کابل ته له لوړپوړي امریکايي پلاوي سره د زلمي خليلزاد سفر: طالبانو امریکايی زنداني ازاد کړی

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه وینا پاڼه کې ویلي، د زندانیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ډنلډ ټرمپ سلاکار اډم بولر، د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد او یو شمېر نور امریکايي استازي کابل ته رسېدلي او هلته یې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره خبرې کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي ښاغلي متقي امریکايي پلاوي سره خبرو کې وویل " پکار ده چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او له يوه بل سره مثبتې سياسي او اقتصادي اړيکې ولري."
د طالبانو حکومت اعلامیه کې ویل شوي " اډم بولر د افغانستان او امریکا ترمنځ د زندانیانو په تړاو د باور جوړونې برخه کې پرمختګ یو ښه ګام وباله."
وینا پاڼه کې دا نه ده روښانه شوې چې دې سفر کې د کومو نورو زندانیانو په تړاو خبرې شوي.
د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر خپله ایکس پاڼه لیکلي "نن یوه ښه ورځ ده. موږ پر دې بریالي شوو چې یو امریکايي تبعه جورج ګلیزمن په کابل کې له دوه کاله توقیف وروسته خوشې کړو. د طالبانو حکومت د ښه نیت په توګه د هغه د خوشې کولو هوکړه وکړه." هغه ویلي په بهر کې د زنداني امریکايي وګړو ازادول لومړیتوب دی.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
په جنورۍ میاشت کې امریکا د طالبانو له حکومت سره د زندانیانو په تبادله کې د خان محمد په نوم یو افغان زنداني د دوو امریکايي وګړو په بدل کې ازاد کړ.
ویل کېږي د افغانستان د پخواني حکومت د ملکي هوايي چلند یوې ادارې مشر محمود شاه حبیبي چې د امریکايي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي وو " د تبادلې خبرو کې یې نوم شته" لا هم نه دی خوشې شوی. طالبانو د ښاغلي حبیبي د زنداني کېدو په اړه څه نه دي ویلي.
د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې امریکا د طالبانو یو لوړ پوړی غړی حاجي بشر نورزی چې په ۲۰۰۵ کال کې نیول شوی وو له اوږدې مودې زندان ازاد کړ.
د طالبانو حکومت کابل کې د هغه تود هرکلی وکړ او د هغه خوشې کېدل یې یوه لویه لاس ته راوړنه بللې وه.
له بيبيسي سره خبرو کې د طالبانو حکومت یوه امنیتي چارواکي ویلي، د زندانیانو په تړاو له امریکايي استازو سره د طالبانو حکومت پر له پسې اړیکې شته، او دغه برخه کې ځیني پرمختګونه هم شوي.
طالبانو تر اوسه دا نه ده په ډاګه کړې چې څومره امریکايي وګړي په افغانستان کې زندانیان دي.
د طالبانو واکمنۍ کې افغانستان ته د امریکايي استازو سفر
د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې چې طالبانو پر واګو ولکه وکړه، کابل کې د امریکا د سفارت او نورې اړوندې ادارې وتړل شوې. د افغانستان پر مسایلو ډېر څه دوحه کې و او طالب استازو هم د زندانیانو، د تبادلې، بشري مرستو او نورو مسلو په تړاو له امریکايي چارواکو سره په قطر کې لیدنې کتنې درلودې.
دا د خپل ډول لومړنی رسمي پلاوی بلل کېږي چې د طالبانو حکومت درې کلنه موده کې کابل ته سفر کوي.
دې سفر کې له نورو امریکايي استازو سربېره له طالبانو سره د سولې بهیر کې د خبرو مهم مرکچی او د افغانستان سولې لپاره د امریکا پخوانی استازی زلمی خلیلزاد هم شته.

د عکس سرچینه، د طالبانو د بهرنیو چاروزارت
خلیلزاد چې د دوحې د هوکړې د څلورمې کلیزې پر مهال د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې استماعیه غونډې ته حاضر شو، و یې ویل، "ما پر طالبانو باور نه درلود. دوی داسې خبرې کولې چې نجونو ته به ښوونځیو او پوهنتونونو ته د تلو او د دوکتورا تر کچې د د زدهکړو اجازه ورکړي، خو پر خپلو خبرو یې عمل ونه کړ."
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي وايي داسې بریښي چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت غواړي له طالبانو سره له زندانیانو ورهاخوا په نورو داسې مسلو هم خبرې وکړي چې په کې دوه اړخیزه همکاري او د امریکا له لوري د خپل ګټو د خوندیتوب ډاډ وي.
ولسمشر ټرمپ له هغه مهال چې د تېر کال نومبر کې یې د امریکا ټاکنې وګټلې خپل سیال پخوانی ولسمشر جو بایډن یې ملامتوه چې ګواکې له افغانستانه وتلو یې ښې پایلې نه درلودې. هغه په وار وار ټینګار کړی چې ده نه غوښتل د بګرام پوځي اډه له لاسه ورکړي. هغه ادعا کړې چې اوس بګرام د چین تر اغېز لاندې دی.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د ستنېدو او د لوړې له مراسمو وروسته څو ځله ټینګار کړی چې طالبانو ته ور پاتې وسلې به ترې بېرته واخلي.
هغه د کابینې په لومړۍ غونډه کې، د ځینو دغو وسلو په اړه شمېرې هم وړاندې کړې. ښاغلي ټرمپ وویل کله چې د طالبانو د ځواکونو له لوري له امریکایي وسلو سره پوځي پرېډ ګوري ډېر یې په "غوسه" کوي، خو د خبرو او بحث په لهجه یې وویل، "زه غواړم په دې اړه غور وکړم. که موږ هغوی ته پیسې ورکړو، ستونزه نشته، خو زه غواړم، هغه پوځي تجهیزات بېرته راکړي چې ورسره دي."
ټرمپ د خپلې ولسمشرۍ په تېره دوره کې له طالبانو سره په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ، او له یوه لوړپوړي طالب مشر ملا عبدالغني برادر سره یې پر ټلیفون خبرې وکړې.
د ډېرو شنونکو باور دا دی چې امریکا غواړي په سیمه کې د خپل اغېز ساتلو لپاره د طالبانو له حکومت سره خپلې اړیکې په دې ډول وساتي چې نه هم د بشري حقونو په ځانګړې ډول د ښځو له حقونو د سر غړونې له امله پرې د نړیوالې ټولنې نیوکې وشي او نه هم طالبان دومره ګوښه کړي چې یوازې د چین او روسیې په کړۍ کې پاتې شي.











