تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
بیهار شریف: د بلوا له کبله ۱۱۳ کلن کتابتون وسوځېد
یرې، په لوګي ککړ دېوالونه، سوځېدلی فرنیچر او سوځېدلې پاڼې: دا ټول د هند ۱۱۳ کلنې مدرسې په هغه کتابتون کې چې د پخوانیو خطي نسخو او په خطاطي لیکل شویو ښکلو اسلامي نصوصو په ګډون تر ۴۵۰۰ ډېر کتابونه پکې ځای پر ځای شوي وو.
دا کتابتون د "عزیزیه" مدرسې یوه برخه و- عزیزیه د هند ختیځ بیهار ایالت په بیهار ښار کې یوه مشهوره مدرسه وه چې د مارچ پر ۳۱مه د یوه لوی اړ و دوړ په پایله کې وسوځېده.
دا پېښه د هندو (رام ناواني) په نامه مېلې پرمهال وشوه. سیمه ییزو خلکو بي بي سي ته وویل، بلواګرو له ځان سره لرګي، ډبرې او سوځوونکي لاس بمونه هم راوړي وو او پر مدرسه تر یرغل مخکې یې پاروونکي شعارونه ورکول.
دا یوه له هغو ګڼو پېښو یوه ده چې په هماغه ورځ په دې ښار کې وشوې- او ګڼ خلک پکې ټپیان شول او پر ځینو ګاډو او هټیو بریدونه وشول.
پولیسو د توکمیزې پارونې په تور ځینې کسان ونیول چې پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.
عیني شاهدانو وویل، سلګونه بلواګرو د مدرسې ټالۍ (قلفونه) او لویه دروازه ماته او ټوټې ټوټې کړه.
ځینې پیټرولي بمونه د مدرسې ټولګیو او کتابتون ته ورغورځول شول او اور ورته شو.
د مدرسې یوه پخوونکي (اشپز) عبد الغفار وویل: "ناڅاپه مې د لوګي بوکی تر پوزو شو. کله مې چې ور پرانیست، دفتر ته نژدې د بلواګرو جوپې مې ولیدې. دوی د لیلیې په لوري هم وخوځېدل. زه وترهېدم او تر کټ لاندې پټ شوم".
بل شوي اور کتابتون او ټوله منځپانګه یې- چې ۲۵۰ په لاس لیکل شوې خطي نسخې او تاریخي وثیقې او انتیک فرنیچر پکې وو- وسېځله.
تر ډېره له دې کتابتون د مدرسې طالب العلمانو ګټه اخیسته. دلته شاوخوا ۵۰۰ زدکوونکي زدکړې کوي او ۱۰۰ یې په لیلیه کې اوسېږي. خو په رمضان کې د سبقونو د ځنډېدو له کبله دوی په ودانۍ کې نه وو.
بي بي صُغرا
د سید سیف الدین فردوسي په نامه یوه اسلامي عالم چې د مدرسې د تنظموونکي (صُغرا ټرسټ) مشر هم دی وویل: "مدرسې او توکو ته اوښتي زیانونه جبرانېدلی شي، خو د پوهې له لاسه وتل او کلتوري میراث نشتوالی به تل پاتې وي."
دی وايي، پر دې ودانۍ تر دې مخکې هم په ۲۰۱۷ کال کې برید شوی و چې تر یوه کاله پولیسو وساتله.
یاده مدرسه د بي بي صغرا په نامه یوې ښځې د خپل مرحوم مېړه عبد العزیز په نامه جوړه کړې وه.
په پیل کې په ۱۸۹۶ کال د (پتنا) ښار کې جوړه شوه چې بیا بیهار شریف ته ولېږدېده.
بي بي صغرا د ۱۴۰۰۰ جرېبه ځمکې په ګډون د خپلې شتمنۍ یوه برخه هم خیریه چارو ته وقف کړې وه. هغې یوه خیریه ټولنه جوړه کړه چې ډاډه شي عاید یې د بې وزله کسانو د روزنې او همکارۍ په چارو کې لګول کېږي.
دغه خیریه بنسټ له دې پیسو د هغو مدرسو، کالجونو او همدارنګه روغتونونو او لیلیو په جوړولو کې ګټه واخیسته چې په ټول بیهار کې فعال دي.
ښاغلی فردوسي بي بي صغرا یوه "روڼاندې، ټولنیزه پوهه او ځیرکه ښځه" بولي خپل قوم ته د خپلې شتمنۍ ورکولو پر ځای یې د ټونې او هېواد خدمت کې لګولو ته ترجېح ورکړه.
د هغې سخاوتمندانه کارونه چې یوه پېړۍ وړاندې یې کړي، لاهم د بیهار شریف استوګنو ته د مرستې وسیله ګرځي.
د (ټرسټ صغرا) یو سمبالوونکی ډاکټر مختار الحق وايي، له دغو پیسو تېر کال د بهرنیو ناروغانو د درمللو یو روغتیايي هم جوړ شو. د هغې په نامه یو روغتون به هم ژر پرانیستل شي.
په داسې حال کې چې د کتابتون منځپانګه د بیارغونې وړ نه ده، د خیریه بنسټ چلوونکي اوس د داسې لارو چارو په لټه کې دي چې د مدرسې ویجاړه شوې برخه بېرته ورغوي او د مې پر لومړۍ نېټه بېرته خپل ټولګي فعال او سبقونه شروع کړي.
ددغه خیریه بنسټ د اټکل له مخې، د مدرسې د لوی زیان په رغولو او ترمیم به تر ۳۰ میلیون روپیو (۲۹۴۳۰۶ پونډو) لګښت راشي.
دوی اوس هوډ لري چې د بسپنې او همکارۍ له وړاندیز سره خپل رپوټ ایالتي ټولنیزې خیریه ادارې ته واستوي.