کینیا کې د ګازو چاودنې ۳ کسان وژلي او نږدې ۳۰۰ ټپي کړي دي

د کینیا پلازمېنه نایروبي کې د ګازو په یوه ستره چاودنه کې لږترلږه ۳ کسان وژل شوي‌ او نږدې ۳۰۰ نور ټپیان دي.

د حکومت یوه ویاند ویلي، چې د نایروبي په اېمباکاسي سیمه کې د ګازو ډبو یوه لېږدونکې لارۍ چاودلې او اور ترې لګلېدلی دی.

په دې پېښه کې ګڼو کورونو، هټیو او موټرونو ته زیان اوښتی دی.

پر خواله رسنیو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې بلاکونو او اپارتمانونو ته نږدې پراخ اور لګېدلی دی.

حکومتي سرچینو مخکې ویلي وو چې چاودنه د ګازو یوه بټۍ کې شوې.‌

تر اوسه د دې پېښې لامل نه دی مالوم شوی.

د اېمباکاسي د پولیسو مشر ویلي، په وژل شویو کې یو ماشوم دی.

هغه دا اندېښنه هم شریکه کړې چې د قربانیانو شمېر کېدای شي لوړ شي.

د کینیا سره صلیب ویلي،‌ چې مرستندویانو یې ۲۷۱ ټپیان روغتون ته رسولي او د ۲۷ نورو درملنه یې ځای پر ځای کې کړې ده.‌

د کینیا د حکومت ویاند اسحاق موارا موارا ویلي، چې له چاودنې وروسته د ګازو یوه ډبه په سیمه کې د رخت او کالیو یوه ګودام ته ورالوتې او اور یې اخیستی دی.

نوموړی وايي چاودنې څو موټرونه، سوداګریزې ودانۍ او ګڼ واړه دوکانونه ویجاړ کړي دي.‌

دا پېښه د شپې له مخې داسې حال کې شوې، چې ډېر خلک په خپلو کورونو کې وو.‌

عیني شاهدانو ځايي رسنیو ته ویلي، چې د چاودنې زور ټوله سیمه ولړوله.

د بونیفېس سیفونا په نوم یوه ټپي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، غوښتل یې وتښتي خو د ګازو د یوې ډبې چاودنې وسوځاوه.

دی وايي "په مخ کې مې وچاودېده، زه یې راګوزار کړم او لمبې رانه تاو شوې. د ښه مرغه دومره قوت راکې و چې ځان ترې وباسم."

د جېمز انګوګ په نوم یو بل ځايي اوسېدونکي اې‌اېف‌پي خبري اژانس ته ویلي چې دی په خپل کور کې و چې "د یوې سترې چاودنې غږ یې واورېد."

"داسې مې اوانګېرله چې ودانۍ راکېناسته. لومړي سر کې نه پوهېدو چې څه پېښ شوي. د زلزلې په څېر وه. زه پر دغه سړک کاروبار لرم چې په بشپړ ډول لمنځه تللی."

د نېشن ورځپاڼې یوه خبریال چې په همدې سیمه کې اوسي، ویلي چې له چاودنې وروسته ټول خلک له کورونو ووتل.

د کینیا سور صلیب وايي چې مرستندویانو یې د اور د وژلو هڅه کوي.