بدخشان کې د شېوې مېله؛ په اړه یې څومره پوهېږئ؟

افغانستان

د عکس سرچینه، social media

د عکس تشریح، په بدخشان کې د شېوې کلنۍ دودیزه مېله چې هر کال ورته د افغانستان له بېلا بېلو ولایتونو ګڼ مینه وال ورځي.

د خیتځ هندوکش په غرونو کې د شېوې سړه او غرنۍ سیمه سږ کال د زرګونو میلمنو کوربنه وه.

دلته هر کال دا مهال د اوزلوبو تر څنګ نورې دودیزې لوبې هم کېږي.

افغانستان

د عکس سرچینه، social media

غېږنېونه، پتنګ الوزول یا ډېوه بازي، تېږې اچول نورې هغه لوبې دي چې داسې مېلو کې ډېر مینه وال لري.

طالبان

په دغې میله کې د بدخشان له بېلابېلو ولسوالیو او د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ګڼ خلک ګډون کوي.

کرېکټ

دا میله په تېر کې وخت نا وخت د ناامنیو له کبله ځنډېدلې خو په دې وروستیو کې هر کال د اوړي په پیل کې جوړېږي.

د بدخشان په شېوه کې دا تفریحي میله څو ورځې دوام کوي.

افغانستان

سږ کال د لوبو تر څنګ د ډېرو پام تازه میوو، وطني کبابونو، تازه کبانو طبیعي ښایسته منظرو ته هم و چې د سیمې ګڼ اوسیدونکي یې هم بوخت کړي وو.

میوې
د عکس تشریح، په مېله کې ځايي خواړه هم پخول کېږي.

ورغلي میلمانه او د سیمې خلک د غونډیو په لمنو او د سیند په غاړه خیمې لګوي او له ګرمیو تنګ خلک له سړو شپو خوند اخلي.

په ژمي کې شېوه په سپینو واورو پوښلي وي خو دوبی یې معتدل او باراني وي.

افغانستان

دا سیمه په کافي اندازه نباتي تولیدات لري تر څنګ یې پنیر، قیماق او نور تولیدات هم مشهور دي.

د شېوې هغه سیمه چې دا سیالۍ پکې تر سره کېږي د (چېلوپنج) په نوم یادېږي چې د لوبو او نندارچیانو لپاره مناسب ځای بلل کېږي.

افغانستان
اوزلوبې
د عکس تشریح، اسځغلونه هم د دې مېلې مهمه لوبه ده چې د ډېرو ولایتونو خلک اسونه ورولي.

ویل کېږي په دې سیمه کې تر ۴۵ زرو خلک را ټولیدی شي.

سږ کال دلته کېدونکي لوبې د افغانستان د اوزلوبو فدراسیون په مدیریت جوړې شوې وې چې مالي ملاتړ کونکي یې هم لرل.