ملا یعقوب مجاهد: د امریکا ډرون د "پاکستان له فضا" افغانستان ته راځي

د ویډیو تشریح، ملا یعقوب مجاهد: د امریکا ډرون د "پاکستان له فضا" افغانستان ته راځي

په افغانستان کې د طالبانو حکومت دفاع وزیر وايي، د دوی د مالوماتو له مخې د امریکا بې پیلوټه الوتکې د "پاکستان له فضا" افغانستان ته ورځي.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکي مني چې د امریکا ډرون الوتکې د پاکستان هوايي حریم کاروي.

پاکستان دا څو موده وړاندې رد کړې وه چې د دوی فضا د امریکا ډرون الوتکې کاروي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې داسې رپوټونه وو چې د افغانستان پر اسمان لا هم د امریکا ډرون الوتکې ګرځي خو وروسته له هغه کره شول چې امریکايي‌ ولسمشر اعلان وکړ کابل کې یې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري‌ په ډرون برید کې وژلی دی.

مولوي یعقوب مجاهد دغه څرګندونې کابل کې یوې خبرې ناستې ته کولې چې ځینې مهمې برخې یې دلته کتلای شئ.