د لیبیا سېلابونه؛‌ د زیان کچه په پراخېدو ده او یو بشپړ کلی له منځه تللی

په لیبیا کې د دانیال توپان تر ډېره درنه ښار خورا ډېر ځپلي خو هلته د سېلابونو له کبله وضعیت د ناورین کچې ته رسېدلی او د تري تم شویو خلکو شمېر په‌ ډېرېدو دی.‌

په درنه ښار کې د ژغورنې عملیات روان دي. په داسې حال کې چې مخکې یوازې درنه ښار کې د زرګونه کسانو د تري تم کېدو خبر ورکړل شوی و،‌ ددغه ختیځ ساحلي ښار اوسېدونکو ویلي وو برېښنا او د اړیکو اسانتیاوې یې له منځه تلللې دي او له ختیځو ساحلي ښارونو سره یې ساحلي لارې هم بندې شوې او دا ځپل شوی ښار په انزوا کې دی.

د غره او سمندر ترمنځ

د درنه په لوېدیځ کې ۸۰ کیلومتره لیرې د سوسه ښار اوسېدونکی عبدالله زفیر ویلي، سېلابونو په سوسه ښار کې نژدې ۵۰ کورونه له منځه وړي.

دی وايي هلته تر ودانیو لاندې لا هم مړي پراته دي او پر اړوندو مرستندویه ادارو غږ کوي چې د خلکو د ژغورنې او لاسنیوي لپاره ژر لاس په کار شي.

سوسه ساحلي ښار د زرغون غره او سمندر ترمنځ پروت دی چې تر ډېره د سېلابونو لار پرې تېره ده.‌

عبدالله بي بي سي ته وویل:‌ "ښار هېڅ بند نه لري او د باران ډېروالی او دانیال توپان راتلو ویجاړوونکې پایلې درلودې چې دا ښار مخکې هېڅ نه و ورسره مخامخ شوی".‌

یو بشپړ کلی له منځه تللی

د درنه په سوېل لوېدیځ ۱۲۰ کیلومتره لیرې د المخیلي په نامه یو کلی بشپړ له منځه تللی. که څه هم تر اوسه په کلي کې د تري تم شویو د شمېر په اړه دقیق جزییات نه دي ‌ورکړل شوي، خو بي بي سي ته یوه فعال عبدالقادر الجنین ځینې انځورونه استولي چې سیمې ته ورغلی او د لویې ویجاړۍ عمومي انځور پکې ښکاري.

د بنغازي او سوسه ترمنځ‌د الوردیه په نامه کلی هم د سېلابونو له کبله کاملا له ځمکې سره هوار شوی دی چې شاوخوا ۵۰۰ کسان پکې اوسېدل.

د لیبیا سیال حکومتونه

ملګري ملتونه وايي ‌لیبیا کې سېلاب ځپلو ته د مرستې رسولو د همغږۍ لپاره یې ګامونه پورته کړي دي.

په دې هېواد کې اوس دوه سیال حکومتونه دي چې د مرستې رسولو په برخه کې یې پخپلو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

په وروستیو سېلابونو کې د نژدې شلو زرو کسانو د وژل کېدو اټکل شوی او ویل کېږي چې لسګونه زره نور بې‌ځایه شوي.

لیبیا کې د تحریر ګوند مشر جمعه الغماسي وايي وېره ده چې د مرګ ژوبلې شمېر به خورا ډېر وي.

"وېره دا ده چې د ټولو مړو شمېر نور هم زیات وي ځکه چې ډېر خلک تري تم دي.‌ له خپلوانو سره یې هېڅ اړیکه نه ده نیولې ټیلیفونونه یې هېڅ ځواب نه وايي،‌ موږ نه پوهېږو چې وژل شوي او که سمندر کې دي. له بده مرغه په داسې تبا کوونکي حالت کې د مړو شمېر برعکس له اټکل ډېر لوړ وي. مطلب مې د درنه ښار دی، په ځینو ښارونو کې د مړو شمېر خورا زیات دی، چې زرګونو ته رسېږي."