کاناډا کې له روانې لارۍ پنځه میلیونه مچۍ غورځېدلې

    • Author, نادین یوسف
    • دنده, بي بي سي
    • رپوټ له:, ټورنټو

په کاناډا کې میکائل باربر چې د مچیو پالونکی دی، د چهارشنبې په ګهیځ ځايي پولیسو له خوبه راویښ کړ. پولیسو ځکه ده ته بیا، بیا زنګونه وهل، چې له یوې لارۍ د پنځه میلیونه مچیو له غورځېدو وروسته یې له ده مرسته غوښته.

هغه صندوقونه چې مچۍ پکې لېږدول کېدې، د تړل شوي پړي له غړنده کېدو وروسته له لارۍ وښوېدل او مچۍ ترې خوشې شوې.

ښاغلی باربر وايي، دی هلته له رسېدو وروسته د مچیو له ''یوه لیوني غونډ'' سره مخامخ شو، چې ''ډېرې غوسه وي، بې کوره شوې وې او ګډوډي پکې خپره وه.''

د پېښې په ځای کې موټر چلوونکو ته ویل شوي و چې د موټرو ښیښې بندې کړي او له پلي کسانو غوښتل شوي و، چې له هغه ځایه لېرې واوسي.

ښاغلی باربر وايي، د اونتاریو، بورلینګټن سیمې دې پېښې ته ورته بله پېښه یې د خپل ۱۱ کاله کاري تجربې په ترڅ کې نه وه لیدلې. ده بي بي سي ته وویل: ''دا نو بل څه وو، هیله مې دا ده چې بیا داسې تجربه تکرار نه شي.''

ښاغلی باربر چې په نژدې ګویلپ سیمه کې د ټرای سټي په نامه د مچیو ژغورنې مرکز لري وايي، لومړی ځل له ځايي وخت سره سم ګهیځ اووه بجې د پولیسو په زنګ له خوبه راویښ شو، چې ورته ویل یې یوه پېښه شوې او د مچیو صندوقونه په لویه لار کې ویړ پراته دي.

په ورته مهال پولیسو د خواله رسنیو له لارې یو پیغام خپور کړ او پکې یې له خلکو وغوښتل چې له ټورنټو ښاره نژدې یو ساعت لېرې د پېښې ځای ته له ورتلو دې ډډه وکړي. مچۍ په خپلو صندوقونو کې د یوې لارۍ پر مټ ژمني ساتنځای ته لېږدول کېدې چې دا پېښه شوې.

ښاغلي باربر بیا د پولیسو له غوښتنې وروسته ځینې نورو همکارانو ته هم ویلي و، چې مرسته ورسره وکړي. نژدې ۱۲ نورو داسې کسانو چې د مچیو پالنې تجربه لري، د خپرو شویو مچیو په راټولولو کې مرسته کړې.