له سړې جګړې را وروسته د روسیې او لوېدیځ ترمنځ د بندیانو تر ټوله لویه تبادله؛ ۲۴ بندیان ازاد شوي

د عکس سرچینه، US GOVERNMENT
د امریکا متحدو ایالتونو تائید کړې چې پنجشنبه (د اګست لومړۍ نېټه) د روسیې او لویدیځ ترمنځ له سړې جګړې را وروسته د بندیانو تر ټولو ستره تبادله ترسره شوې ده.
په دې تبادله کې د امریکايي خبریال ایوان ګرشکویچ په ګډون ټولټال ۲۴ بندیان ازاد شوي دي.
ښاغلي ګرشکویچ د وال سټریټ ژورنال خبریال دی او تېر کال روسیه کې امریکا ته د جاسوسۍ په تور پر ۱۶ کاله بند محکوم شوی و.
سپینې ماڼۍ ویلي، له دې ډلې ۱۶ کسان روسیې او ۸ روسي بندیان بیا امریکا، ناروې، جرمني، پولنډ او سلوانیا په ګډه خوشې کړي دي.
په خبر کې راغلي چې د دوو روسي بندیانو ماشومان هم روسیې ته ستانه شوي دي.
د لوېدیځ او روسیې ترمنځ د بندیانو دا تبادله د ترکیې په منځګړیتوب د انقرې هوايي ډګر د الوتکو پر ځغاستلیکه ترسره شوې ده.
د امریکا ولسمشر جوبایډن تائید کړې چې د امریکا د سمندري ځواکونو پخوانی سرتېری پاول وېلان، روسۍ-امریکايۍ ژورنالیسته السو کورماشیوا او روسی-بریتانوی فعال ولادیمیر کارا-مورزا چې امریکايي ګرینکارډ هم لري، د تبادله شویو بندیانو په ډله کې اوس بېرته امریکا ته پر لاره دي.
پر دې تبادله د څه باندې ۱۸ میاشتو بحثونو پایله کې هوکړه شوې او داسې ښکاري چې د مسکو لخوا د 'وادیم کراسیکوف' د ورګرځول کېدو په غوښتنې پورې تړلې وه.
رویټرز خبري اژانس لیکلي چې هغه په ۲۰۱۹ کال د برلین په یوه پارک کې یو پخوانی چیچنیايي یاغی وژلی او له دې کبله یې جرمني کې د عمري بند شپې سبا کولې.
امریکایي چارواکو نوموړی یوه بده څېره بللې او ویلي چې روسانو تر ټولو ډېر د همده پر خوشې کېدو ټینګار کاوه.
د روسیې ولسمسشر ولادیمیر پوتین او نورو جګپوړو چارواکو د مسکو په ونوکوو هوايي ډګر کې د ورستنو شویو روسانو هرکلی کړی دی.
د بندیانو د تبادلې په خبرو کې مخکې د روسیې د اپوزیسیون د مشر الیکسي نوالني د ازادۍ موضوع هم شامله وه، خو هغه تېره فبرورۍ په زندان کې مړ شو.
اوس د نوموړي ښځې یولیا د بندیانو د تبادلې پر دې هوکړې خوښي ښودلې ده.
هغې د اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "هر ازاد شوی سیاسي بندي یوه ستره بریا او لامل دی چې ونمانځل شي. هېڅوک باید له پوتین سره یرغمل، شکنجه او د هغه په زندانونو کې مرګ ته پرې نښودل شي".
په سپینه ماڼۍ کې نظر دا دی چې دا د امریکا او روسیې په تاریخ کې تر ټولو پېچلې تبادله وه.
ښاغلي بایډن دا د "ډیپلوماسۍ یوه لاسته راوړنه" بللې او زیاته کړې ده چې ډېرو هېوادونو "زما په غوښتنه په سختو او پیچلو خبرو اترو کې برخه اخیستې او زه شخصا له دوی مننه کوم".
هغه زیاته کړه چې ورخوشې شوي کسان په "ظاهري محاکمو" کې "له هېڅ قانوني دلیل پرته پر اوږدې مودې بند محکوم شوي دي".

د عکس سرچینه، EPA
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیر ډېویډ لامي هم ویلي چې د دې تبادلې هرکلی کوي، په ځانګړي توګه د کارا-مرزا او ویلان چې دواړه د برتانیا تابعیت لري.
هممهاله کرملین هم په یوه بیان کې ویلي، د دې لپاره چې بهر کې د بندي روسانو ورستنېدل ډاډمن شي، ۱۳ بندیان بخښل شوي دي.
په دې اړه لا څه نه دي ویل شوي چې ولې د دوو خوشې شویو المانیانو 'پاتریک شوبل' او 'هېرمن مویزیس' نومونه د بخښل شویو زندانیانو په نوملړ کې نه دي شامل شوي.
د امریکا او روسیې ترمنځ د بندیانو د لوړې کچې وروستی تبادله د ۲۰۲۲ په دسمبر کې ترسره شوې وه چې په لړ کې یې د امریکا د باسکیټبال ستورې 'برېټني ګرینر' د ابوظبي په هوایی ډګر کې د روسیې د وسلو له بدنام پلورونکي 'ویکتور بوت' سره تبادله شو.
وېکتور بوت له خوشې کېدو مخکې ۱۲ کاله د امریکا په زندان کې ساتل شوی و.

د عکس سرچینه، GETTY IMAGES
تر هغې ورمخکې په ۲۰۱۰ کال امریکا کې ۱۰ تنه نیول شوي روسي جاسوسان په روسیه کې له څلورو دوه ګونو جاسوسانو سره تبادله شول.
له دوی یو سرګیې سکریپال د پوځي استخباراتو پخوانی افسر و چې وروسته په ۲۰۱۸ کال له خپلې لور یولیا سره د بریتانیا سالزبري کې د اعصابو په وژونکې 'نوویچوک' ماده مسموم شو.
د یادونې ده چې په وروستیو کلونو، په تېره بیا د ۲۰۲۲ کال فبرورۍ کې پر اوکرایین له یرغل راهیسې د روسیې او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ پراخ شوی دی.









