"سويس ته هنري سفر مو افغان مبارزو ښځو او له موسیقۍ منع شویو هنرمندانو ته ډالۍ دی"

موسیقي

د عکس سرچینه، Ahmad Sarmast

    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

نن په جنیوا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټیټېوټ تر چتر لاندې فعالیت کوونکي "د افغان ځوانانو ارکسټر" د هنري نندارې کوربه دی.

دغه ارکسټر سویس ته خپل هنري سفر "د غلي هېواد موسیقي" نومولی او د "افغان مبارزو ښځو" په ګډون یې هغو هنرمندانو ته ډالۍ کړی چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو راهیسې له موسیقۍ غږولو منع کړای شوي دی.

د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ بنسټګر احمد سرمست وايي، که څه هم طالبانو په خپله واکمنۍ کې د دغه هېواد موسیقي خاموشه او خپ کړې ده خو په وینا یې، "د افغان ځوانانو ارکسټر" د خپلې اصیلې موسیقۍ د خوندي ساتلو هڅه کوي او نړۍ ته یې وړاندې کوي.

موسیقي

د عکس سرچینه، Ahmad Sarmast

ښاغلی سرمست زیاتوي، "د افغان ځوانانو ارکسټر د خپل مور وطن د ریښتینو بچیانو په توګه د خپلې اصیلې موسیقۍ د بډایه میراث خوندي ساتلو لپاره هڅې کوي او په هره سندره کې د ميلیونونه بې غږه انسانانو او د خپلو هغو هنرمندانو فریاد تر نړیوالو رسوي چې د طالبانو له لوري یې غږونه خپ کړای شوي دي"

د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر کې کنسرت

موسیقي

د عکس سرچینه، Ahmad Sarmast

"د افغان ځوانانو ارکسټر" په افغانستان کې د ښځو لومړنۍ او یوازېنۍ هنري ډلې "زهرا ارکسټر" په څېر د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ تر چتر لاندې فعالیت کوي.

دا ډله د سپټمبر پر لومړۍ نېټه د سویس په سفر وتلې او د دې میاشتې تر دوولسمې په جنيوا کې د موسیقۍ په ځينو معتبرو تالارونو کې سندريزې نندارې وړاندې کوي.

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو مرکزي دفتر یې نن (دوشنبه/سپتمبر ۱۱مه) د یوه کنسرټ کوربه دی.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

ښاغلي سرمست بي بي سي پښتو ته وویل، "دغه ټول کنسرټونه د ښځو او د هغوی مبارزې ته ډالۍ دي. په ملګرو ملتونو کې د نن کنسرت هم د افغان ښځو، په ځانګړي ډول هغو ته ډالۍ کوو چې د نه خوړو اعتصاب یې کړی دی."

موخه یې هغه ښځې دي چې د تمنا زریاب پریاني په نوم د ښځو حقونو د یوې فعالې په ملاتړ یې په جرمني کې اعتصاب کړی دی.

موسیقي

د عکس سرچینه، Ahmad Sarmast

اغلې پریاني د ښځو او نجونو په اړه د طالبانو حکومت کړنلارو مخالفه ده او غوښتنه یې کړې چې نړۍ دې افغانستان کې جنسیتي توپير په رسميت وپېژني او پر طالبانو دې بندیزونه ولګوي.

د یادولو ده چې اغلې پریاني شاوخوا دوه کاله مخکې له خپلو درېيو خویندو او د پروانه ابراهیمخېل په نوم یوې بلې فعالې سره یو ځای په کابل کې د طالبانو حکومت له لوري نیول شوې وې چې تر هغې پېښې او خلاصون وروسته اغلې پریاني له هېواده وتلې او په جرمني کې اوسېږي.

د طالبانو حکومت له لوري پر افغان ښځو د بېلابېلو محدودیتونو تر څنګ پر موسیقۍ هم بندیز لګېدلی.

"افغان موسیقي مړه کېدو ته نه پرېږدو"

موسیقي

د عکس سرچینه، Ahmad Sarmast

کله چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه طالبان یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، نو د افغانستان موسیقۍ ملي انسټيټېوټ ورونه یې هم وتړل او له بېلابېلو سيمو طالبانو ته منسوبې داسې ویډوګانې خپرې شوې چې د موسیقۍ الې پکې په تبرونو وهل کېږي، یا سوځول کېږي او هنرمندان هم رټل کېږي.

د ګڼو نورو هنرمندانو په څېر د دغه انسټيټېوټ غړو هم په لومړیو کې له خپل هنره لاس په سر او په پټه ژوند کولو ته اړ شول او وروسته یې هېواد پرېښود.

موسیقي

د عکس سرچینه، Ahmad Sarmast

د "زهرا ارکسټر" غړو په ګډون د افغانستان د موسیقۍ ملي انسټټيوټ ډېری زدکوونکي له هېواده وکوچېدل او اوس دا ډله په پرتګال کې فعالیت کوي.

"د افغان ځوانانو ارکسټر" او د دغه انسټيټېوټ غړي اوس په بېلابېلو اروپايي هېوادونو کې د افغان موسیقۍ سندریزې نندارې وړاندې کوي، کنسرټونه جوړوي او نوې سندرې ثبتوي.

دوی وايي، غواړي له دې سره د موسیقۍ هغه هنر چې طالبان یې خلاف دي، په بهر کې ژوندی وساتي او افغان موسیقي "مړه" کېدو ته پرې نږدي.