هند ته د امیرخان متقي سفر څومره مهم دی؟

امیر خان متقي د هند د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، کارپوهان د سیمې وضعیت ته په کتو هند ته د امیر متقي سفر مهم بولي.
    • Author, نیاز فاروقي
    • دنده, بي‌بي‌سي ډیلي

د ملګرو ملتونو له لوري د سفر د معافيت له تصویب وروسته، په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي راتلونکې اونۍ هند ته سفر کوي. کارپوهان د سيمه‌ييز ټیکاو حالت ته په پام دې سفر ته د یوه مهم ګام په سترګه ګوري.

د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند په يوه خبري کنفرانس کې متقي ته د ورکړل شوي معافيت تصديق وکړ، خو دا يې ونه ويل چې ايا د طالبانو دغه لوړ پوړی چارواکی به هند ته راځي که نه.

خو د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت يوه چارواکي بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې متقي به هند ته سفر وکړي. هغه د نورو جزیياتو له ورکولو ډډه وکړه.

د افغان طالبانو پر مشرانو د سفري بنديزونو له کبله، د ملګرو ملتونو له امنيت شورا د معافيت له ترلاسه کولو وروسته، د دوی مشران کولی شي بل هېواد ته سفر وکړي.

دا به په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، هند ته د طالبانو د حکومت د يوه وزير لومړنی رسمي سفر وي.

هند او افغانستان

د عکس سرچینه، ٘Ministry of external affairs

د عکس تشریح، په دې وروستیو کې د هند او طالبانو حکومت د چارواکو ترمنځ په اړیکو کې پرمختګ لیدل کېږي.

هند تر اوسه د طالبانو حکومت په رسميت نه دی پېژندلی، خو په وروستيو کې يې له طالبانو حکومت سره د اړیکو پراخېدو چټکتيا لید کېږي.

په مې میاشت کې د هند تر واک لاندې کشمیر په پاهلګام سیمه کې تر برید وروسته، د هند د بهرنيو چارو وزير له طالبانو د بهرنيو چارو له وزير سره ټلېفوني خبرې وکړې.

د نړيوالو اړيکو کارپوهان وايي، د متقي سفر د هند او افغانستان دواړو لپاره يو مهم ډيپلوماټيک فرصت دی، ځکه چې دا د لسيزو پخوانۍ دښمنۍ پای ته رسولو هيلې ټوکوي.

هند په تېر کې د افغان طالبانو د مخالفو ډلو ملاتړ کړی، چې په هغوی کې هغه ډلې هم وې چې تر ۲۰۲۱ پورې يې د افغان حکومت مشري کوله. په داسې حال کې چې طالبان د هند د سيال پاکستان د لاس اله بلل کېده.

'افغان اړخ کې ډېر څه روان دي'

هند ته د متقي سفر په داسې وخت کې کېږي چې د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ له کابل سره نږدې د بګرام هوايي اډې د بېرته ترلاسه کولو خبرې راپورته کړي.

د جندل پوهنتون کې د افغان مطالعاتو مشر پروفيسر راغوو شرما وايي، په دې وخت کې د متقي راتګ له دې کبله مهم دی چې په افغانستان کې د چين نفوذ زياتېږي او روسيې هم له طالبانو سره ډيپلوماټيکې اړيکې پراخې کړې دي.

د هغه په وينا، د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د نږدېوالي له امله هند له افغان طالبانو سره په اړيکو کې احتياط کړی دی.

شرما وايي، 'د متقي سفر دا ښيي چې په افغان محاذ کې ډېر څه روان دي. دا هغه حقيقت په ګوته کوي چې د طالبانو واک ته له رسېدو وروسته پيل شوې ډېره پټه او احتياطي ليکه اغېز ښيي.'

د کلکتې د عاليه پوهنتون کې د افغان-هند پر اړيکو څېړونکی محمد رياض وايي، له ۲۰۱۰ کال راهيسې دا روښانه کېده چې افغان طالبان بېرته د افغانستان په سياسي صحنه کې راڅرګندېږي.

د هغه په وينا، په هماغه وخت کې د نړۍ بېلابېلو هېوادونو له دوی سره اړيکې پيل کړې، خو هند له دوی سره په اړيکو کې ځنډ وکړ.

هغه وايي، 'هند له طالبانو ځان لرې ساتلی و، خو اوس داسې نه ده.'

که څه هم هند د طالبانو کابل ته له راتګ وروسته خپل ډيپلوماټيک کارکوونکي بېرته ور وبلل او مخامخ ډیپلوماتیکې اړيکې يې ودرولې، خو ډېر ژر يې خپله ستراتيژي بدله کړه.

'ډيلي دا احساس کړې چې له طالبانو بشپړ واټن ناشونی دی'

په ډيلي کې مېشت د نړيوالو اړيکو کارپوه پروفيسر اجې درشن بهېرا وايي، 'هند ډېر ژر خبرې اترې پيل کړې، چې له طالبانو دا ډاډ ترلاسه کړي چې دوی به خپله خاوره د هند ضد فعاليتونو لپاره ونه کاروي.'

د هغه په وينا، ډيلي دا احساس کړه چې له طالبانو بشپړ واټن ساتلو تګلاره ناشونې ده.

پروفيسر بهېرا وايي، د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پرته مرستې، او له شريکوالۍ پرته هلته شتون، له طالبانو سره د هند په پاليسۍ کې توازن څرګندوي.

کله چې د دواړو لورو ترمنځ يو څه باور بېرته جوړ شو، د ځايي رسنيو د راپورونو له مخې طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې ډيلي ته خپل يو سفارتي استازی ولېږه. خو هند لا تر اوسه ورته د افغان سفارت د چارو د سمبالولو اجازه نه ده ورکړې.

