ۲۰۱۲ کال اګست سوریه کې د کار پر مهال وتښتول شو.

په داسې حال کې چې هېچا د هغه د نیولو مسؤلیت پر غاړه نه دی اخیستی، امریکايي چارواکو ویلي دوی پر دې باور دي چې نوموړی د سوریې حکومت لخوا بندي شوی - هغه دریځ چې دوی پرې اوس او ولاړ دي.

د سوریې حکومت بیا ویلي چې د ښاغلي ټایس له ځای ځایګي بې خبره دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن په ۲۰۲۲ کال کې د ټایس له کورنۍ سره کتنه کې ویل چې متحد ایالتونه "یقینآ" پوهېږي چې هغه د سوریې له حکومت سره بندي دی.

د روان کال می میاشت کې ولسمشر بایډن یو ځل بیا ښاغلي ټایس "یرغمل شوی" وباله.

د ۱۲ کلونو له تېرېدو وروسته باور دا دی چې هغه اوس د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده موده بند کې ساتل شوی ژورنالیست دی.

مارک فوګل، روسیه کې

امریکا

د عکس سرچینه، Freedom For Marc Fogel via Facebook

د عکس تشریح، امریکا وايي د مارک فوګل د خلاصون لپاره هڅې کوي

مسکو کې د انګلیسي-امریکايي ښوونځي ښوونکی ۶۳ کلن 'مارک فوګل' د ۲۰۲۱ کال اګست په یوه هوایی ډګر کې له نیول کېدو وروسته د لږ اندازه طبي چرسو پر لېږدولو تور شو چې په متحدو ایالتونو کې ورته تجویز شوي وو.

هغه دا مهال د ۱۴ کاله بند ور اورول شوې سزا تېروي او د رپوټونو له مخې نورو بندیانو ته د انګلیسي ژبې تدریس کوي.

د سپېنې‌ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان د اګست پر لومړۍ نېټه وویل چې امریکا "په فعاله توګه د هغه خوشې کولو لپاره کار کوي".

کله چې یې پر سبا له ولسمشر بایډن د قضیې په اړه وپوښتل شول، نو هغه وویل "موږ په دې تړاو له هڅو لاس نه اخلو".

مارک سویډن، چین کې

امریکا

د عکس سرچینه، Swidan Family via CBS

د عکس تشریح، د مارک سویډن کورنۍ وايي وېرېږي چې نوموړی ځان ونه وژني

د ټکزاس یو سوداګر او ګرافیک ډیزاینر مارک سویډن له ۲۰۱۲ کال راهیسې په چین کې د نشه‌يي توکو د تور زندانی دی. خو هغه دا تورونه ردوي.

ملګرو ملتونو لخوا د هغه د تورونو بیاکتنه کې موندل شوې: ښاغلی سویډن چې د نیول کېدو پر مهال د فرشولو اړوند توکو او وسایلو پېرلو لپاره چین ته تللی و – د ادعا شوي جرم پر مهال دغه هېواد کې نه و.

متحد ایالتونه داسې انګېري چې هغه له دوه نورو امریکایانو سره په چین کې د غلط توقیف شپې سبا کوي.

په اپریل کې د هغه مور 'کاترین سویډن' د بي‌بي‌سي امریکايي شریک سي‌بي‌اېس تلویزیون ته وویل، کورنۍ یې "ډېره اندېښنه ده او ویره لري چې مارک به ځان ووژني".

کورنۍ یې دا تور هم پورې کړی چې ګوندې هغه د چین په بند کې سخت سکنجه شوی - داسې چې دواړه لاسونه یې مات او د زنګانه سترګه یې بې ځایه شوې ده.

اغلې سویډن فبرورۍ کې یوه خبري کنفرانس ته وویل: "د هغه پښه دومره پړسېدلې چې دوی [چینایان] ښايي له پرې کېدو پرته د هغه له پښې پټۍ لېرې نشي کړای. هغه ناروغ دی، یوازې وچه ډوډۍ خوري".

رایان کوربت، افغانستان کې

د نیویارک اوسېدونکی رایان کوربت د ۲۰۲۲ کال په اګست میاشت کې افغانستان ته له ستنېدو وروسته ونیول شو. دی یو کال مخکې واک ته د طالبانو له راګرځېدو وروسته له دغه هېواده وتلی و.

کوربت پخوا څو کاله په دغه هېواد کې اوسېدلی او د یو شمېر نادولتي موسسو لپاره یې پروژې پلې او څارلې.

نوموړی تر دې دمه پر کوم جرم نه دی تورن شوی. خو طالب چارواکو سي‌بي‌ایس ته ویلي چې هغه په "دولت ضد" فعالیتونو کې ښکېل و.

ښاغلی کوربت د هغو درېیو امریکایي اتباعو له ډلې دی چې د امریکا د حکومت په باور د طالبانو له خوا نیول شوي، او د هغو افغان اتباعو په بدل کې یې د دوی خوشې کولو ته لېوالتیا ښودلې چې لا هم له امریکا سره بندیان دي.

د کوربت کورنۍ په مارچ کې وویل، افغانستان کې یې له هغه یوه "اندېښمنوونکې تلیفوني" اړیکه ترلاسه کړې چې نوموړي په کې له ځانه "پام وړ خراب ذهني حالت" وښود.

د هغه ښځې انا سي‌بي‌اېس ته وویل: "زه غواړم ولسمشر پر دې پوه شي چې کور ته د رایان راوستلو لپاره د عمل نشتوالی ښايي ناوړه پایلې ولري."

امریکايي چارواکو که څه هم له طالب استازو سره د نوموړي خلاصون لپاره څو ځلې ناستې کړې، خو دا یې نه دي ویلي چې څومره پرمختګ پکې شوی دی.

د نیویارک د استازې 'کلاوډیا ټېني' په ګډون ګڼو امریکايي قانون جوړوونکو هم په زغرده د هغه د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.