روسیه وایي، په افغانستان کې د هیچا پوځي حضور نه مني

سرګي لاورووف

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر

د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په افغانستان کې د بهرني پوځ حضور د روسیې لپاره د منلو نه دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې اړه د کوم هېواد نوم نه دی یاد کړی، خو له دې مخکې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ بیا بیا ویلي، غواړي د بګرام پوځي اډه بېرته خپله کړي.

ښاغلي ټرمپ ویلي وو، په دې اړه خبرې روانې دي، خو د طالبانو حکومت له امریکا سره په دې اړه خبرې او په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور په کلکه رد کړي دي.

د افغانستان په اړه مسکو فارمټ غونډه کې ښاغلي لاوروف د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې په ګډون د وسله والو ډلو ځپلو او د نشه‌يي توکو د کر او قاچاق مخنیوي کې د هغه څه ستاینه وکړه چې د ده په ټکو د طالبانو د حکومت لاسته راوړنې دي.

دغه غونډه د روسیې په کوربتوب جوړه شوې ده او په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم وربلل شوی دی.

روسیه لومړنی هېواد و چې تېره جولای میاشت کې یې د طالبانو حکومت‌ په رسمیت وپېژاند.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي دې غونډې ته ویلي، د تېرو تجربو د تکرار مخنیوي لپاره دې افغانستان کې د موجوده امنیتي وضعیت ملاتړ وشي.

د ښاغلي متقي په خبره هغه هېوادونه چې له ناامنۍ ځوریږي، د خپلې خاورې د وضعیت مسوولیت دې په خپله واخلي. که څه هم نوموړي د پاکستان نوم نه دی یاد کړی خو په خبره یې افغانستان کې هېڅ داسې ترهګره ډله نشته چې نورو هېوادونو ته ستونزې جوړې کړي.

ښاغلي متقي له افغانستانه بهر د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې د مرکزونو موجودیت او د نشه یې توکو د مخ په زیاتیدونکی کر د افغانستان لپاره یوه اندېښنه وبلله.

هغه وویل، "زموږ اطلاعات دا دي چې داعش او ځېنو نورو ډلو د سیمې په ځېنو هېوادونو کې د تجهیز او روزنې مرکزونه جوړ کړي دي چې د افغانستان حکومت ته د تشویش وړ دي."

هغه وویل، افغانستان غواړي له نورو هېوادونو سره پر مشترکاتو ګډ کار وکړي او د اختلافي مسلو د حل لپاره خبرې وکړي.

د نوموړي په خبره: "له بده مرغه ځېنې لوري فعاله هڅه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې د راغلې ارامۍ او امن د ستایلو پر ځای افغانستان سیمې ته د خطر په حیث ور وپېژني. زه دغه هڅې په کلکو ټکو غندم."

د غونډې له پيل وړاندې ښاغلي متقي د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره هم وکتل. د روسي رسنیو د رپوټ له مخې امیر خان متقي په دې لیدنه کې ټينګار کړی چې د طالبانو حکومت له روسیې سره ګډ کار ته چمتو دی. د روسیې د سپوتنیک خبري اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړې استازي ضمیر قبولوف ویلي چې امیر خان متقي سرګي لاوروف ته ډاډ ورکړی چې د بګرام پوځي اډې په ګډون هېچا ته دا اجازه نه ورکوي چې په افغانستان کې دې پوځي حضور ولري.

د مسکو مشورتي ناستې په څنډه کې د ایران، روسیې، چین او پاکستان څلور اړخیزه غونډه هم شوې. دې ناسته کې د افغانستان لپاره د یادو هېوادونو ځانګړو استازو ګډون درلود. د پاکستان ځانګړي استازی محمد صادق خان پر اېکس یوه بیان کې ویلي، ګډونوالو افغانستان کې ثبات، سولې، خپلواکۍ او ترهګرۍ-ضد مبارزې ته خپله ژمنتیا په ډاګه کړه. هغه همداراز ویلي ځانګړو استازو افغانستان کې د اسلامي دولت په نامه وسلوالې ډلې، پاکستاني طالبانو، د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي غورځنګ، القاعده او جیش العدل د حضور په اړه په ځانګړې توګه خپلې اندېښنې په ډاګه کړې.

