"د طالبانو تګلارو او نړۍ کې تازه کړکېچونو پر افغانستان مرسته کمه کړې"

د عکس سرچینه، THOMAS WEST/TWITTER
- Author, حفیظ الله معروف
- دنده, بيبيسي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی وايي، د طالبانو حکومت د ناسمو تګلارو او په نوره نړۍ کې د تازه کړکېچونو له امله پر افغانستان مرسته کمه شوې.
ښاغلي ټام ویسټ وايي، په ۲۰۲۳ کال کې د افغانستان لپاره دوه میلیارده ډالره مرستې ته اړتیا ده چې هلته د خلکو اړتیاوې پوره کړي.
نوموړي دغه خبرې له بي بي سي پښتو سره په ځانګړې مرکه کې کړې دي.
نوموړی وايي، که په افغانستان کې د طالبانو حکومت خپلې ځپونکې تګلارې بدلې نه کړي، ښايي پر دغه هېواد مرستې نورې هم کمې شي.
ټاکل شوې ښاغلي وېسټ روانه اوونۍ په دوحه کې د طالبانو د بهرنیو چارو له چارسمبالي وزیر امیر خان متقي سره د بشري مرستو ترڅنګ په افغانستان کې د نجونو پر زدکړو او کار هم خبرې وکړي.
نوموړی وايي، "زه په پرلپسې ډول د مرستو کچې کېمدو په اړه ډېر اندېښمن یم. یو دلیل یې دا دی چې په نوره نړۍ کې بشري اړتیاوې په ډېرېدو دي- لکه سوډان او یمن. خو یو بل مهم دلیل چې مرستې په کمېدو دي، د طالبانو تګلارې دي."
د ۲۰۲۱ کال اګست راهیسې چې طالبانو بیا پر افغانستان واکمن شوي، امریکا له دغه هېواد سره چې اقتصاد یې له وړاندې پر بهرنیو مرستو پایېده، په بشري برخه کې نږدې دوه میلیارده ډالره مرسته کړې.
د طالبانو تګلارو کې د بدلون غوښتنه

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا دغه لوړی پوړی دیپلومات زیاتوي، "تر هغې چې دغه تګلارې بېرته بدلې نه شي، په ځانګړي ډول د افغانستان د نیم نفوس په اړه- زما په ګومان مرستې به لا نورې هم پر لپسې کمې شي چې دا هېواد او د دې هېواد ثبات به زیانمن کړي."
د ۲۰۲۲ کال په ډیسمبر کې چې کله طالبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې پر ښځو کاربندیر اعلان کړ، بي بي سي ته ویل شوي وو چې دغه هېواد ته هره اوونۍ د تلونکو ۴۰ میلیونه ډالره کچه کمه شوې. خو کره اندازه یې نه ده په ډاګه شوې.
اوس ښاغلی ویسټ وايي، له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو حکومت د چلن په اړه ژوره اندېښنه شته.
"دغه دوه میلیارده ډالره یوازې د امریکا له خوا نه راځي. د دغو مرستو یوه برخه زموږ نژدې ملګري ورکوي. نو زما په ګومان په ګډه یوه داسې ژوره اندېښنه شته چې دغه مرستې باید تر هغې وانه ستول شي چې د طالبانو په چلن کې د پام وړ بدلون نه وي راغلی."
د ملګرو ملتونو شمېرې ښيي، په افغانستان کې نږدې ۲۹ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري او لویه برخه یې پر نړیوالو مرستو پايي. خو د دوو میلیارده ډالرو مرستو کمښت به د دغو ځپلو شویو خلکو ژوند لا نور له کړاوه ډک کړي.
القاعده او د افغانستان پر فضا بې پیلوټه الوتکې

د عکس سرچینه، Getty Images
ټام وېسټ په دغه مرکه کې له افغانستانه امریکا ته د القاعده پر ګواښونو او د دغه هېواد پر فضا د امریکا پر بې پیلوټه الوتکو هم غږېدلی دی.
ښاغلی وېسټ وايي، هېواد ته یې دا مهال له افغانستانه د القاعده ګواښ نشته- داسې څه چې د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دا وروستیو کې ویلي و.
"اوسمهال زموږ ارزونه دا ده چې له افغانستانه القاعده موږ ته ګواښ نه پېښوي. دا هم ريښتیا ده چې طالبان د داعش کابو کولو لپاره جدي او له تاوتریخوالي ډکې هڅې کوي. خو کله چې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي خبره کېږي، دا وروستیو کې یې پر پاکستاني ځواکونو بریدونه ډېر شوي دي او له شک پرته چې دا یې له نژدې ګاونډي سره په ښکیلتیا کې یوه ننګونه ده."
د افغانستان پر فضا د امریکا د بي پیلوټه الوتکو په اړه دغه لوړ پوړي ديپلومات له ډېر څه ویلو ډډه کوله، خو وايي په افغانستان کې د "اورپکو" فعالیتونه څاري.
"په افغانستان کې زموږ تر ټولو مهمه او اوږدمهالې ګټه او هغه ژمنه چې موږ د امریکا له خلکو سره کړې دا ده، چې هلته د اورپکو فعالیتونو څارو، او که اړتیا پېښه شي له لېرې واټنه به د بې پیلوټه الوتکو له لارې هم څارنه کوو."
د طالبانو دفاع وزیر مولوي یعقوب مجاهد او نورو لوړ پوړو چارواکو یې بیا بیا ویلي، چې د امریکا ډرون الوتکې د افغانستان پر اسمان ګرځي خو وايي "مخه یې نه شي نیولی."
د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې په اړه ښاغلي ویسټ وویل، دریځ یې لا هم نه دی بدل شوی او په رسمیت یې نه پېژني، خو ټینګار کوي چې "د طالبانو په ګډون له ټولو افغانانو سره ښکیلتیا روانه ساتي."
نوموړی وايي، طالبانو په تېرو دوو کلونو کې له نورو افغانانو سره "د معنادارو خبرو اترو" په اړه د پام وړ پرمختګ نه دی کړی نو ځکه د ده په ټکو "نړیواله ټولنه ځینې داسې ګامونه نه اخلي چې طالبان یې هیله لري."
له ټام ویسټ سره د بي بي سي ځانګړې مرکه به ډېر ژر پر انلاین، تلویزیون او راډیو خپره شي.











