ستانکزی: د ګاونډیانو په ګډون بهرنۍ ډرون د افغانستان پر فضا چورلېږي

د عکس سرچینه، Social Media
- Author, هدایت الله همیم
- دنده, بي بي سي
د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، د ځینو ګاونډیو هېوادونو په ګډون بهرنۍ بېپیلوټه الوتکې د افغانستان پر فضا چورلېږي.
نوموړي دا څرګندونې د کابل دشت برچي سیمه کې- چې تر ډېره پکې شیعه وګړي اوسېږي، د عاشورا مراسمو یوه غونډه کې کړې دي.
ده وویل: "تاسې ګورئ چې اوس هم زموږ پر سر بهرنۍ ډرون الوتکې ګرځي – دا یوازې د امریکا بېپیلوټه الوتکې نه دي، زموږ د ګاونډیانو ډرون هم دي، چې ګرځي-راګرځي، خو موږ هغه حالت ته نه یو رسېدلي چې مخه یې ونیسو، ځکه چې موږ ته هېڅ نه دي راپاتې، موږ یې هغه وخت مخه نیولی شو چې یو بل ته لاسونه ورکړو او دا هېواد د تخنیک او دفاعي اړخه داسې جوړ کړو چې زموږ پر هوايي او ځمکني حریم څوک تېری ونه شي کړی".
ښاغلي ستانکزي د کوم هېواد نوم یاد نه کړ.
د تېر کال سپتمبر کې هم ښاغلي ستانکزي پر پاکستاني چارواکو نیوکه کړې وه چې د افغانستان پر موضوع دې 'تجارت' نه کوي.
شېر محمد عباس ستانکزي ویلي وو، د پاکستان له چارواکو غواړي چې نور پر نړیوالو غونډو کې د افغانستان پر موضوع 'تجارت' او د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي.

د روان کال لومړیو کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دفاع چارسمبالي وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد ویلي وو، د افغانستان فضا اشغال ده او د پرمختګ او خپلواکۍ لپاره قلم او ټوپک دواړو ته اړتیا ده.
نوموړي زیاته کړې، "نن زموږ او ستاسو فضا اشغال ده، زه هم ورته ګورم، ته هم ورته ګورې، وزیران، قومندانان، د قول اردوګانو قومندانان او ټول په رڼو سترګو ورته ګورو خو هېڅ مو هم په وس نشته."
یو کال وړاندې، ښاغلي مجاهد ویلي وو، د دوی د مالوماتو له مخې، د امریکا بې پیلوټه الوتکې د "پاکستان له فضا" افغانستان ته ورځي.
دا لومړی ځل و چې د طالبانو یو لوړ پوړی چارواکي منلې وه چې د امریکا ډرون الوتکې د پاکستان هوايي حریم کاروي.
خو پاکستان ترې څه موده وړاندې رد کړې وه چې د دوی فضا د امریکا ډرون الوتکې کاروي.
د ښوونځیو او پوهنتونونو بېرته پرانیستلو غوښتنه
په ورته وخت کې ښاغلي ستانکزي هیله ښودلې چې له هېڅ کوم تبعیض پرته د ټولو افغانانو پر مخ د ښوونځیو او مدرسو دروازې پرانیستل شي.
ښاغلي ستانکزي وویل: "د ښوونځیو او مدرسو دروازې له هېڅ ډول تبعیض پرته د ټولو افغانانو پر مخ- چې د دوی منل شوی، شرعي او طبیعي حق دی- پرانیستل شي، دلته اختلافونه شته. زما هیله دا ده چې که نن نه وي، سبا ته او که سبا نه وي بل سبا ته به زموږ دا ستونزه حل کېږي".
نوموړي وویل، د ښوونځیو او پوهنتونو په باب اختلاف په افغاني ټولنه کې اوږده مخینه لري، چې ان کلیوالو سیمو کې هم ځینې خلک د ښوونځیو مخالفان دي.
ده د بېلګې په توګه وویل، چې د افغانستان پخواني پاچا محمد ظاهر شاه پخپله څلوېښت کلنه واکمنۍ کې ونه توانېد چې د افغانستان په ډېری ولایتونو کې ښوونځي او پوهنتونه جوړ کړي.
ده وویل، وخت ته اړتیا ده چې د تعلیم او ښوونځیو د اهمیت په اړه په منطق ولاړې خبرې او بحثونه وشي او د بېرته پرانیستلو قناعت حاصل شي.
تر دې وړاندې، د روان کال مارچ میاشتې وروستیو کې هم ښاغلي ستانکزي ویلي وو، باید د "علم دروازې" د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ و نه تړل شي.
نوموړي د متحده عربي اماراتو په دبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ لیدنې پر مهال وویل: "په علم کې د دیني او دنیاوي علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دي."
د ۲۰۲۱ کال اګسټ کې د طالبانو له بیا واکمنېدا وروسته، ۷۱۲ ورځې کېږي، چې افغانستان کې د نجونو ثانوي ښوونځي تړل شوي او سلګونه زره نجونې پر کور ناستې دي.
طالبانو د خپل واک لومړیو ورځو کې ټینګار کاوه چې 'د مناسب چاپېریال برابرېدو سره به دا ښوونځي پرانیستل شي'، خو څه کم دوه کاله کېږي چې دوی خپله دا ژمنه نه ده پوره کړې.
د نجونو د تعلیم موضوع د طالبانو د حکومت لپاره د بهرني سیاست برخه کې هم په سرخوږي بدله شوې او د ملګرو ملتونو په ګډون د نړۍ ګڼ هېوادونه له دې ډلې غواړي چې ژر تر ژره دې د نجونو تړل شوي ښوونځي پرانیستل شي.











