تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بدخشان کې د شېوې مېله؛ په اړه یې څومره پوهېږئ؟
د خیتځ هندوکش په غرونو کې د شېوې سړه او غرنۍ سیمه سږ کال د زرګونو میلمنو کوربنه وه.
دلته هر کال دا مهال د اوزلوبو تر څنګ نورې دودیزې لوبې هم کېږي.
غېږنېونه، پتنګ الوزول یا ډېوه بازي، تېږې اچول نورې هغه لوبې دي چې داسې مېلو کې ډېر مینه وال لري.
په دغې میله کې د بدخشان له بېلابېلو ولسوالیو او د افغانستان د شمال ختیځو ولایتونو ګڼ خلک ګډون کوي.
دا میله په تېر کې وخت نا وخت د ناامنیو له کبله ځنډېدلې خو په دې وروستیو کې هر کال د اوړي په پیل کې جوړېږي.
د بدخشان په شېوه کې دا تفریحي میله څو ورځې دوام کوي.
سږ کال د لوبو تر څنګ د ډېرو پام تازه میوو، وطني کبابونو، تازه کبانو طبیعي ښایسته منظرو ته هم و چې د سیمې ګڼ اوسیدونکي یې هم بوخت کړي وو.
ورغلي میلمانه او د سیمې خلک د غونډیو په لمنو او د سیند په غاړه خیمې لګوي او له ګرمیو تنګ خلک له سړو شپو خوند اخلي.
په ژمي کې شېوه په سپینو واورو پوښلي وي خو دوبی یې معتدل او باراني وي.
دا سیمه په کافي اندازه نباتي تولیدات لري تر څنګ یې پنیر، قیماق او نور تولیدات هم مشهور دي.
د شېوې هغه سیمه چې دا سیالۍ پکې تر سره کېږي د (چېلوپنج) په نوم یادېږي چې د لوبو او نندارچیانو لپاره مناسب ځای بلل کېږي.
ویل کېږي په دې سیمه کې تر ۴۵ زرو خلک را ټولیدی شي.
سږ کال دلته کېدونکي لوبې د افغانستان د اوزلوبو فدراسیون په مدیریت جوړې شوې وې چې مالي ملاتړ کونکي یې هم لرل.