نوې ساینسي څېړنه؛ ډېره غوښه خوړل د پیاوړتیا او که د چاپیریال د کمزوري کېدو نښه ده؟

د عکس سرچینه، Getty Images
په عام ډول به مو دا ډېر اوریدلي وي، چې غوښه پروټین او نور ګټور مواد لري خو له بلې خوا بیا دا ټینګار هم ډېر کېږي چې غوښه په اندازه خورئ، کنه روغتیا ته زیان رسوي.
د افغانستان په څير په بریتانیا او ځینې نورو هېوادونو کې هم د داسې خلکو شمېر کم نه دی چې غوښې خوړل یې خوښېږي او داسې ویل کېږي چې که د دوی له خوراکه غوښه کمه شي، په چاپېریال به یې اغېز دومره وي لکه له واټونو چې اته میلیونه ګاډي راټول شي.
دا نو په چاپیریال خورا ډېر اغېز دی.
دا د یوې نوې څيړنې یوه برخه ده او ساینسپوهان وايي مونږ چې څه خورو، اغېز یې بېرته د ځمکې پر کره وینو.
په دې اړه تر اوسه تر ټولو اسانه او د باور وړ فکر همدا دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
څيړونکي وايي، د اکسفورډ پوهنتون نوې څيړنې د ډېرو غوښو خوړونکو او لږو غوښو خوړونکو کسانو تر منځ لومړۍ داسې څيړنه ده چې د شین کوریزه ګازونو اغېز سنجوي.
د غوښو اړوند شرکتونو او کاروباریانو د دغو څيړنو یایلو ته په غبرګون کې ویلي "په تحلیل کې د غوښو اغېزو په اړه افراط شوی دی."
د دې نوي څيړونکي ډلې مشر او د اکسفورډ پوهنتون پروفیسور سکاربورو له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، "زمونږ له څيړنو دا جوتیګي چې که بریتانیا کې غوښې خوړونکي له خپلې مړۍ د غوښې اندازه کمه کړي دا به ډېر لوی اغېز پرېږدي."
نوموړي همدا راز دا هم وویل، "غوښو خوړونکو ته له خپله خوراکه د غوښې بیخي لېرې کولو اړتیا نشته."
پروفیسور سکاربورو چې پر چاپېریال د غوښو اغېز پروژې غړی دی، له ۵۵ زرو ډېر خلک پخپله څيړنه کې شامل کړي، چې دا ټول د غوښو خوراک خوښوي او ښې غوښې خوري.

د عکس سرچینه، Getty Images
په دوی کې داسې خلک هم شته چې هره ورځ له سلو ګرامو ډېره غوښه خوري او ځينې داسې کسان هم پکې دي چې هره ورځ ۵۰ ګرامه یا له هغې لږ غوښه خوري. په دې څيړنه کې د کبانو او سبزیو خوړونکو کسانو هم برخه اخېستې وه.
یاده ډله وايي، څيړونکو دا ځل په چاپېریال د غوښو اغېز په اړه ډېره ژوره مطالعه کړې ده.
په څيړنه کې راغلي "هغه کسان چې ډېره اندازه غوښې خوري په منځني ډول هره ورځ د ځمکې د ګرمښت ۱۰ اعشاریه ۲۴ ګرامه شین کوریزه ګاز تولیدوي."
په همدې ډول په څيړنه کې راغلي هغوی چې کمې غوښې خوري، د ورځې په منځني ډول پنځه اعشاریه ۳۷ ګرامه او سبزي خوړونکي بیا نږدې دوه نیم ګرامه ګاز تولیدوي.
د دوی په وینا، دا هر یو پر چاپېریال خپل اغېز پرې باسي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټولو اړخونو له څيړنو وروسته یو ټکی ډېر روښانه دی، چې د نورو خلکو پر تله هغه کسان چې غوښې خوښوي او ډېرې یې خوري، په چاپېریال کافي منفي اغېزې هم دوی پرېږدي."
دې ته په کتو چې بریتانیا د شین کوریزه ګازونو د تولید کچې کمولو هڅه کوي، دغه هېواد کې د چاپېریال ساتنې او د خوراکونو د تنظیم ادارې غوښتنه کړي چې تر ۲۰۳۲م کاله دې د غوښو خوړل ۳۰ سلنه کم شي چې بریتانیا د کاربن ډای اکسایډ صفر کچې هدف ته ورسېږي.
د دغې غوښتنې په ځواب کې ځینو نورو ادارو او خلکو ویلي "خلک دې د خپلو خوړو په اړه پرېکړې خپله وکړي."
څیړونکي وايي، هاغسې چې خلک د چاغښت په اړه پوهیږي چې خواږه ورته نه دي ښه، او که ډېر خواږه خوري د شکر ناروغۍ سبب کېږي، داسې باید خلک له غوښو سره هم فکر وکړي. پداسې حال کې چې ډېر خلک په دې اړه لږه پوهاوی لري.
د دې څيړڼې بشپړه بڼه په 'نېچر فوډ' مجله کې خپره شوې.











