د افغانستان ښکلاوې، چې د اسانتیاو د نشتون له کبله ناليدلې پاتې دي

د عکس سرچینه، NEMATULLAH KANDAHRI
- Author, مامون درانی
- دنده, خبریال
افغانستان کې ګرځندوی په دا وروستیو څو کلونو کې حیرانوونکې وده کړې او د طالبانو حکومت وايي، تېر یوه کال کې څه باندي ۸۰۰۰ بهرني سېلانیان ددې هېواد لېدو ته ورغلي دي.
په دې کې د ټولنیزو رسنیو د یو شمېر کاروونکو هغه انځورونه او ویډیويي رپوټونو هم خورا ښه رول لوبولی، چې ددې هېواد له بېلابېلو سیمو، لرغونو ځایونو، بازارونو او د خلکو د ژوند په اړه یې ټولنیزو رسنیو کې په پرلپسې توګه خپروي.
یو افغان سېلاني نعمت کندهاری یو له همدې کسانو دی، چې د خپلې ډرون کمرې په مرسته د افغانستان د طبیعي ښکلاو او لرغونو سیمو انځورونه اخلي.
نعمت الله د کندهار ولایت اوسېدونکی دی، چې دده په خبر د افغانستان ۳۲ ولایتونو ته یې سفرونه کړي.
ده پر خپله ټېک ټاک پاڼه په ډرون کمره د روزګان ولایت د یوه ځړوبي یا ابشار اخیستل شوې ویډیو خپره کړې چې نوموړي یې په اړه وایي:
"افغانستان خورا ډېرې نالیدلې ښکلاوې لري، خو دا چې تر اوسه ډېرو لیدلې نه دي، یوازینی لامل یې دا دی، چې په داسې سیمو کې موقعیت لري، چې ورتګ ورته ګران دی. د بېلګې په توګه د (روزګان) چورې ولسوالۍ دې ابشار ته د رسېدو لپاره مې دوه ساعته پلی مزل وکړ."
نعمت الله وايي، کله چې د خپلې ډرون کمرې په مرسته اخیستي ویډيويي کلیپونه پر خواله رسنیو خپروي، ډېری بهرنیان پرې تبصرې لیکي او د ځایونو ادرسونه او معلومات غواړي، چې په ځانګړي ډول دده په خبره، د نورستان ستاینه او پوښتنه ډېره کېږي.

د عکس سرچینه، NEMATULLAH KANDAHRI
" کله چې موږ نورستان ته لاړو، ومو لیدل، چې د ګرځندویانو لپاره مناسبې اسانتیاوې پکې نشته. د بېلګې په ډول، د بهرنیو ګرځندویانو لپاره د هوټلونو ستونزه ده، سړکونه خام او خراب دي."
نوموړی وايي، که مناسبې اسانتیاوې لکه هوټلونه او رسټورانتونه برابر شي، ډاډه دی، چې کورني او بهرني ګرځندویان به نورستان ته ورمات شي.
د ګرځندوی یو هسپانوی شرکت، چې د افغانستان په ګډون د مرکزي اسیا هېوادونو ته سیلانیان لېږي او د اسانتیا برابرولو برخه کې کار کوي وايي، د طالبانو اقتصاد مخ پر ځوړ روان دی او دوی سیاحت ته د یو فرصت په سترګه ګوري.
ددغه شرکت مشر جان توریس وايي، د افغانستان د لېدو لپاره ګڼ دلایل شته، خو طالبان باید د ګرځندوی صنعت د غوړېدو او تفریحي سیمو په سپړلو کې خپل مسولیت په ځای کړي:
" افغانستان ته د سفر کولو لپاره ډېر دلایل شته. دا هېواد د لیدو له پلوه ډېر ښکلی دی او همدارنګه یو په زړه پورې تاریخ هم لري، خو هغه څه چې ډېری خلک افغانستان ته راکاږي د دې هېواد د طبیعت سوچه والی دی. "
ښاغلی توریس وايي، سیلانیان یوازې د هغو ولایتونو څخه لیدنه کوي، چې د ګرځندوی لپاره رسمي اسانتیاوې پکې شته، ځکه نو د نورستان او هلمند په څېر لېرې پرتو سیمو ته سفر نه کوي .
د ګرځندوی دغه هسپانوی شرکت افغانستان ته وروسته له هغه خپل تر لسو زیات سفرونه وځنډول، چې د روان کال مې میاشت کې بامیان کې پر بهرنیو سېلانیانو برید وشو.
په دغه برید کې درې افغانان او درې تنه بهرني سېلانیان ووژل شول او د څلورو بهرني سېلانیانو په ګډونه اووه تنه ټپیان شول.
د هسپانیې حکومت هغه مهال یوه اعلامیه کې ویلي وه، چې وژل شوي کسان د دغه هېواد وګړي دي.
سېلانیان په هوایي ډګر کې د افغانستان ویزې اخيستو تمه لري

