پاکستان هند ته د امیرخان متقي پر سفر څه وايي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د هند پلازمېنې ډیلي ته رسېدلی دی. په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې یو لوړپوړی طالب چارواکی هند ته سفر کوي.
د طالبانو حکومت لپاره ډیلي ته د ښاغلي متقي شپږ ورځنی سفر له سیمه ییزو ځواکمنو هېوادونو سره د دیپلوماتیکي راشې درشې زیاتولو له اړخه هم خورا مهم بلل کېږي.
که څه هم د دې لیدنې اجنډا په هکله هېڅ یوه لوري څه نه دي ویلي، خو د چارو شنونکي وايي، سوداګري او امنیتي مسائل به ښايي د اجنډا په سر کې ځای ولري.
د هند مشهورې انګلیسي ورځپاڼې 'د هندو' په رپوټ کې ویل شوي، ښاغلي متقي ته به د بهرنیو چارو وزیر بشپړ پروتوکول ورکړل شي او د هند بهرنیو چارو وزیر اېس جیشنکر به له ښاغلي متقي سره د اکتوبر پر لسمه د ډیلي په حیدارباد هاوس ماڼۍ کې وویني.
د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند رندهیر جېسوال بیا پر خواله رسنۍ اېکس ښاغلي متقي د هرکلي تر څنګ لیکلي: ''موږ به له هغه سره پر دوو اړخیزو اړیکو او سیمه ییز مسائلو خبرې وکړو.''
د هندي رسنیو په رپوټونو کې ویل شوي، متقي به خپل سفر کې د سوداګرو له استازو سره وویني او دغه راز به د یوې دیني مدرسې او تاج محل لیدنه هم وکړي، چې د محبت یادګار بلل کېږي.
د یادونې ده، چې د امیر خان متقي په ګډون د طالبانو لوړپوړي چارواکو نومونه د ملګرو ملتونو په هغو لیستونو کې شامل دي، چې د سفر بندیزونه پرې لګېدلي او شتمنۍ یې کنګل شوې دي او د هند سفر لپاره ښاغلي متقي ته د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري ځانګړې اجازه ورکړل شوې ده.
له تاریخي پلوه هند او افغانستان تودې سیاسي او اقتصادي اړیکي درلودل، خو په افغانستان کې دویم ځل د طالبانو له واکمنېدو وروسته ډیلي په کابل کې د خپل سفارت دروازې وتړلې.
یو کال وروسته یې بیا د خپل سفارت یوه برخه پرانیستله، چې په وینا یې د سوداګرۍ، بشري او طبي مرستو لپاره اسانتیا رامنځته شي.
دغه راز لوړپوړو هندي چارواکو له طالب مشرانو سره څو ځله لیدنې درلودې او خبرې یې کړې دي.
همدا تېره جنورۍ کې ښاغلي متقي له لوړپوړي هندي دیپلومات (د بهرنیو چارو مرستیال وزیر) وېکرم مسري سره په دوبۍ کې لیدلي وو.
دا لیدنه په افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هند او افغانستان تر منځ په لوړه کچه لومړنۍ دیپلوماتیکه اړیکې وې.
له روسیې پرته هېڅ یوه هېواد تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی او تېره جمعه د هند بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې د هغې پوښتنې له ځواب ورکولو ډډه وکړه، چې ایا هند به د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني او که نه.
'افغانستان پرون هم له هند سره و، نن هم له هند سره دی او سبا به هم له هند سره وي'

د عکس سرچینه، Asad Zaidi/Bloomberg via Getty Images
د چارو شنونکي وايي، د هند سیال پاکستان به ډیلي ته د ښاغلي متقي سفر له نژدې څاري، چې په وروستیو کې یې له طالبانو سره اړیکي خړپړې شوي دي.
ښاغلی متقي داسې حال کې هند ته سفر کوي، چې پاکستاني چارواکي په دغه هېواد کې د ناامنیو پړه پر هغو وسله والو اچوي، چې د دوی په وینا په افغانستان کې پټنځایونه لري.
د اکتوبر پر اوومه د پاکستان له سما شخصي ټلویزیون سره په خبرو کې، د دغه هېواد دفاع وزیر خواجه اصف د امیر خان متقي د هند د سفر په اړه خپل نظر څرګند کړ. هغه وویل چې له افغانستان سره د پاکستان اړیکي تل (ترخې) وې او اوس نورې هم خرابې شوې دي.
په هغو خبرو کې خواجه اصف زیاته کړه "که تاسو په تاریخ کې شاته وګورئ، افغانستان وروستی هېواد و چې پاکستان یې په رسمیت وپیژاند. له هغه وخته راهیسې تر اوسه پورې داسې یو فرصت هم نه دی راغلی چې افغانستان له پاکستان سره د دوستۍ یا ورورګلوۍ اړیکه ساتلې وي. سره له دې چې د ورته مذهب درلودونکي دي، دوی هیڅکله داسې اړیکه نه ده ساتلې."
نوموړي وویل، "رښتیا دا دي، چې افغانستان زموږ پر وړاندې دسیسه کوي. زموږ سرتېري هره ورځ شهیدانېږي. ډېری سرتېرو په دې جګړه کې خپل غړي له لاسه ورکړي دي. ډېری یې له خپلو ماشومانو څخه جلا شوي دي. ایا دا د ګاونډیو ترمنځ اړیکه ده؟"
له هند سره د افغانستان د اړیکو په اړه، ښاغلی اصف وايي، "حقیقت دا دی چې افغانستان پرون هم له هند سره و، نن هم له هند سره دی او سبا به هم له هند سره پاتې شي."
همدا تېره میاشت د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طالبانو حکومت ته په یوه خبرداري کې وویل: ''زه غواړم نن افغانستان ته یو څرګند پیغام ورکړم او هغه دا چې دوی باید د پاکستان او ټيټيپي (تحریک طالبان پاکستان) تر منځ یو وټاکي.''
پاکستان په ورته مهال هلته مېشت افغان کډوالو ته هم د وتلو ضرب الاجل ټاکلی و، چې له تېرېدو وروسته یې سلګونه زره کډوال بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په پاکستان کې په ناامنیو کې لاس درلودل په کلکه ردوي او پر دغه هېواد تور پورې کوي، چې هلته له مېشتو کډوالو سره ناوړه چلن کوي.