په ۲۰۲۴ کال کې راپورونه خپاره شول چې د طالبانو يوه سفارتي استازي د ممبۍ کونسلګرۍ چارې سمبال کړې، خو دواړو هېوادونو پر دې کوم رسمي بيان نه دی خپور کړی.

په ۲۰۲۲ کال کې هند په کابل کې خپل سفارت په محدود ډول بېرته پرانيست، او په ۲۰۲۵ کال کې يې د بهرنيو چارو سکرتر وېکرم مصري په دوبۍ کې له متقي سره وليدل. بالاخره د ۲۰۲۵ کال مې په میاشت کې دواړو بهرنيو چارو وزيرانو د پاهلګام له برید وروسته پر ټلېفون خبرې وکړې.

خو د اېس جې شنکر او متقي له دې خبرو اترو وروسته، د دواړو هېوادونو له لوري خپرو شويو ویناپاڼو د دوی د ملي لومړيتونو انځور وړاندې کړ.

هند او افغانستان

د عکس سرچینه، ٘Ministry of external affairs

د عکس تشریح، د روان کال جنورۍ میاشت کې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وېکرم مصري په دوبۍ کې له امیر متقي سره لیدلي وو.

هند پر ملي امنيت خبرې وکړې، ځکه دوی غواړي افغانستان بيا د هند ضد وسله والو ډلو پټنځای نه شي، په داسې حال کې چې افغانستان د ويزې او سوداګرۍ يادونه وکړه، ځکه د دوی هڅه دا ده چې په نړيوال کچه پېژندنه او پانګونه ترلاسه کړي.

سره له دې چې چين او روسيه له طالبانو حکومت سره نږدې دي، د ملګرو ملتونو د بنديزونو له کبله د طالبانو مشران بې له اجازې نړيوال سفرونه نه شي کولی، او له همدې امله د دوی لپاره په نړيواله کچه محدود فرصتونه دي.

همدغه ټکي دي چې د کارپوهانو په وينا، هند ته د متقي سفر اهميت لري.

د متقي د راتلونکي سفر اجنډا نه ده اعلان شوې، خو کتونکي تمه لري چې دا به د دواړو حکومتونو د لومړيتونو یو انځور وړاندې کړي، څه چې مهمه نه ده دواړه اړخونه دې یو ډول اجنډا ولري.

محمد رياض وايي، 'هند په افغانستان کې ډېرې ګټې لري، چې له پامه غورځول يې ممکن نه دي. په ځانګړې توګه کله چې د طالبانو مخالفې ډلې ټوټه شوې دي او نړيوالو ځواکونو هم ملاتړ نه لري.'

د هغه په وينا، هند په افغانستان کې د خپل دريځ ساتلو لپاره له طالبانو حکومت سره نږدېوالي پراخوي او په همدې وخت کې خپل پخواني افغان ملګري ګوښي کوي.

کارپوهان وايي، هند په افغانستان کې د بشري حقونو پر حالت اندېښنې لري، خو سره له دې هم طالبان له پامه نشي غورځولی.

د چين او پاکستان د نفوذ کمولو هڅه؟

رياض وايي، له افغان طالبانو سره د ډيلي اړيکې له سيمه‌ييز امنيت سره هم تړلې دي، چې په هغې کې د پاکستان د استخباراتي ادارو له لوري د طالبانو او نورو وسله والو ډلو د نیابتي ډوله کارولو اندېښنې هم شته.

د هغه په وينا، په افغانستان کې د چين د نفوذ د کمولو لپاره هند هلته د اوږدې مودې پانګونې پر غوراویو هم غور کوي.

پروفيسر بهېرا وايي، هند منځنۍ لاره غوره کړې چې په رسمي توګه د طالبانو له رسميت پېژندلو پرته له دوی سره محدود خو بامعنا اړيکې ډاډمنې کړي.

هغه وايي، 'دا لاره د اړيکو کرښې خلاصې ساتي او افغانستان د هند ضد ترهګرو ډلو له پټنځای کېدو ژغوري.'

متقي چې ويل کېدل په سپټمبر کې به هند ته سفر وکړي، د ملګرو ملتونو له لوري پر طالبانو د لګول شويو سفري بنديزونو له کبله سفر ونه کړ. خو د سپټمبر په ۳۰، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ورته د اکټوبر له ۹ تر ۱۶ پورې ډيلي ته د سفر اجازه ورکړه.

هغه به د اکټوبر په پای کې په مسکو فارمېټ خبرو اترو کې د ګډون لپاره د روسي استازو سره هم وويني.

پروفيسر شرما وايي، 'د طالبانو لپاره دا يو فرصت دی چې خپلو خلکو ته دا پيغام ورکړي چې دوی د پاکستان ګوډاګيان نه دي، لکه چې پر دوی له اوږدې مودې راهيسې دا تور لګول کېږي.'

خو کارپوهان فکر کوي، له طالبانو سره د هند نږدېوالي ظاهراً منفي اړخونه هم لري. ځينې کارپوهان وايي، دا به د افغان وګړو په دې انګېرنه کې زیاتوالی راولي چې پاکستان او هند دواړه افغانستان د جګړې د ډګر په توګه کاروي.

پروفيسر شرما وايي، 'که دا حقيقت وي يا نه، تاثرات د يوه هېواد د ولسي فکر د انځور په جوړولو کې مهم رول لوبوي. دا زموږ لپاره ډېر ښه نه دي.'

هغه وايي، د متقي دا سفر به بې له شکه د اړيکو پرمخ بېولو پر لور يو مهم ګام وي.