عباس ستانکزی: د علم دروازې دې د ښځو په ګډون د هېچا پرمخ نه تړل کېږي

د عکس سرچینه، Getty Images
په افغانستان کې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزات مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی وايي، باید د "علم دروازې" د ښځو په ګډون د هېچا پر مخ و نه تړل شي.
نوموړي د متحده عربي اماراتو په دبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ لیدنې پر مهال وویل: "په علم کې د دیني او دنیاوي علم تر منځ توپیر نه شته، ټول همدا یو علم دی چې د دین د تقویې لپاره هم اړین دي."
په دبۍ کې د افغانستان کونسلګري همدا تېره اوونۍ د طالبانو حکومت ته په رسمي ډول وسپارل شوه او خپل استازی یې ورا استولی دی.
ښاغلی ستانکزی وايي، "دی او ملګري یې هڅه کوي" چې د نجونو او هلکانو پر مخ د زدکړو دروازې پرانیستل شي.
د نوموړي په وینا په همدې لړ کې یې د طالبانو له مشرتابه سره تل خبرې کړې او په خبره یې د نجونو پر مخ د افغانستان تعلي ادارو تړل شوې دراوزې موقته پرېکړه ده.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
که څه هم ښاغلي ستانکزي مخکې هم د نجونو زدکړو په تړاو داسې څرګندونې کړې، خو د ده په ګډون طالب مشران خپله دا پرېکړه موقته بولي او وايي، د شریعت په چوکاټ کې د نجونو لپاره د زدکړو مخالف نه دي.
په ورته مهال د افغانستان لپاره د امریکا متحدو ایالتونو ځانګړي استازي توماس وېسټ هم پر همدې موضوع خبرې کړې او په وینا یې امریکا نه یوازې د دې لپاره د نجونو لپاره د زدکړیزو ادارو دروازو پر پرانیستلو ټینګار کوي چې "دا د بشري حقونو یوه موضوع ده، بلکې دا په داسې یوه هېواد کې د ټیکاو لپاره بنسټیزه موضوع ده چې د داسې یوې سیمې زړه دی، چې بې ثباتي پکې په ډېرېدو ده."
ښاغلي وېسټ په واشنګټن کې د ایټالیا سفارت په نوښت یوې بلل شوې غونډې ته چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپوټر په ګډون پکې یو شمېر دیپلوماتانو برخه لرله، وویل: "موږ باید پر افغانستان او د افغانستان د نفوس پر نیمايي برخه تمرکز وساتو."
د یادونې ده چې طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته د ۲۰۲۱ کال په سپتمبر کې د نجونو پر مخ له شپږم ټولګي پورته تر "امر ثاني پورې" د ښوونځیو دروازې وتړلې، چې اوس نژدې ۲۶۰ ورځې کېږي.
ورپسې یې د ښځینه محصلینو لپاره د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې، چې نژدې د یوه نیم کال له تېرېدو وروسته هم د ګڼ شمېر افغانانو، بشري حقونو او ښځو حقونو سازمانونو او نړیوالې ټولنې له پرلپسې غوښتنو سره سره نه دي پرانیستل شوې.
په تېر کې داسې رپوټونه هم خپاره شوي، چې طالب مشران ښوونځیو ته د نجونو د تګ او نه تګ پر سر په دوو ډلو ویشل شو، چې یو شمېر د نجونو پر زدکړو په چورلټ بندېدو ټینګار کوي، خو لویه برخه یې بیا د ژر پرانېستلو پلویان دي او دا د نجونو شرعي حق بولي.
طالبانو تل ټینګار کړی چې د اسلامي شریعت په رڼا کې نجونو ته د زده کړو حق ورکوي خو په دې برخه کې یې د پام وړ ګامونه نه دي اخیستي.