د مسکو فارمټ غونډه پیل شوه، د طالبانو له حکومته امير خان متقي ورغلی دی

د مسکو فارمټ د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر کې پیل شو چې په دې وروستیو کې یې د غړو شمېر په تدریجي ډول یوولسو ته لوړ شو چې دا د ځینو په باور په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د زیاتېدونکې اجماع ښکارندویي کوي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مسکو فارمټ د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر کې پیل شو چې په دې وروستیو کې یې د غړو شمېر په تدریجي ډول یوولسو ته لوړ شو چې دا د ځینو په باور په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د زیاتېدونکې اجماع ښکارندویي کوي.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ غونډه کې د ګډون لپاره روسيې ته تللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وياند ضيا احمد تکل پر ټولنيزه رسنۍ اېکس خپاره کړي يو پیغام کې ويلي، دا لومړی ځل دی چې امير خان متقي مسکو فارمټ غونډه کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

نوموړي زیاته کړې، په دې ناسته کې به امير خان متقي د افغانستان او سيمې د اړيکو د پراختيا په موخه د غړو هېوادونو تر منځ خپل موقف څرګند کړي.

غونډه نن (سه شنبه، اکتوبر اومه/تله ۱۵مه) پیل شوه چې د افغانستان، هند، ايران، قزاقستان، چين، قرغیزستان، پاکستان، روسيې، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان ځانګړي استازي او لوړ پوړو چارواکو په‌کې ګډون کړی دی.

د روسي دولتي خبري اژانس ټاس د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت د وياندې ماريا زاخارووا له خولې ويلي، چې امير خان متقي به د غونډې په څنډه کې د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سره هم جلا ناسته ولري چې د دوه اړخيزو همکاریو او د اوسنيو مسئلو په اړه به بحث وکړي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

نوموړې زياته کړې چې د مسکو فارمټ غونډه کې به، "د افغانستان ملي پخلاينې د بهير پرمختګ او د سیمې هېوادونو او کابل تر منځ د سياسي، اقتصادي، ترهګرۍ ضد او نشه يي توکو پر ضد د عملي همکاريو پراخولو ته لومړيتوب ورکړل شي."

د روسیې د بهرنيو چارو وزارت وايي، د بېلاروس یوه پلاوي ته هم د مېلمه په توګه بلنه ورکړل شوې ده.

په وروستیو ناستو کې د سیمې هېوادونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیتونو اندېښنه ښودلې وه او د طالبانو له حکومت يې د ټولګډوني حکومت د جوړېدو تر څنګ د نجونو او ښځو پر زدکړو او پر دوی د لګېدلو محدوديتونو د لرې کېدو غوښتنه کړې وه.

د روسيې له خوا د طالبانو حکومت په رسميت پېژندلو وروسته دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د رسمي غړی په توګه په دغه غونډه کې ګډون کوي.

ويل کېږي دغه غونډه به د بندو دروازو تر شاه ترسره شي.

د مسکو فارمټ د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې بڼه ده چې شپږمه ناسته یې تېر کال په همدې ورځو شپو کې جوړه شوې وه.

د مسکو فارمټ د ۲۰۱۶ کال په ډېسمبر کې پیل شو چې په دې وروستیو کې یې د غړو شمېر په تدریجي ډول یوولسو ته لوړ شو چې دا د ځینو په باور په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په برخه کې د سیمې د هېوادونو د زیاتېدونکې اجماع ښکارندویي کوي.

د پاکستان ګډون

پاکستان د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ تېرو ناستو کې هم ګډون کړی و

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پاکستان د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ تېرو ناستو کې هم ګډون کړی و

پاکستاني رسنیو ددغه هېواد د چارواکو له خولې ویلي، په دې ناسته کې د پاکستان په استازولۍ د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی او ددغه هېواد د لومړي وزیر ځانګړی سلاکار محمد صادق خان هم ګډون کړی او د افغانستان په اړه د لوړې کچې بحثونو کې به برخه واخلي.

د سرچینې له قوله ویل شوي، د غونډې تمرکز به پر امنیت،‌ د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، د نشه‌يي توکو د قاچاق د مخنیوي او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه وي.

د دیپلوماتیکو سرچینو په وینا، پاکستان به له نړیوالې ټولنې وغواړي چې افغانستان ته بشري مرسته زیاته کړي.

پاکستان وايي څلور واړه هېوادونه (پاکستان، ایران، چین او روسیه) به یو ځل بیا خپل دا ګډ مخالفت په ډاګه کړي چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځي اډو جوړول د منلو نه دي.

پاکستان وايي دا موضوع به هم راپورته کړي چې ترهګر د افغانستان په خاوره کې خوندي پټنځایونه لري او دا غوښتنه به وکړي چې له افغانستانه د ترهګرو د جذب، وسلو رسولو او مالي تمویل لړۍ ختمه شي.

خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په وار-وار ویلي د پاکستان دا ډول ادعاوې بې‌بنسټه بللې دي او وايي د افغانستان خااوره د هېڅ کوم بل هېواد، په تېره د ګاونډي هېواد پرضد نه کارول کېږي.