امریکا سره د زندانیانو تبادله کې یو افغان له زندانه ازاد شوی او افغانستان ته رسېدلی

خان محمد

د عکس سرچینه، د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت

د عکس تشریح، خان محمد د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی

په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وايي "يو تن افغان مجاهد بندي" د امریکايي وګړو په بدل کې خوشې او افغانستان کې له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.

"خان محمد" د امریکا په کليفورنيا ايالت کې بندي وچې د اوږدو مذاکراتو په پايله کې خوشې شوی دی.

د طالبانو حکومت یوه ویناپاڼه کې ویلي، نوموړی نژدې دوې لسيزې مخکې د افغانستان په ننګرهار ولايت کې نيول شوی او په امریکا کې په عمري بند محکوم شوی و.

د خان محمد وراره نقیب الله بي بي سي پښتو پاڼې ته ویلي " کاکا مې خپل کورته پخیر راورسېد، ډېر خلک یې لیدو ته راروان دي، دومره ګڼه ګوڼه ده چې هیڅ خبرې نشي کېدلی."

خان محمد څوک دی؟

NANGARHAR

د عکس سرچینه، AFP

خان محمد د افغانستان ختیځ ولایت ننګرهار د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی دی او کورنۍ یې هملته مېشته ده.

د امريکا د عدليې وزارت د معلوماتو له مخې خان محمد په ۲۰۰۶ کال کې د اکټوبر پر ۲۹ په ننګرهار کې نيول شوی او په ۲۰۰۷ کې امريکا ته له لېږدولو وروسته په ۲۰۰۸ کال کې د نشه يي توکو د قاچاق او وسله والو فعاليتونو په تړاو په عمري بند محکوم شوی و.

د طالبانو حکومت د امریکایانو د تبادلې په تړاو ډېر جزییات نه دي خپاره کړي خو لویدیځو رسنیو په خپلو رپوټونو کې د دوو امریکايي وګړو د خوشې کېدو ویلي.

امریکايي وګړي څوک دی؟

AMERIAN

د عکس سرچینه، Anna Corbett

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د رایان کاربټ د کورنۍ له قوله، چې د تبادلې یو غړی دی، ویلي دوی " تر ۸۹۴ ورځو وروسته، کور ته د هغه بېرته ستنولو په تړاو منندوی دي. دا د هغه د ژوندي ساتلو لپاره تر ټولو ننګونې چاره وه."

کاربټ، په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو د بیا واکمنېدو پر مهال له خپلې کورنۍ سره په افغانستان کې اوسېده، چې د ۲۰۲۲ کال په اګست کې د طالبانوحکومت لخوا د یوه سوداګریز سفر پر مهال ونیول شو.

د زندانیانو د تبادلې په اړه په دوحه کې د امريکا او طالبانو تر منځ د قطر په منځګړيتوب خبرې اترې له څه مودې راهيسې روانې وې. د طالبانو حکومت ځینو سرچینو تېره اونۍ بي بي سي ته ویلي و" امریکايي لوری اماده ښکاري خو څه تخنیکي او حقوقي بحثونه ترمنځ دي."

د بنديانو د تبادلې خبر داسې مهال خپریږي چې پرون ډونلډ ټرمپ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه لوړه وکړه، داسې اټکل کېږي چې نوموړی به د افغانستان په اړه نوې تګلارې ولري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د خبرو اترو له لارې د دغه افغان زنداني خوشي کېدل ګټور ګام بللی او د مسئلو د حل په تړاو يې پر مذاکراتو ټینګار کړی.

تېره اونۍ سپینې ماڼۍ ویلي و، ولسمشر جو بایډن د هغو ۳ امریکایانو له کورنیو سره خبرې کړي چې له ۲۰۲۲ کال راهیسې په افغانستان کې د طالب واکمنو له خوا بندیان دي. هغه د دغو امریکایانو د بېرته ستنولو پر ژمنې ټینګار وکړ، چې وايي ساتنه یې ناسمه چاره ده.

سپینه ماڼۍ دا هم ویلي و، د امریکا حکومت د تېر کال له جولای راهیسې له طالبانو سره د امریکا د هغه وړاندیز په اړه خبرې کوي چې له مخې یې درې امریکایان، رایان کاربټ، جورج ګلیزمن او محمود حبیبي په ګوانتانامو کې د بندي محمد رحیم الافغاني په بدل کې خوشې شي.

کاربټ او حبیبي له افغانستانه د امریکایانو تر وتلو یو کال وروسته د ۲۰۲۲ کال په اګست کې په جلا جلا پېښو کې په کابل کې ونیول شول. ګلیزمن په ۲۰۲۲ کال کې هغه وخت ونیول شو چې د سیلاني په توګه یې افغانستان ته سفر کړی و.

د محمود حبیبي ورور احمد حبیبي، چې د امریکا مخکېني ولسمشر په ټیلیفوني خبرو کې و، له بایډن سره د خبرو هرکلی کړی و.

هغه وايي، "ولسمشر بایډن په څرګنده توګه موږ ته وویل، که طالبان زما ورور نه پرېږدي، رحیم به ورسره تبادله نه کړي، دا چې هغه زما د ورور لپاره ولاړ دی، زما کورنۍ یې ډېره منندویه ده."