د عکس سرچینه، NEMATULLAH KANDAHRI
د رسمي شمېرو له مخي د سېلانیانو شمېر، چې ۲۰۲۱ کال کې یوازې ۶۹۱ تنه و، تېر کال کې له ۸۰۰۰ څخه اوښتي دي او د کورنیو سېلانیانو شمېر هم په چټکۍ سره زیات شوی دی.
افغانستان کې د طالبانو حکومت بهرنیو سېلانیانو ته د چوپړونو وړاندي کولو لپاره ۳۰۰۰ سیاحتي شرکتونو ته د فعالیت جوازونه ورکړي او تمه یې دا ده، چې د افغانستان ګرځندوی صنعت وده وکړي او د نړیوالو سیلانیانو پام افغانستان ته واړوي.
د محمد شیرزاد په نوم د سیلانیانو یو لارښود، چې له تېرو درې کلونو راهیسې د بهرنیو ګرځندویانو کوربتوب کوي وايي، د افغانستان ښکلا، لرغونتیا او مېلمه پالنې بهرني سیلانیان هیښ کړي.
دی وايي، باوري دی، چې که په دې برخه کې اسانتیاوې ډېرې شي، کلیوالي اقتصاد به ورسره وده وکړي او ګڼو ځاي خلکو ته به کاري فرصتونه برابر شي:
" ګڼو ولایتونو ته غځېدلې لارې او سړکونه خراب دي، بهرني سیلانیان تل همدا شکایت کوي، چې ددوي ډېر وخت پر لارو ضایع کېږي. "
ښاغلی شېرزاد وايي، یو شمېر سیلانیان ددې تمه لري، چې افغانستان ته په رسېدو سره په هوايي ډګرونو کې د افغانستان ویزه ورکړل شي، لکه په ځینو نور هغه هېوادونو کې چې د ګرځندوي سیمي بلل کېږي.
دغه غوښتنه پر داسی مهال مطرحه کېږي، چې د طالبانو حکومت روانه میاشت کې ځینو هېوادونو کې د افغان سفارتونو لخوا د صادرېدونکو اسنادو د نه منلو اعلان وکړ.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې ددغه اعلان له خپرېدو وروسته د لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسې، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا او اسټرالیا استازولیو له لوري، کونسلي خدمتونه د منلو وړ نه دي.
ځینې په دې باور دي، دغه تازه محدودیتونه به د یادو هېوادونو د هغو وګړو لپاره افغانستان ته تګ نور پیچلی کړي، په ځانګړي ډول هغه وګړي، چې غواړي د سېلانیانو په توګه دغه هېواد ته سفر وکړي.
خو د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي بي بي سي سره خپله وروستۍ مرکه کې تمه ښودلې وه، چې له هېواد نه بهر به خلکو ته په انلاین ډول کونسلي چوپړونه پیل کړي.
د ګرځندوي صنعت د ودې لپاره د نویو سیمو د پرانیستلو لپاره هڅې

د عکس سرچینه، NEMATULLAH KANDAHRI
افغانستان کې د طالبانو د حکومت د (افغان ټور شرکت) د شمېرو له مخي تېر یو کال کې دغه ادارې بهرنیو سیلانیانو ته د ویزو د تمدید، ټرانسپورټ، استوګنې او نور چوپړونو د وړاندې کولو له اړخه ۹۷ میلیونه افغانۍ عاید ترلاسه کړې دي.
ددغه شرکت مشر محمد نبي بها وايي، تمه یې دا ده، چې افغانستان د ګرځندوی پر مرکز بدل شي او دې برخه کې د ځینو کارونو یادونه کوي:
" موږ تېر کال نورستان، ځاځي آریوب، کاپیسا او د غور ولایت د جام منار سره مېلمستونونه جوړ کړل، همدا راز هره هغه سیمه، چې د ګرځندوي جاذبې لري غواړو هلته اسانتیاوي رامنځته کړو ."
ښاغلی بها وایي، د ګرځندویانو د لېږد رالېږد لپاره یې یو شمېر نوي ګاډي هم پېرلي، څو بهرنیو سیلانیانو ته ډاډمن او خوندي ترانسپورټي چوپړونه وړاندې کړو.
افغان ټور شرکټ د مېرمنو په ګډون ټولو بهرنیو سیلانیانو ته ددغه هېواد د تفریحې او لرغونو سیمو د لیدنې لپاره د اجازې ځانګړې پاڼې ورکوي.
خو افغانې مېرمنې یا هم هغه افغانې کورنۍ، چې غواړي د بند امیر په څېر سیمو لیدنه وکړي د طالبانو د حکومت له خوا پرې محدودیت وضع شوی او دې برخه کې دغه ډول کورنیو سېلانیانو ته هېڅ ډول اسانتیاوې شتون نه لري.

د عکس سرچینه، NEMATULLAH KANDAHRI

د عکس سرچینه، NEMATULLAH KANDAHRI
وروستیو درېیو کلونو کې د افغانستان یوازې څو لوی ښارونه او تاریخي مرکزونه لکه کابل، بامیان، کندهار، مزار شریف، غزني او هرات د بهرنیو سیلانیانو کوربه پاتې شوي.
افغان ټېک ټاکر نعمت یادونه کوي، چې افغانستان کې لا ډېرې ناڅرګندې خو ښکلې سیمې شته، چې د سیاحت د صنعت په پراختیا کې مهم رول لوبولی شي.
دی د بېلګې په توګه، د بدخشان د لوړو غرونو ښکلا، د نورستان ځانګړی کلتور، د هلمند او غور لرغوني آثار یادوي، چې ټول د ګرځندويانو د جذب ښه وړتیا لري .
خو دې موخو ته د رسېدو لپاره ډېرې پانګونې، بنسټیزو پروژو او نورو اسانتیاوو رامنځته کولو ته اړتیا شته .











